لوبه_ لنډه کیسه

وږمه سبا عامر

854

په ستوني کې یې د درد احساس کاوه، اوس یې هم غوښتل وژاړي، دومره چې پلار یې د تل په څېر غوښتنه ومني. د پلار له لاسه یې آیس کریم واخېست او د موټر د خلاصې دروازې نه یې د باندې واچاوه. بېرته یې ژړا ته زور ورکړ، دا ځل پلار ورته موسکۍ نشو، په قهر شو، سترګې یې پرې راوویستې او د څپېړې ورکولو اخطار یې ورکړ، خو هغه په یوه سا مور غوښته.

موټر د ځنګله دننه د لویې لارې په سر د صبر د ونو خواته ولاړ و، د پلار ترڅنګ ناستې مېرمنې ورته بد بد کتل. هغې غوښتل چې د مسرت ژړا ترکنټرول لاندې راولي خو یواځې یې بد بد ورکتل نور یې څه نه ویل.

مسرت درې کلن و، سمې خبرې یې نشوای کولای، په نیمه ژبه یې د شنو سترګو مېرمنې ته زیاتې ښکنځلې وکړې، زړه یې خپه و، چې هغه ولې د ده د پلار لاسونه په لاسونو کې نیسي، او تل ورنه غیږه تاووي. هغه پلار یواځې د ځان ګاڼه، ځکه مور ورته ویلي وو، چې بابا یواځې او یواځې د ده دی.

ښځې په سترګو کې سړي ته وکتل، هغه له موټره کوز شو د شا سیټ ته لاړ او د ده لاسونه یې ونیول، ښکل یې کړل، د جمپر له جېب څخه یې پیسې را وویستې او ده ته یې ونیولې، ورته یې وویل، چې دا واخله وروسته به ځو هغې سترې مغازې ته او ښه ښه د لوبو شیان به ځان ته واخلې.

خو هغه بس مور غوښته او بس، سړي د تل په څېر دستمال له جیبه وویست، هلک د دستمال په لیدو خپلې ژړا ته نور هم زور ورکړ، اوس پوه شو چې نوره ژړا ورسره مرسته نه کوي، لوبه پیلیږي.

پرمخ یې د څپېړې د درد احساس وکړ، خو سترګې یې تړل شوې وې، د موټر دروازې بندې وې، په موټر کې لوړ موزیک اورېدل کېده، د موزیک منځ کې د شین سترګې ښځې چیغې هم اورېدل کېدې.

هلک ستومانه و، زړه یې تنګ و، ژړا یې له لاسه نه کېده، بس منتظر و چې پلار یې له سترګو دستمال لرې کړي.

د ښځې چیغې له موزیک سره سمې برابرې شوې، ده د وېرې احساس وکړ، موزیک غلی شو، پلار یې د ده له سترګو دستمال لرې کړ، ده سا واخیسته. د موټر له ښیښې د باندې په ځمکه ویلي شوي ایس کریم ته، بیا یې د موټر مخکې خوبوړې شین سترګې ته وکتل.

موټر روان شو، تر ښه مزل وروسته، شین سترګې د کوزېدو وخت کې د ده پلار ښکل کړ، بیا تر کوره پلار یوه زارۍ هم ورته ونه کړه، او نه یې هغې لویې مغازې ته بوته چې د لوبو شیان واخلي.

کورته په رسېدو، مور د کور په دروازه کې اوتره ولاړه وه، د ده په لیدو یې غیږه خلاصه کړه، بس د مور په خواږه غږ کې یې واورېدل: دا ولې دومره تود دی؟ دا خو مې په غیږه کې لاړ ویده شو.

کال ۲۰۱۶ د فبرورۍ ۱۴

څلورم پراګ – چیک جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.