تور کافر

میمونه کامران

358

ډېوه ماموریت څلورلارې ته ورسېده، د سړک د ګلدان په ونو او بوټو کې د واورې یو نیم بڅرکی نښتی و، یخ باد چلېده. مخامخ یې په وړانګې سترګې ولګېدې، چې د سړک غاړې ته ولاړه ده.
ځان یې ور ورساو.
_ لکه چې ډېره راته په تمه شوې؟
وړانګې د تندي په ورینولو وروځې وخوځېدې، لاسونه یې خولې ته نږدې کړل، بیا یې سره وموښل او وېې ویل: ظالمې! نه مې وینې، لاسونه مې له یخه تک شنه اوښتي. هله ناوخته دی، پوهنتون ته باید په وخت ورسېږو؛ نورې کیسې به په موټر کې کوو…

دواړه د مارسیدیز په وروستي سیټ کې کېناستې. بې موزیکه په ترنم ویل شوې ترانه چالان وه. موټر ډک او روان شو، کیلنډر هم نور غږ نکاو چې شوربازار سینمای پامیر.

وړانګې وویل: دا سيټ ډېر تنګ نه ده؟
_ هو، نه ګورې موټر څلورسیټه دی، دا پینځم دوی کې ور ځای کړای.
د وړانګې شونډې وخوځېدې: اممم، خدای ورکړې.

یو څو دقیقې غلې وې؛ د بګرامیو په سړک کار روان وو، دوی یې سیل کاوو، لږ مخته رنجرې ولاړې وې، سپین بیرغ په رپیده او پاټکونه یې اچول.
د ډېوې یو ځوان ته پام شو، چې د دریور د سیټ شاته په تنګ سیټ کې دوی ته مخامخ ناست و، لاس کې یې نوکیا مبایل و، کله به یې چې مبایل ته وکتل نو د سوړ اسوېلي په وېستو به یې د موټر ښيښې ته سترګې واوړولې، د هلک سترګې به له اوښکو ډکې شوې او بېرته به یې په غړولو اوښکې تیت پرک کړې. توره زړه کورتۍ یې پرتن وه؛ څو ځایه په سپین تار د لاس په ټک پیوند شوې وه.
ډېوې وړانګې ته غلي وویل: دا هلک به څه ستونزه لري؟چې له غرېوه ډک ډک کېږي. ګومان کوم، د نیستي زورور شمال په تنګ کړی.
_ ډېوې! الله ج د پرې ورحمیږي. کاش یو څوک ترې وپوښتي چې ستونزه يې څه ده، حداقل که زموږ په توان پوره وه همکاري به مو ورسره کړې وه.
_هو، زه هم همدا وایم، بدبختانه زموږ په خلکو کې د همدردۍ حس اوبو وړی. کاش پوهېدای چې څه ستونزه لري.
مبایل وشرنګېد، هغه هلک په لړزېدلو لاسونو مبایل غوږ ته یووړ، په ناسته غاړه یې هلوو غږ وکړ.
څو شیبې همداسې مبایل ته غوږ وو، وروسته یې په مخ د اوښکو روان کتارونه د لاس په چاودو ګوتو ړنګ کړل او وې ویل: : صیب! پلار مې يوه اونۍ وړاندې پکستان ته تداوي لپاره ولېږه، خو د اسنادو د نلرلو په وجه پولیسو پیسې ترې غوښتي دي، دا چې پلار سره مې دومره پیسې نه وې زنداني یې کړ او په زندان کې ساه ورکړه. نو ځکه مې نن ونه شو کولای کار ته درشم.

څو شېبې غلی وو؛ بیا یې شونډې وغوځېدې: د زړه ناروغ و، په زندان کې د زړه حمله په راغله، دوه شپې او دوه ورځې زندان کې حالت خراب و خو تر روغتون یې اجازه نه ده ورکړې.

د خبرو په دوام یې په کلینډر غږ کړ: وروره دلته ښکته کېږم.
ډېوې ځان سره وویل: انا لله وانا الیه راجعون، ثواب یې وکړې، خو زما له حاله د هم خدای تور کافر وساتي.
وړانګې زر مخ ور واړوو،
_ ! ولې داسې وایې؟
ډېوې په غلي ژړغوني غږ وویل: زما پلار شل کاله وړاندې وسله والو له ډک بازار پورته کړ، خلک ویل چې د پاکستان امنیتي کسان دي. خو هیچا حال ونه ویلې چې څه شو.
زما پلار یو وخت په هند کې د افغانستان دیپلومات و، کنګوسی وه چې پاکستان پرې د هند د جاسوسۍ شک کړی، حال دا چې د سفارت عادي کار مند و او یوازې څو میاشتې یې په ډیلي کې و. تر اوسه پورې یې مړی او ژوندی ورک ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.