روژه والې لنډۍ/ دریمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

787

پړشمي خوب رانه قضا کړ

د نن روژه به په ځان څنګه تېرومه

پړشمی داسې برکت دی

چې پیغمبر یې په حدیث امر کوینه

پړشمی دومره لوی ثواب دی

چې پاک رسول  یې برکت ګڼي مینه

پړشمی ستا په چورت قضا شو

  اوس ده ناوخته ملایان آذان کوینه

پړشمی یو مخ برکت دی

د روژماتي ماښامونه اخترونه

پلار رمضان، مور یې روژه ده

لور یې خرما ده روژتیان خوشحالوینه

پورې لیلا ګوره تراوېح کړي

قبول یې مه شه تور وربل په خاورو ږدینه

په اخلاص پورته شئ روژه شئ

د مومنانو روژه یوه میاشت وي مینه

په انتظار روژه په خوله یم

 ملا ګونګی شې ولې نه کړې آذانونه

په آخرت کې به نارې کړم

د پړشمي ملان مې سخت آزاروینه

په پټو سترګو پړشمی کړي

د ځوانۍ خوب یې لکه بنګه زنګوینه

په پړشمي کې به نارې کړم

زه له خواږه خوبه روژې ویستلی یمه

په پړشمي کې چې را یاد شې

زړګی مې را ډک شي په نهاره ویده شمه

په پړشمي کې را په یاد شوې

تر روژه ماتي پورې وږې ګرځېدمه

په پړشمي کې سوال قبلېږي

چې په روژه کې درنه هېر نه شم مینه

په پړشمي کې مې را یاد شوې

 حیران په دې یم ورځ به څنګه تېرومه

په پړشمي مې ته راويښ کړه

د روژه ماتي غم به زه درته کومه

په پړشمي یې غېږه راکړه

تر روژه ماتي ړنګېدمه، زنګېدمه

په تا روژه څنګه تېرېږي

ما ته د زړه له درده نه راځي خوبونه

په تراوېح کې را په یاد شو

صلات وتر مې په تاستې کړي دینه

په تراوېح کې مې را په یاد شوه

ملا ولاړ وو زه سجدې ته تللی ومه

په خوشحالۍ راځه جانانه

روژه شوه خلاصه، آزاد شوي دیدنونه

په رمضان کې دې مین کړم

زه به روژه نیسم که ستا یاد به کومه

په روژه تیانو زېری وکړئ

ماښام نږدې دی اوس به وشي آذانونه

په روژه ښه عبادت وکړه

خدای به مې درکړي، اندېښنه مه کړه مینه

پاملرنه: د روژه والو لنډیو موضوع د رمضان په ستر دیني او اخلاقي اهمیت سربېره په ټولنه کې د مینې، محبت، سولې، یووالي، پردېسۍ او داسې مسائلو هم بحث کوي. په ځینو لنډیو کې د روژې کلمه د اشارې، تشبیه، استعارې او کنایې په توګه کارول شوې او لنډۍ ته یې نازکخیاله بڼه پوښلې ده. د روژه والو لنډیو څلورمه برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.