لنډه کیسه: هېر دې شول

لیکواله: میمونه کامران

1,300

پیاله یې له شین چای ورته ډکه کړه؛ د ګوړې قاب یې ور مخته کړ.

ورته وې ویل: سړیه چای در واخله، چې سړيږي.

خاوند یې غزولې پښې را ټولې کړې، راکېناست. ور غبرګه یې کړه: غونډو! پیتاوي ته ناسته هم د سړي هډونه ور غوړوي، ځانته هم پیاله ډکه کړه.

بیا یې مخامخ وکتل، مسک شو، وې ویل: ساتنه دې منم.

مېرمنې یې د غرور احساس وکړ او وې ویل: نو تنها د دې کور په مال ستا زړه خوږيږي؟!

خاوند یې ځواب ورکړ: نا لېونۍ هغسې خو دې منم چې بلا یې؛ خبره مې دا کوله چې دواړه مېږې په برښت کې دي، د شیطان غوږونه دې کاڼه وي، دا واړه وري هم ورځ تر بلې ښه کېږي.

ښځې یې ناره کړه: وه پلنې! دا مال ته اوبه راوړه؛ تږي دي.

له دوو دقیقو وروسته سطل په لاس جګه، غټه نجلۍ را روانه وه، رنګ یې زېړ زبیښلی وو، ګوډ ګوډ قدم یې اخیست.

مال ته راغله، خو له ډېره درده یې د ټیکري پیڅکه خولې ته کړه او غاښونه یې پرې را تینګ کړل، په لړځیدلي لاس یې سطل پورته کړ، مال ته یې اوبه په تالۍ کې واچولې.

ناڅاپه سر پرې وګرځېد، ځای په ځای کېناسته دېوال ته یې ډډه کړه ، څنګ ته په میوګي یې لاس کلک کړ، پښه یې وغزوله او د اخخ په کولو یې له سترګو اوښکې را کتار شوې.

خاوند یې ښځې ته وویل: په دا نګور مو څه شوي؟

ښځې یې ځواب ورکړ: ګهیځ خو غوټۍ وېلې چې پاس له بالاخانې یې پروړه را ښکته کوله له زینې را لوېدلې.

خاوند يې ورته وویل: داکتر ته به یې بوځم.

ښځې یې ناڅاپه ور غبرګه کړه: اوس یې په تېره کړې، زوی مې دې خدای زوندی لري، بله به ورته وکړم، هېر دې شول؛ دا یې پلار په بدو کې راکړې ده، د بدو ښځه چا په ښځو کې شمېرلې ..!

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.