روژه والې لنډۍ/ پنځمه برخه
تسلې مه راکوه یاره
زه به تر کومه په روژه ګرځم مینه
ته به روژه یا به بوزه یې
ما ته به نه وایې د سوي زړه حالونه
ته بې وعدې شولې رانغلې
تر پړشمي پورې زه ویښه ناسته ومه
ته په روژه کې خولګۍ راکړه
زه به خوړلې روژه بېرته ونیسمه
ته په…