لنډه کیسه: یو ناڅاپه غږ

لیکواله: میمونه کامران

483

لرګي خواره واره پراته وو، د درېیمې سټې نوبت وو، تبر یې په یخ وهلو السو پورته کړ، په شرنګ یې د بنګړیو سره لېچه له
مړونده لاړه.

په لرګي یې وار وکړ.
ناڅاپه اخ شو؛ ور وې کتل؛ وړه لور یې وه.
ور منډه یې کړه.
_ ولې لورې؟ خوږ شوې؟ کوم ځای؟
_ نه ببو، مازې تتوڼی دېخوا راوالوت، ونه لږېدم.
_ ښه شکر چې خوږ نه یې. واوره هم پخه اچوي، ورشه ته دې نیا سره په ګرمه تاوه خانه کېنه، زه هم وروسته درځم.
د لور یې سترګې رډې رډې راووتې.
او ورته یې وویل: ببو! ببو! غوا
مخ یې مالځای ته ور واړوو، ګوري چې اخور او میوګی شته، غوا نشته.
غوا د دروازې په لور روانه او پړی له شا پرې څکیږي.
ور منډه یې کړه، پړی یې ونیو، خو غوا مخته زور کاوو.
پښه یې وښوییده، ولوېده او غوا بې درېغه له ځان سره وڅکوله.
په غوا غږ وشو: ایڅا! ایڅا!
لېور یې و.
_ ورېندارې پاڅېږه، ما غوا نیولې.
زه دا تړم، ته ځان تیار کړه داکتر ته ځو.
د زړې ښځې غږ شو: پرېږده یې، هسې هم زما د زوی بخت کوټه ده، د دې له ناراستي ښکاري چې دا ځل یې بیا لور ده. زما زوی
به د درېیمې لور پلار کړي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.