په کوم زیارت دې ایښي و لاسونه

میمونه کامران

1,302

پاستی لوېدلی و، په نکریزو سره لاسونه يې تناره ته ورښکته کړل، ناڅاپه يې ګوتې په سرو سکروټو ولګېدې، د اخ په کولو يې لاس را غبرګ کړ او ګوتې يې زر خولې ته کړې. په سترګو کې يې اوښکې د ګوتو له ډېره سوخته ډنډ شوې، پاستي ته يې پام شو چې په سوځېدو ده، بېرته يې لاس تناره ته ور ښکته کړ، او په سوځېدلو ګوتو يې پاستی راووېسته. غلي یې څنګ ته وکتل؛ د تناره غاړې ته ناستې شنې غټې مېرمنې سترګې پرې را برګې کړې او له ټوټو جوړ شوی د تناره خولپوټی يې پرې راوساړه او په سر يې وويشته. د پلار کور د وران شه، زامن مې په یوې ټیکلې ډوډۍ پسې ورک دي، تا د خان لور دلته خاني راته شروع کړې ده، ثواب زما د زوی وکړې چې ته سپېره يې په نصیب يې. په مړۍ کې مو برکت ختم ده، دا سوځېدلې ټیکله به ته خورې چې زور يې در معلوم شي.
ګل غوټۍ پاستي ټول کړل، د تنور سر يې پټ کړ، په سپينو مټو يې ټول کړي لستوڼي را وغوړول او له سپېروني يې ټک وهل، دواړه لاسونه يې له شکوره لاندې کړل او روانه شوه.
له شا يې خواښې پرې ور غږ کړ: اغه ده، جان بي بي خور مې له بر کلي راغله، تازه شیدې ورته را پخې کړه.
ګل غوټۍ په پتناسه کې د شیدو وړه چاینکه، پیالې او په دسترخوان کې ګرم پاستي د جان بي بي ترور مخې ته کېښوده، ګل غوټۍ دسترخوان هواراوو چې جان بي بي ترور د ګل غوټۍ په خواښې ور غږ کړ: بختورې په کوم زیارت د ایښي وو لاسونه، چې داسې غونډه منډه تکه سپينه او چابکه نګور خدای درکړې ده.
خواښې يې ورغبرګه کړه: غلې کېنه خورې! د څه شي بختوره، د لوڼو مې نیمایی ته هم نه شي رسېدای، چېرته دا او چېرته زما لوڼې، په دې خو کوران که ښاد سو….!
ګل غوټۍ وېړې شونډې را ټولې کړې، غلې له کوټې راووته، په سرو غومبرو يې اوښکو کتارونه جوړ کړي وو، خپلې کوټې ته دننه شوه، په المارۍ يې د خپل پلار ټومبلي انځور ته مخامخ ودرېده او په ژړغوني اواز يې وويل : اه زما حق پېژندونکیه او د خدای له لارې خبر پلاره!
کاش تا هم په ما باندې د دوی په شان ولور اخستی وای، نو نن به دومره بې ارزښته نه وم….!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.