کلیزه

وږمه سبا عامر

842

د نوي کال دوهمه ورځ وه. جانان له خپل ښاره لرې، په بل ښار کې و. په دې ورځو ـ شپوکې په دې ښار کې، د هغه کار ښه چلېده او په هوټل کې به یې د مېلمنو بیروبار زیات وو.
له کوره لرې تلل که څه هم ورته ډېر ګران وو، زړه مور یې یواځې په کورکې پرېښودله خو بیا هم د غوټۍ مینې هغه له ځان سره تل بوخت ساته.
جانان دا وار د کال نوې شپې د غوټۍ د مینې په فال نیولې وې. هغه ښې ډیرې پېسې ګټلې وې، زړه یې و چې څو ورځې نورې هم په خپل هوټل کې تېرې کړي خو تېره شپه ور په زړه شول چې سباته یې کلیزه ده او دی مجبوره دی چې کور ته ستون شي، له غوټۍ سره وویني او د هغې سره د کور خواته نږدې رستورانت کې کېنې او موسیقي واوري. غوټۍ خبره نه وه چې نن د جانان د کلیزې ورځ ده ځکه چې د دوستۍ یې زیاته موده نه کېده او جانان هم ورته کله په دې اړه څه ذکر نه و کړی.
جانان د خپل موټر په جلو ناست و، پښتو موسیقي یې اوریده. وار په وار به پر خپل موبایل د انټرنیټ پاڼې ته تلو او د غوټۍ پیغام به یې لټاوه خو هلته هېڅ هم نه وو. د ورځې لس بجې وې خوبیا هم د غوټۍ د پیغام څرک نه لګېدو. هغه همداسې په سوچونو کې روان و. د تېر ماښام وروستي پیغامونه یې ترنظر تېرکړل، داسې کومه غلطي هم ورڅخه نه وه شوې چې هغه دې ورنه مروره شي، ټول د مینې او وفاپیغامونه یې ورته لیکلي وو. زړه یې ناقراره شو، په هم دې وخت کې په ټیلیفون ورته زنګ راغی، پرته له دې چې نمبر وویني اوچت یی کړ:
ـ هلوګرانې
– هلو،زویه! قربان دې سمه.
– اوه، ادې ته یې؟
– هو زویه! ماویل نن به راشې، کلیزه دې ده.
– مننه، جاردې شمه، دا دی در روان یمه.
– د کبابو لپاره درسره غوښه هم راوړه چې وروڼه دې راځي.
– سمه ده ادې.
جانان د خپلې مور خبرې زر، ور لنډې کړې. بیا خپل برېښنالیک ته لاړ، مسینجر یې وکوت، فیس بوک ته یې هم سر ورښکاره کړ خو غوټۍ پر ځمکه ننوتلې وه. ځانته په ښکنځلوشو، په موبایل یې ورته زنګ وواهه، زنګ هم نه ورته حیران شو.
کلیزه، د ژوند رنګینه ورځ او د غوټۍ ترۍ تم کیدل؟ په سر یې درد شو، درې ساعته یې لاره وهلې وه، څلورساعته نور مزل ورته پاتې و. د سهار ناشته یی هم نه وه کړې، اوس نږدې غرمه وه، سم وږی و خو خوراک ته یې زړه نه کېده، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، غوښتل یې موټر له (موټروی) نه ګوښه کړي اوښه زړه تش کړي، بیا یې تکرار غوټۍ ته پیغام ولیږه:
– چیرته یې؟ راشه مرمه درپسې. د خدای لپاره یو ځواب، تا دې الله راته وساتي.
تېر ماسپښین و چې کور ته ورسېدو. د اپارتمان د دروازې د زنګ بتڼې ته یې فشار ورکړ، له لږ ځنډ وروسته زړې مور ورته ورخلاص کړ، پر مخ یې ښکل کړ. بیا یې ورته په مهربانه انداز وویل:
– کلیزه دې بختوره قربان دې سمه، صدقه دې سمه زویه.
ده هم ورته په ناز وویل:
– ګوره ټول کارونه مې خوشې کړل د تالپاره راغلمه.
– الله! بلاګۍ دې واخلمه، غوښه دې راوړه؟
– اوف ادې سر مې په درد دی رانه هېره سوه.
-نو ولې؟ هغه ټول مېلمانه، ورونه، وریندارګانې به دې څه خورې؟
جانان مور له لاسه ونیوله، صالون ته یې بوتله، پر ابي رنګه کوچ یې کېنوله، مخامخ په ځمکه په ګونډو ورته کېناست او ویې ویل:
– ادې! مه خپه کیږه، شوله، چکه، کوفته اوساده پاده سالګره به وکړو.
موبایل یې له جیبه وویست او بیا د غوټۍ د پیغام په لټون کې شو، مور یې ورته پام شو او ورته یې وویل:
– دا بلاګی دې بیا په لاس کې نیولې؟ راځه چای درته راواخلمه.
جانان تشناب ته لاړ او هلته یې بیا غوټۍ ته پیغام ولیکه، نور نو سرپرې څرخېده، هره شېبه ورباندې د قیامت په شان تېریده. زړې ورته چای د کمپیوټر د میز د پاسه کېښودې او دې ته انتظاروه چې هغه خپل کار خلاص کړي او نوره سودا راوړي. څووارې یې خواته ورغله او ورته یې وویل:
– په دې نن ورځ هم له دې بلاګي څخه خلاص نه یې؟
جانان هماغسې سرګردانه و، نه موبایل ځواب ورکاوه، نه د غوټۍ پیغام ورته راته، تېر ماښام و چې د مشر ورور مېرمن یې له بچیانوسره راورسېده، و یې لیدل چې خیروخیریت دی، نه کباب شته، نه موزیک، غلي یې له خواښې نه وپوښتل:
– ادې جانان خوښه دی؟ تاوان ماوان خو به یې نه وي کړی؟
– نه لورې!
– نو تاسو خو ویل کلیزه ده؟
– خدای خبر؟
په دې وخت کې د جانان په مخ رڼا وځلیده، ځان سره موسکی شو، وریندارې ته یې وکتل او ورته یې وویل:
– اوس به هرڅه برابرشي. ادې! لاړمه کباب او نورې سودا پسې.
خپله نسواري رنګه چرمي جمپر یې واغوست او د سترګو په رپ کې د اپارتمان لاندې مخامخ پارک ته یې ځان ورساوه، غوټۍ ته یی غاړه ورکړه:
– لېونۍ مړدې کړمه، چېرته وې؟ نه پیغام، نه کلام.
– مور مې موبایل ګیرکړ، راته یې زرې زرې کړ.
– نو بیا…؟
– دا دی بل مې واخېست، له یوې ملګرې مې پیسې پور کړې.
– پوهېږې نن مې کلیزه ده؟
– څه؟ کلیزه؟ نو ما خو درته تحفه …؟
– دا دی ته په خپله تحفه یې، ستا دیدن.
جانان د هغې په لاس کې پېسې کېښودې ترڅو د موبایل قرض خلاص کړي.

پراګ ـ چیګ جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.