لنډه کیسه: دا ستا ارمان

لیکواله : میمونه کامران

703

فاطمې له موټره لړځېدلی قدم په ځمکه کېښود، روانه شوه، له ډبلې شنې کتابچې یې لاسونه را تاو کړي او کلکه یې په ځان پورې نیولې وه.

_غږ وشو: دخترا بیک های تان را باز کنید.

ورمخته شوه، بکس یې د پوهنتون په دروازه کې مېرمنې تلاشي کړ، پوهنتون ته دننه شوه.

شاوخوا یې وکتل، شنې ونې او یو اوږد سرک یی ترسترګو شو.

مسکه شوه پدې چې د پوهنتون لومړۍ ورځ یې وه، بېرته یې غوړېدلې شونډې راټولې شوې،  سترګې یې ډنډ شوې، یو دنني احساس کړوله، یوې هیلې په هر ګام سره وژله، یوې خبرې یې په غوږو کې انګازه کوله، خو پرمخ روانه وه او د زړه په زور یې قدمونه اخیستل.

خپل پوهنځي ته ورسېدله، د معالجوي طب په لومړي ټولګي کې کېناسته.

نجونې راتلې او چوکۍ ډکېدې.

استاد ټولګي ته را دننه شو، حاضري یې واخیسته، د لومړۍ ورځې اړوند ټول مسایل په ټولګي کې مطرح شول، نجونو یو بل ته ځانونه ور وپېژندل، خو فاطمه هماغسې په ځای ناسته وه.

کتابچه یې په لاس کې اړوله او راړوله، زړه یې په تنګ وو، د ټولګي فضا ورته ځورونکې وه، غوښتل یې زر تر زره له ټولګي ووځي.

رخصت شول، کور ته روانه شوه، خو حال یې هماغسې وو، کور ته نا رسیده له موټره ښکته شوه او لار یې له کور بدله کړه.

پیاده روانه وه، هر څه او هره لحظه یې په ذهن کې ګرځېده، ټاکلي ځای ته ورسېده او وویل: اسلام علیکم یا اهل القبور

غریو ونیوه درې ګامه مخته ولاړه او د یو قبر تر څنګ کېناسته!

وې ویل: ودې لیدل، تا زه یوازې پرېښودم…!

نن زه پوهنتون ته ولاړم خو ته راسره نه وي، هرې ثانیې خوړلم .

دا کتابچه دې په یاد ده!

 دا زما او ستا کتابچه ده، پدې کې دې هره لیکل شوې هېله او پلان د را پرېښود.

تا خو ویل چې په ګډه به طب ته کامیابیږو ،په ګډه به د ژوند ستونزې ختموو او د ژوند تر پایه به د یو او بل ملتیا کوو.

اه خورې! کاش ته هم له کانکور امتحان څخه یوه اونۍ وړاندې کورس ته نه وای تللې نو په چاودنه کې به نه وي شهیده شوې .

ناځوانې ځانته دې جنت وټاکه او ماته دې په خپل نشتون پاتې ژوند دوزخ کړ..!

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.