لنډه کیسه: زما قسمته څه دې وکړل

لیکواله: میمونه کامران

410

په لړځېدلو لاسونو يې لیک راواخیست، په کرښو یې سترګې تېرې کړې. لیکل شوي وو:

زما خوږې، ښایستې او اتلې مېرمنې، ستړې مه شې!

هیله کوم چې اوښکې توې نه کړې.

زما لېونو وعده وکړه چې هره یوه خبره به مې عملي کوې۔

زه نیکمرغه وم چې ته مې په خپل ژوند کې لرلې او ژوند مې په تا رنګین وو، پوهېږم راتلونکي ته مو بلا هیلې درلودې، دا چې بخت یاري ونه کړه هر څه نیمګړي پاتې شول۔ د الله اراده به وه.

ښه زما ښایستې!

غوږ شه څه درته وایم!

دا چې زما دنده نظامي وه، نو حالاتو ته په کتو په دې پوهېدم چې یوه ورځ به داسې وخت په موږ راځي، نو دغه لیک مې خپل ملګري ته ورکړ، ورته مې وویل: که زه په عملیاتو کې شهید شوم، نو تاته دې در ورسوي۔

هیله کوم اوښکې پاکې کړه!

ستا په ګلورینو اننګو مې د ناهیلۍ  د څپو سیل نه لوریږي، داسې نه چې ښایست د راته وران کړي.

ته زما ژوند يې، او غواړم د هغې دنیا په خوږ ژوند او خوږو نعمتونو کې راسره هم  ووسې؛ نو وعده وکړه چې هېڅکله به بل واده نه کوې.

ځکه ما اورېدلي دي چې څوک په دې دنیا کې له چا سره مینه ولري، په هغې دنیا کې به هم ورسره وي.

او زه غواړم چې تل په خپلې خوږې هستمن ووسم!!!

همدا ډول زما ادې ګله هم تاته امانت ده، په هغې به ډېر پام کوې او هیڅکله زما د نه شتون احساس ور نه کړې۔

او جنت لور به مې صالحه او په زده کړو سمبال روزې، له مور سره به یو ښه پلار هم ورته پاتې کېږې.

ما وبخښه چې په نیمه لار کې مې پرېښودې، بس د الله تعالی خوښه به همداسې وه.

تا خپل رب ته سپارم.

د الله په امان…

د لیک له خلاصېدو سره د ګلالۍ پرمخ اوښکو کتارونه جوړ کړي وو، په زنګنو یې سر کېښود او په چیغو چیغو يې وژړل.

 څو شېبې وروسته یی سر پورته کړ ، مخامخ یې وکتل، انځور ایښی وو، راوا یی خیست، او وویل : احمده ! ماته ستا لیک ستا د شهادت په درېيمه ورځ را رسېدلی وو، په هره وعده مې عمل وکړ. له هر ډول سختیو او تنګو سره مې مقاوت وکړ….

د وخت په تېرېدو سره؛ لوړې زده کړې مې پیل کړې، تر څنګ مې د خپلې کورنۍ ساتلو لپاره په یو بهرني سازمان کې دنده پیل کړه.

د نظام له ړنګېدو سره د دفتر لخوا بهر ته د تګ زمینه راته مصاعده شوه ، خو د دې لپاره چې ادې ډېره ضعیفه شوې او ستا امانت وه، نو پاتې شوم.

د نوی نظام سره بیا خپلې دندې ته راستنه شوم او نن چې د دندې مې اونۍ هم پوره شوې نه وه، له دندې ووېستل شوم ددې په خاطر چې زه سابندي لرم او مخ نه شم پټولی….

زما قسمته څه دې وکړل

غبرګې څپېړې خپل تندي ته ورکومه

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.