لونګینه

وږمه سبا عامر

1,376

تېرماښام و، جمال د کوټې د کړکۍ خوا ته غلی ولاړ و. مخامخ ورته د ژۍ په سر لوی د سیل پارک ښکارېده. خال خال څراغونو د پارک خاموشۍ ته یوڅه ماتې ورکړې وه. لاندې خاموشه کوڅه، یواځې د ګاونډیانو پارک کړي ګاډي ولاړ وو. مخامخ پارک هم په تیاروکې ډوب و. که څه هم د ورځې له دې ځایه د پارک ښکلا، شینکی چمن او سره ګلونه ډېر زړه راښکونکي معلومېدل، خو اوس اسمان په ورېځو پوښل شوی و. د جمال نننی ماښام هم لکه د مخامخ پارک او د خاموشې کوڅې د تورتمونو په شپول کې ګېر و.
خپل د لاس ګړۍ ته یې وکتل، نږدې ۱۱بجې وې خورنګینه، لا کورته نه وه راستنه شوې.
د ویسکي له پیالې یې یو غټ ګوټ وکړ، ستونی یې ورته وسوزاوه، د سګرېټو لوګی یې له خولې هواته خوشې کړ خو اوس تیاره وه او هغه نشوکولی د سګرېټو د لوګي نڅا او پنا کېدل وګوري. د ماښام ډوډۍ چې رنګینې ورته وار له مخې پخه کړې وه، هماسې پر مخامخ مېز پرته وه.
جمال د ویسکي له پیالې سره د خوب کوټې ته ستون شو. څراغ یې بل کړ. د خوب پر کټ کېناست اوټوله پیاله یې په یوه غړپ په سر واړوله. بیا یې پیاله د کوټې د غولي منځ ته وشړله خو هغې مقاومت وکړ او ماته نشوه. موسکی شو، پیاله هم ورته رنګینه رنګینه ښکارېده. په شا مات شو او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. مور او ورور ور په زړه شول. ورور ته یې ټیلیفون وکړ. څو وارې زنګونه شا په شا لاړل خو چا ځواب ورنه کړ. مور ته یې ټیلیفون وکړ. تر څو زنګونو وروسته یې د مورغږ ترغوږه شو:
ـ بلا دې واخلم جماله ته یې؟
– هو مورې! څنګه یې؟
– ښه یمه، ولې دې دومره ناوخته زنګ وهلی؟ دلته نږدې سهار دی، نفلونه مې کول، خیر خو دی زویه!
– خیردی مورې، بلکل خیردی، خوب نه راته.
– بیا دې په سراړولي، رنګینه چیرته ده ؟
-هاهاها رنګینه؟ رنګینه شوې، هغه بیا د خپلو همکارانو پارټۍ ته تللې.
– ته ……؟
-زه خو نو خدای همداسې یواځې پیداکړی یم.
نور نو د جمال د خبرو وس نه و، موبایل ورنه لاندې د کوټې پر غولي پرېوت. د رنګینې هغه زارۍ ورپه زړه شوې چې دلته اروپا ته له راتګ وړاندې یې ورته کړې وې. هغه په دې بهرنۍ کمپنۍ کې کار ته څومره خوشاله وه. یو لمن زارۍ یې کولې، باور یې ورکولو چې څنګه اروپا ته ورسېږي، په میاشت ـ نېمه کې به ده ته هم کار پیدا کړي. خو اوس پینځم کال په تېرېدو و، د کار څه پته نه لګېده.
رنګینه، اوس هغه معصومه رنګینه هم نه وه پاتې، هغې بله دنیا درلوده. ده ته ښه احساس کېده چې هغه ورسره اوس د پوهنتون او د کوژدنې د ورځو په شان علاقه نه لري. هرڅه ورته بدل بدل ښکارېدل. چې کله به د مینې بحث راغی نو هغې به سمه دعوه درلوده چې د ده مینه کمه شوې، خو ده به تل ورته ویل:
– هغه ماښامونه چې ته د دفترله همکارانو سره تېروې، ماسره اوسه.
خو هغې به تل همدا ویل:
– بس د کار مجبوري ده، که لاړه نشم، بیا ټول را نه خپه کېږي.
جمال ته دغه ګیله درېده چې د نورو لپاره د ده ماښام غرقوي. زړه کې به یې تېر شول، زه باید تل خپل ماښامونه د هغې لپاره قرباني کړم. څو ځله یې د کار موندلو هڅه کړې وه، خو هغسې کارونه ورته نه پيدا کېدل چې ده به په وطن کې کول. د رنګینې معاش، دبدبه او د ژوند سټایل ټول لوړ وو. ده ته د کار ډېر ضرورت هم نه پاتې کېده خو د زړه د تنګوالي سره یې څه کړي وای؟ رنګینه په دې وطن کې په خپل کار ډېره خوشاله وه او وطن ته د ستنېدو په خبره به سمه سره مچۍ شوه.
جمال د سوچونو په نړۍ کې ورک و. خپلې اوښکې یې پاکې کړې. نه یې غوښتل رنګینه یې ننداره وکړي. سر ورباندې دروند و. په خپل ځای کېناست، مخامخ یې پر سینګار مېز د رنګینې او خپل د واده عکس ته وکتل. د میز د پاسه د هغې د سینګار سامانونه هم په منظمه توګه اېښودل شوي وو. د میزله پاسه یې د هغې سرخي راواخېسته، سر یې ورته خلاص کړ، ښه یې ورته وکتل، موسکی شو:
– ته ترماښه یې، د هغې پر شونډو همدا اوس خوره یې او د نن شپې په پارټۍ کې به د هغې هره خبره، ټوکه اوخندا ګورې خوزه ترتا هم ټیټ مقام لرم. بیا یې هغه مات رامات کړ، په غوسه یې وویل:
– په تا خو مې زور رسيږي، ستا په ځورولو نه پولیس راځي او نه محاکمه کېږم، ځکه چې ته حقوق نه لرې. تا خو له منځه وړی شم. د لبسیرینو په ماتولو یې زړه لږ سپک شو، اشپزخانې ته لاړ، د ډوډۍ پر میز د ویسکي بوتل پروت و، هغه یې را واخېست، ویې لیدل چې یوه څاڅکې ویسکی هم نه ده پکې پاتې. بیرته زنګېدلی د خپل تخت په لوري روان شو خو تر هغې وړاندې یې پښې سپکې شوې او په غولي کې پرېوت.
د لمر وړانګو یې سترګې ور وتخنولې. سترګې یې روڼې کړې. ویې لېدل چې بالښت یې تر سر لاندې اېښودل شوی، نرۍ کمپله پرې هواره ده او رنګینه پر تخت په ارامه او هوسا خوب تللې ده.

کال ۲۰۱۳، جولای ۲
پراګ ـ چېک جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.