شپږ څلوېښتم ولسمشر

ګل آغا احمدي وردګ

0 730

لومړۍ خبره

«نور به موږ ضایع شوی وخت و نه لرو» دا د امریکا د نوي ولسمشر او د دې هېواد په ولسمشرانو کې تر ټولو د زیات عمر درلودونکی ولسمشر ۷۸ کلن جو بایډن دلومړي ټویټ خبره ده چې د لوړې د مراسمو د وینا څخه وروسته یې په خپل ټوېټر خپره کړه.

زوکړه

د امریکا د متحده ایالاتو شپږڅلوېښتم ولسمشر جوزف رابینټ بایډن جونیور چې په (جو بایډن) مشهور دی د ۱۹۴۲ زیږدیز کال د نومبر په ۲۰مه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د پنسلوانیا د ایالت په اسکرانتون ښار کې زیږېدلی دی او په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بریالی شوی، د دې هېواد پنځه څلوېښتم جمهوری رییس ډونالډ ټرمپ ته یې ماته ورکړه او د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنوري په ۲۰مه نېټه یې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. نوموړی له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ زیږدیز کال پورې هغه مهال د جمهوري ریاست مرستیال وو چې بارک اباما د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وو.

سیاسي ژوند

جوبایډن د ۳۶ کلونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د دلاور د آیالت سناتور وو او د سنا په مجلس کې یې د دې ایالت استازیتوب کاوه. بایډن چې د امریکا د متحده ایالاتو د دیموکرات ګوند څخه استازیتوب کوي، په ۲۰۲۰ زیږدیز کال د خپل ګوند له لوري د جمهوري ریاست ټاکنو ته د نوماند په توګه وړاندې شو، توده انتخاباتي سیالي یې وکړه او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په ټاکنیزو سیالیو کې یې له جمهوري پال ګوند څخه خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته سخته ماته ورکړه او بریالی شو.

جوبایډن چې خپلې لوړې زده کړې یې د دلاور په پوهنتون کې سر ته رسولې، له سیراکیوس پوهنتون څخه یې د حقوقو په برخه کې یې د ماسترۍ سند تر لاسه کړی دی. نوموړی په ۱۹۶۹ زېږدیز کال وکیل شو او په ۱۹۷۰ زېږدیز کال د نیوکاسل د ښارګوټي د شورا غړیتوب یې تر لاسه کړ. بایډن د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې له دلاور ایالت څخه د سناتور په توګه انتخاب او د امریکا د متحده د متحده ایالاتو په تاریخ کې د ۳۶م ځوان سناتور په توګه ثبت شو. نوموړی ۶ ځلې دغه مقام ته په پرله پسې توګه بریالی شو څو په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د څلورم لوی سناتور په توګه مقام خپل کړ او د جمهوري ریاست د مرستیال د چوکۍ لپاره نوماند شو.

جوبایډن چې کله د امریکا په سنا کې د سناتور په توګه په دنده مشغول وو، د زیات وخت لپاره د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی او رئیس وو. نوموړي په ۱۹۹۱ زیږدیز کال د خلیج په جګړه کې د امریکا له ګډون سره مخالفت وکړ خو په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵ زېږدیز کلونو کې یې د بوسنیا په جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو د ګډون ملاتړ وکړ. همدارنګه نوموړي په ۱۹۹۹ کال کې د کوسوا په جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو په وسیله د صربیا د بمبارولو ملاتړ وکړ.

اته کلنه دنده

جوبایډن چې کله په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې د جمهوری ریاست مرستیال شو په زیربناوو یې د پانګونې په برخه کې ټینګار کاوه څو د امریکا اقتصاد د لوی مالي رکود سره مخ نه شي. نوموړي په دې برخه کې خپلې څارنې ته ادامه ورکوله او په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ملاتړی وو. د امریکا په کانګرېس کې له جمهوري غوښتونکو سره د نوموړي خبرو اترو لاره هواره کړه چې د بارک اباما په مشرۍ د امریکا دولت د مالیاتي تخفیف، د بېکارۍ د بېمې او په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د کارموندنې لایحو تصویب کړي او دغو لایحو یو مالیاتي بن بست ته حل لاره و موندله. بارک اوباما او بایډن د ۲۰۱۲ زیږدیز کال په ټاکنو کې د دویم ځل لپاره بریالي شول او په ۲۰۱۵ زیږدیز کال داسې ګمان کېده چې نوموړی به د ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته نوماند نه شي. په ۲۰۱۷ زیږدیز کال بارک اباما ښاغلي جوبایډن ته  د جمهور رئیس د آزادۍ افتخاري نښان تفویض کړ.

بایډن د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپرېل په ۲۵مه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره خپل دریم کمپاین اعلان کړ او د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د دیموکرات ګوند له لوري د همدې کال په ټاکنو کې د نوماند په توګه غوره شو. نوموړي د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د آګست د میاشتې په ۱۱ مه نېټه آغلې کاملا هارس د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خپلې مرستیالې په توګه غوره  او د همدې کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ته تر ماتې ورکولو وروسته د امریکا د متحده ایالت د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

د جو بایډن نسب

د جوبایډن مور اصلا د ایرلینډ څخه وه او پلرګنۍ یې هم د انګلستان، فرانسې او ایرلینډ له خلکو سره نسبي ریښې لري، د نوموړي پلان شتمن وو خو جوبایډن په خپل ژوند کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.

بایډن څو ځلې واده کړی دی او خپله یوه مېرمن او لور یې په یوه ترافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي چې دغې پېښې نوموړي ته ډېرې ستونزې جوړې او د نوموړي په ژوند یې سخته اغیزه کړې وه. د امریکا د متحده ایالاتو د لومړۍ مېرمن او د جوبایډن د اوسنۍ مېرمن نوم (جېل بایډن) دی.

جنجالي ټاکنې

د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ زیږدیز کال ټاکنې له جنجالونو څخه ډکې وې په داسې توګه چې جمهور رییس ټرمپ د ټاکنو پایلې نه منلې، تر اوسه یې هم نه دي منلې، د ټاکنو د شفافیت په برخه کې یې د محکمو تصمیمونو ته احترام نه درلود،  نوي منتخب جمهور رئیس ته یې د بریالیتوب مبارکي نه ده او د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ټرمپ پلویانو د کانګرېس پر ماڼۍ (کپیټل هېل) برید وکړ او دغې ماڼۍ ته ننوتل. د امریکا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر په داسې حال کې د وفادارۍ لوړه وکړه چې جمهوری رئیس ټرمپ یې د واک د انتقال په مراسمو کې ګډون و نه کړ او د یو پيغام په خپرولو سره یې پرته له دې چې جوبایډن نوم یاد کړي، د خپلې واکمنۍ د پای اعلان وکړ. باید وویل شي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا ولسي جرګې د ټرمپ د استیضاح په هکله رایه ورکړې او خبره په سنا کې تم ده چې شاید په نږدې ورځو کې په دې برخه کې هم تصمیم و نیول شي څو ډونالډ ټرمپ و نه شي کړای بیا ځلې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نوماند په توګه برخه واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو څخه وروسته په خپله لومړی وینا کې په دریو ټکو ټینګار وکړ چې عبارت دي له: ۱.د امریکا د متحده ایالاتو د وګړو یووالی، د امریکا د برم او عظمت ساتنه، له کرونا ویروس مبارزه او د امریکا داخلي مسئلو ته زیاته پاملرنه.

د افغانستان مسئله

د جوبایډن اداره به هڅه وکړي چې د افغانستان په هکله خپل سیاست تر بیا کتنې لاندې و نیسي او له طالبانو سره د سولې هغه معاهده به یو ځل بیا  و ارزوي چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۲۰ زیزدیز کال کې لاسلیک شوې ده. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لپاره غوره شوي انتوني بلنیکن کانګرېس ته کړې ده. د امریکا متحده ایالات شاید له طالبانو سره د سولې تړون ته ژمن پاتې شي خو په ورته وخت کې نه غواړي چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي چې په هغه کې بشر حقونه او د ښځو مسائل شامل دي. دا په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنورۍ د میاشتې په ۵مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د چارو د شنونکو انتظار جوبایډن او د امریکا د متحده ایالاتو نوې ادارې ته دي چې په دې برخه کې به څرنګه پالیسي غوره کوي او د افغانستان د سولې بهیر به کوم لوري ته ځي؟

د مبارکۍ پيغامونه

د امریکا نوي ولسمشر ښاغلي جو بایډن ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني او د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د دې هېواد د شپږ څلوېښتم ولسمشر د کار د پيل په هکله د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي او نوموړي ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه کړې ده. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني د مبارکۍ په ټویټ کې ویلي دي: «افغانستان د سولې د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې د ملګرتیا نوی پړاو پيلوي او د امریکا د متحده ایالاتو تر څنګ ولاړ دی.»

د پاملرنې وړ ټکي:

۱.د امریکا د متحده ایالاتو د تاریخ په یوه نیمه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره مخکېنی ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) خپل سیال ته مبارکي ور نه کړه، د ټاکنو پایلې یې په رسمي توګه و نه منلې، د امریکا د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې یې ګډون و نه کړ او په خپل لاس یې د سپینې ماڼۍ د دفتر کلۍ نوي ولسمشر ته و نه سپارله.

۲.د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې شخص (جو بایډن) واک ته رسېږي چې د دې هېواد تر نورو ولسمشرانو مشر او ۷۸ کلن دی.

۳.د لومړي ځل لپاره نوي ولسمشر (جو بایډن) پخپله وینا کې د پخواني ولسمشر (ډونالډټرمپ) نوم یاد نه کړ او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مخه ښې په وینا کې د نوی ولسمشر نوم یاد نه کړ.

۵.د امریکا په سیاسي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه (کمالا هارس) د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې تور پوستې ده مور یې د هند او پلار یې د جمیکا څخه دی.

۶.د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره (د دویم ښاغلي) پوست ایجاد شو او دا پوست د آغلې کمالا هارس د مېړه دی.

اخځلیکونه:

  1. نیویارک ټایمز ورځپاڼه
  2. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه
  3. بي بي سي راډیو، پښتو او فارسي ویب پاڼې
  4. امریکا غږ آشنا راډیو ویب پاڼه
  5. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست د مقام ویب پاڼه
  6. CNN تلویزیوني شبکه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply