Browsing Tag

وږمه سبا عامر

څاڅکي

د باران څاڅکي د کړکۍ نه د باندې په نرۍ اوسپنې لګېدې او د لګېدو سره به یې د ټک ټک اواز د نارنجې د سر درد لا نور هم زیاتوه. د باران ورېدل، پورته اسمان ته کتل او د باران له څاڅکو څخه خوند اخېستل، دا ټول ورته بې خونده شوي وو. د باران په لیدو…

لونګینه

تېرماښام و، جمال د کوټې د کړکۍ خوا ته غلی ولاړ و. مخامخ ورته د ژۍ په سر لوی د سیل پارک ښکارېده. خال خال څراغونو د پارک خاموشۍ ته یوڅه ماتې ورکړې وه. لاندې خاموشه کوڅه، یواځې د ګاونډیانو پارک کړي ګاډي ولاړ وو. مخامخ پارک هم په تیاروکې ډوب و.…

کثافت دانی

هغه د یوه بنګړي په شان ماته ماته او ستومانه، تخت باندې پرته وه. شېبه مخکې له دفتره راغلې وه. په کوټه کې بد بوی خور و، خو هغه نپوهېده، چې کوټې ته بوی له کومې خوا راځي؟ د لوږې احساس یې وکړ، خو د لاسه یې نه کېده چې په پخلنځي کې ځانته څه پاخه…

افسوس

رستم د مېټرو په تم ځی کې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې، ښاپیرۍ ولیدله چې په برېښاني پوړو باندې دهلېز ته مخ په پورته روانه وه. ده هم ځان برېښنایي پوړو ته ورساوه. د پوړو په یوه پله کې یې پښه برابره کړه، ودرېد او مخ په پورته روان شو. د جمپر له جېب…

د ګلونو ګېډۍ_ لنډه کیسه

تورپیکۍ په دفتر کې د کار د مېزشاته ناسته وه. سبا ته د لوی اختر اوله ورځ وه. هوا سمه توده وه. د مېز په سر ورته د کافي ډکه پیاله پرته وه، دوه غوړپه یې ورنه وکړل، نوره یې حوصله تنګه شوه، له ځایه پاڅېده، مخامخ د دفتر کړکۍ خواته لاړه، د شعبې د…

لوبه_ لنډه کیسه

په ستوني کې یې د درد احساس کاوه، اوس یې هم غوښتل وژاړي، دومره چې پلار یې د تل په څېر غوښتنه ومني. د پلار له لاسه یې آیس کریم واخېست او د موټر د خلاصې دروازې نه یې د باندې واچاوه. بېرته یې ژړا ته زور ورکړ، دا ځل پلار ورته موسکۍ نشو، په قهر…

کلیزه

د نوي کال دوهمه ورځ وه. جانان له خپل ښاره لرې، په بل ښار کې و. په دې ورځو ـ شپوکې په دې ښار کې، د هغه کار ښه چلېده او په هوټل کې به یې د مېلمنو بیروبار زیات وو. له کوره لرې تلل که څه هم ورته ډېر ګران وو، زړه مور یې یواځې په کورکې پرېښودله…

ونه – د مڼو مور

دمارچ د اتمې په پار شمال په تېزه چلیده. اسمان سم مرور ښکارېده، غړمباړی یې واهه خو اوښکې یې نه تویولې. ښځه د مڼو ډکې ونې ته مخامخ ولاړه وه، تر ډېر مزله وروسته هغې د ښار په دې څنډه کې د سرک پرغاړې د مڼو دغه یوه ونه موندلې وه. درې ورځې کېدې…

د ټېمز غاړه

د کوټې غولي ته د لمر وړانګه راولوېده، زرغونه پوه شوه چې د باندې اوړی شوی، ولې چې د لمر وړانګه یوڅه توده وه. د لمر وړانګې د هغې د پښو زخمي شوې ګوتې هوسا کړې. د کوټې دروازه ورو خلاصه شوه، سپین کوتري رامنډه کړه، د هغې مخې ته په دوو پښو…

سور کمیس _ لنډه کیسه

خپل دستکول یې اپارتمان ته په ننوتو د دهلېز په غولي وشاړه، له پنډو پنډو غوښنو پښو څخه یې بوټونه ووېستل، همداسې پښې یابلې د خوب کوټې ته ننوته، په یو درز یې ځان د خوب پر کټ وغورځاوه. له دې سره له تخته نازک نرم غږ زنګ زنګ پورته شو. د ستومانۍ…