لنډه کیسه: د مېوې شکور او د اوبو جام

لیکواله: میمونه کامران

402

اینې ته ولاړه وه، په تور اوربل یې چپرک واړوو، دوه زرین سېخکي يې  په بچکه کې ورکړل او چپرک یې په کلک کړ، څو رنګه ځلېدلې دړۍ یې په کنډو ککړې او چپرک یې په ګلورین کړ. په رنجیو ککړه سلایي باندې یې سترګه راپټه کړه، نرم حرکت یې ورکړ، موسکه شوه، سترګې یې خلاصې کړې، پېزوان یې په سره او سپين غومبري وځلېد.

غلی یې په سلایي چپ طرف غومبری لمس کړ، درې تور خالونه یې پرې مېلمه کړل. سرې شونډې یې وخوځېدې، وې ویل:

خدایه ښادي په ښادي راکړې

چې پکې ګرځم تورې سترګې سره لاسونه

ټیکری یې په سر واچوو، په کټ کټي یې وخندل؛ وې ویل: ښا نو، له ما د ښایستونو بل ښه تعریف!!!

مور یې ور غږ کړ: وه لونګې!

مېوه او اوبه تیار کړه؛ اوس دستمال راوړي، پلار دې زنګ وکړ، چې دروان شوو. لونګې مور ته ځواب ورکړ: ښه مورې، داده لګیا شوم.

لونګې په نازکو سرو لاسونو د ممپلیو، نخودو، ممیزو او کلکې شیریني ګډه وډه مېوه تیاره کړه.

ماشومانو نارې کړې: هله دستمال یې راوړ. د پټاکیو ترکا او د ټوپکو زربې شروع شوې. لونګې په یو لاس د مېوې شکور او په بل لاس د اوبو جام راواخیست. له کوټې راووته، پورته یې وکتل، وې ویل:

شکر خدایه! د ورور د ښادي څښتنه شوم.

په منډه ورغله، دستمال یې د پلار په ولیو پروت وو ، کور ته را دننه شو، پېغلو دیراب واهه، دا هم ورسره همغاړې شوه، دا سندرې یې وېلې:

راغی دستمال راغی، دستمال ډک دی له ګونګړو

د اکا په ولیو پروت دی سر یې جګ دی له تربرو

دستمال مو راوړ، څونډي پرې پورې

پرې بوره مه شي د هلک مورې

لونګې د اوبو جام مور ته ورکړ، په یو لاس کې یې شکور او بل لاس یې په مېوه ټیټ کړ چې پرې وې شیندي. مور یې په خپله خور غږ کړ: ببو شکور ته واخله او بې درېیغه مېوه وشینده. ببو له لونګې شکور واخیست، لونګې د مېوې ډک موټی  په شکور کې پرېښود.

د لونګې خوله له خندا نه ټولېده، ټولې نجونې ګډېدې، ښځو په نوبت دستمال په سر اچوو او ګډاوو یې، لونګه میدان ته ورګډه شوه، د ټيکري پيڅکي یې په لاسو کې ونیوې هرې خواته یې رنګ بنګ لټ خوړ او د خوښي اظهار یې کاوو.

خپل او بل راټول وو؛ وروسته له ډېرو کلو ښادي وه، لونګه له خوښي په کالیو کې نه ځاییده، دستمال ته یې ور لاس کړ، په سر یې اچوو چې وې ګډوي، مور یې پرې غږ کړ، ته یې مه ګډوه، دا دستمال ماته راکړه، دغه یو ورور دې ده، خدای دې یې له سپېرې مېنې او میراتې ورځې وساتي.

لونګي اوجود په لړزه شو، له شا پرې زړې ښځې غږ کړ: و جلکۍ!

لونګې مایوسه ور وکتل نیا یې وه،

بیا یې ورته وویل: وه لونګې لورې!

ښه وایې؛ ته دستمال مه ګډوه، تاته به دا دعا کوو چې خدای د لمن زرغونه او نیک اولاد درکړي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.