خېښې/فلکلور

میمونه کامران

568

خېښې به یو څو ټاکلې ښځې وې، چې د زوم له کور څخه د ناوې کور ته د ځینو دودونو او کارونو د ترسره کولو لپاره له واده دوه ورځې وړاندې ورتلې. چې له دوی سره به دوه یا درې سړي هم په خېښواله تلل. او له ځان سره به یې په یو مخصوص صندوق کې د ناوې کمیس، نکریزي، مېوه او نور توکي وړل. د ناوې په کور کې به یې اول له دود سره سم ختې ورکولې؛ یعنې یو دسترخوان به یې هوار کړ، مېوه به یې پکې وشیندله او له صندوق به یی د ناوې کمیس او نور ټول توکي په د سترخوان کېښودل. د کلي ټولو ښځو ته به یې د کور په سر ( ږمنځ، ستن، د تار کوکړۍ، په سور یوه لوېشت یو متر تکه، یوه قاب وچه مېوه او یو پاکټ نکریزي) ورکول. چې دېته ختې ویل کېدې. او وروسته به خېښو د ناوې کمیس له لس يا دولس متره تکې څخه په ګډه د سندرو په وېلو سره ګنډه.هغه وخت دومره د ګنډلو ماشین ته لاسرسی نه وو، په لاس به یې ګنډل کول. د واده د ورځې خوړې لپاره به یې وریجې پاکې کړې، اوبه به یې ورته راوړې، ټوله امادګي به یې ورسره ونیوه او د نکریزو په شپه به یې په ناوې موټی خلاص کړ. همدارنګه کوم سړي به چې په خېښواله ورسره تللي وو، د ناوې کورنۍ سره به یې د واده په تیارولو کې همکاري کوله. پدې سره به بیا د ناوې کورنۍ خېښو ته لاسونه په نکریزو ور سره کړل او د واده په ورځ به یې په ویښتو کې ګلداره سیخکي ور وټومبل، چې په همدې سیخکیو پېژندل کېدې چې خېښې دي. بېرته به یې له هرې خېښې د ناوې د کور ښځو د خېښواله شاګوم غوښت او  هرې یوې به په شاګوم کې پیسې ورکولې. کله به یې چې ناوې راوړه، نو د زوم په کور کې به هرې خېښې ته مبارکي ورکول کېده چې: خېښواله دې مبارک شه!

دا دود تر اوسه په ځینو ولایتو کې شته. لکه: پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، لوګر….

خو اوس خېښواله دومره سختي نه لري لکه پخوا او اوس زیاتره خېښه د یوې ورځې په مخ ځي؛ هغه هم د ناوې کمیس، مېوه، او نکریزي وړي او واده له دود سره سم په خوښي لمانځي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.