په وینو سینګار شونډې

میمونه کامران

670

د لمر سترګه لوېده؛ په خاوره سپینه شوې برنډه په وچېدو وه او پروړه پرې ځيږه ځيږه برېښېدله. د خاورې بوی یې خوږ لږېد.
د کور ښځې په دالان کې راټولې شوې وي.
په کلي کې د تېر شوي واده کیسې د دوی تر منځ روانې وي.
ماشومانو چې د درېیو وروڼو اولاده وه، په نیمه وچه برنډه درۍ هواره کړه. ساعتیري یې کوله.
د ورېښمین په نوم هلک څخه یې زوم او اوږۍ څخه یې ناوې جوړه کړه، نورو همزولو یې په لګن دایره وهله او ګډېدلې.
د ورېښمین خور وویل: هله زوم مو سر تور سر کېنولی، ړندې شﺉ، که لونګۍ نه وي خولۍ خو ورته راوړﺉ!
د تره لور یې شاوخوا وکتل، د برنډې په غاړه له ګړي سره وړه مینځل شوې کټوه ایښي وه. ور چابکه شوه او را یې وړه.
د ورېښمین په سر یې د خولۍ په ځای ور کېښوده.
دوی په خپلو منځو کې بوخت وو چې کړپ شو، او ګټوه یې سر ته ور ولوېده.
د ماشومانو چیغې شوې؛ هله کټوه!
هڅه یې وکړه چې کټوه یې له سر څخه وباسي. خو په سر کې یې نښتې وه.
مور او د تره ښځې یې راورسېدې، غوښتل یی کټوه یې له سر څخه وباسي خو هڅه یې ناکامه شوه.
وریښمین په چیغو سر یوې خواته او بلې خواته لالهانده خوځاوو، او داسې ښکارېده چې ساه یې بنده بنده کېږي.
مور یې ونه شو زغملی، منډه یې کړه، تیږه یې راواخیسته، کټو یې په ووهله خو ماته نشوه.
ورېښمن یوې خوا بلې خوا لاسونه اچول. مور یې ورختا شوه، په دویم وار يې هم سرپه ونه کړه، کټوه ماته شوه خو سرو وینو لړلې ټوټې ځينې د ورښمین په سر کې نښتې وي او ځینې را تویي شوې.
ورېښمین د مور په غیږ کې ور ولوېد، مور یې خپلو په وینو ککړو لاسونو ته رډې رډې وکتل، وجود یې په لړزه شو، په مخ یې سرې ګوتې را کش کړې او چیغه یې کړه…ناااا….
تره ښځې يې د ورښمین په مور ور غږ کړ: وه بورې ې ې!!!
نه مې درته ویل چې بیړه د شیطان کار ده، دا د څه وکړل؟؟؟
شور ماشور شو، چیغې شوې…

د وريښمین د مور زنې ته څلور ګوتې ور تېرې شوې، ښکته ځوړند سره یې په را جیګ کړ.
سترګې یې راپورته کړې، ورته وې کتل،
خړ رنګ جامې یې پرتن وي، ورته ځير شوه، خاوند یې وو.
هغه ورته وویل: د وریښمین مورې!
ټول عمر دې څه راته وکړل ها؟
دا یو زوی خدای راباندې پیرزو کړی وو له دې تا خلاص کړم.
د خدای لحاظ وکه، نور مې پرېږده، ووځه زما له کوره!
د ورېښمین مور په داسې حال کې په سرو وینو لته پته غیږ کې یی زوی پروت وو، رپېدله.
خاوند یې ورباندې چیغه کړه:
پاڅه! چاته وایم؟
ووځه، زما له کوره!
نغواړم یوه دقیقه دې نوره ووینم.
د ورېښمین مور د خپل زوی په وینو ګلګون تندي خوله کېښوده، مچؤ یی کړ.
خاوند یې پرې بیا ور غبرګه کړه:
پاڅه! شرم نه لري؟!
سر یی را پورته کړ،
شونډې يې د زوی په وینو سینګار وې.
ورېښمین یې له غېږې ترې لرې کړ ،خو لاسونه یې کلک نیولي وو، هغه یې هم په زور ترې خلاص کړل، یوازې د مور اوښکې یې د زوی په نازکو لاسو وڅڅېدې.
پاڅېده، به سره لاس یې ټیکری په مخ را کش کړ، دروازې ته یې مخ کړ او روانه شوه.
څو قدمه یې نه وو اخستي، چې خاوند یې د ورېښمین په وینو لړلې تیږه پرې وار کړه،
سر ته ولږېده، د اخ په کولو یې سر ته لاسونه ونیول او په ځمکه راولوېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.