روژه والې لنډۍ، څلورمه برخه

راټولوونکی: ګل آغا احمدي وردګ

673

مخکې له دې چې د دې برخې روژه والو لنډیو ته ورشو، باید دا یوه خبره په ډاګه شي چې د دې لنډیو په راټولولو نهایت ډېره خواري شوې ده او یوه یوه مو د هېواد په شفاهي او لیکلو ادبیاتو کې موندلې ده. همدارنګه یوه یوه نیمه لنډۍ به ښایي د دې ټولګې د لیکوال له خوا هم جوړه شوې وي. نو د دې سلسلې منځپانګه په مینه و لولئ، د موضوع په اړوند ستاسو سره موجودې لنډۍ راسره شریکې کړئ او د دې لړۍ د پیاوړتیا په برخه کې را سره همکار شئ. مننه.

په روژه مات راشه جانانه

تر پیشلمي پورې به وکړو مجلسونه

په روژه ماتي سوال قبلېږي

د تللي یار په حق کې پورته کړئ لاسونه

په روژه ماتي کې دې پام وي

چې په دعا کې درنه هېر نه شم مینه

په روژه ماتي کړم لاس پورته

زه د روژې دعا کې تا غواړم مینه

په روژه ماتي کې را درومه

درته ساتلي مې د زړه خواږه مینه

په روژه ماتي کې را یاد شوې

اوس به ډوډۍ ګرانه له اوښکو سره خورمه

په روژه ماتي کې را یاد شوې

مسافر یاره په زړه پټه ژړېدمه

په روژه ماتي کې را یاد شوې

هره نمړۍ مې په زړه نېغه، نېغه ځینه

په روژه ماتي مې خوله ورکړه

سهار وختي راغی چې بیا له تندې مرمه

په سپینه خوله روژه کړه ماته

د کفارې روژې به دواړه و نیسونه

په سفر ځې څادر دې پرېږده

روژه ګۍ راغله تراوېح به پرې کومه

په شوګیرو عادت سړی یم

 د کلي خلک پړشمي ته ویښومه

په عبادت یې خواري وکړه

د روژې عمر لنډکی دی تېر به شینه

په کور او کلي کې غوغا ده

جګړې غمجن کړه پړشمي او ماښامونه

په لوږه چا شکر ایستلی

 زما ده سروکال روژه شکر کومه

په ما دې څه کړي دي یاره

چې په روژه کې رانه اخلې دیدنونه

په ما دې سمه ورځ تیاره کړه

سمه روژه کې دې چې راکړه ځوابونه

په ما دې ګرد عمر روژه کړه

ستا د دیدن اختر به بیا کله راځینه

په ما دې ګل روژه کړه ماته

 په تا دې بند شي د ریان دروازې، ورونه

په ما مې یار تر خوراک ګران دی

تل روژه ماتی زه د یار په دیدن کړمه

په نازولي خوب ویده ده

چې پړشمي ته به یې څنګه ویښومه

په نن سبا کې دې وخت تېر کړ

روژه په سر شوه تا را نه وړل دیدنونه

په نورو هر ماښام اختر وي

 زما روژه ده تودې اوښکې تویومه

تا په روژه کې معاف نه کړم

 روژه کې مړي خلک، خلکو ته بښینه

تا خو ویل روژه به درشم

ستا د راتلو لارې په هر ماښام څارمه

تر پړشمي به درسره یم

د ورځې نه کېږي جوړه جوړه خوبونه

تر پړشمي به سره خاندو

نور به ځان ساتو چې روژه مکروه کوینه

تر پړشمي پورې به کېنم

 مسافري ده بیا مې څوک راویښوینه

تر پړشمي پورې چې ویښ یم

زه د لیلا د تور وربل سیل کومه

نوټ: د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…

لومړۍ برخه

روژه والې لنډۍ – DawatMedia24

دوهمه برخه

روژه والې لنډۍ/ دویمه برخه – DawatMedia24

دریمه برخه

روژه والې لنډۍ/ دریمه برخه – DawatMedia24

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.