څاڅکي

وږمه سبا عامر

917

د باران څاڅکي د کړکۍ نه د باندې په نرۍ اوسپنې لګېدې او د لګېدو سره به یې د ټک ټک اواز د نارنجې د سر درد لا نور هم زیاتوه. د باران ورېدل، پورته اسمان ته کتل او د باران له څاڅکو څخه خوند اخېستل، دا ټول ورته بې خونده شوي وو. د باران په لیدو به یې په زړه باندې تیاره راغله. خپه به شوه او د کوټې ټولې کړکۍ به یې بندې کړې، عین تردې چې د کوټې پردې به یې هم کش کړې، چې د باران مخ هم ونه ویني.

خو نن شپه باران تېز ورېده او د څاڅکو تړقا د هغې خوب نارامه کړی و. ځان یې نور هم په کمپلې کې ورغونډ کړ. د سر درد یې نور هم زیات شو. له ځایه پاڅېده، غلی یې د کوټې ګروپ ولګاوه، په المارۍ کې د مسکنو (درد ختمونکیو) ګولیو په لټه کې شوه، خو بریالۍ نشوه. په سوچ کې لاړه، که چای ځان ته دم کړي؟ نه دا خو یې هم له لاسه نه دي پوره. بس بیا د جامو په المارۍ کې په لټون شوه.

شېبه وروسته ګلابي او سپین رنګه د غاړې پوست دستمال یې د المارۍ څخه راواخېست. دستمال ته یې ښه په ځیر ځیر وکتل، سپږمو ته یې نږدې کړ، د دستمال خوږه وږمه یې احساس کړه، سترګې یې ډکې شوې، ښه یې وژړل. بېرته خپل ځای ته لاړه، سر یې په دستمال کلک وتاړه چې ګوندې لږ یې درد په قلار شي. خوب ورنه تښتېدلی و، ورو ورو یې د درد د قرارېدو احساس وکړ.  په دې وخت کې یې موبایل وشرنګېده. ویې لیدل چې برېښنالیک و. په وارخطایۍ یې د پرانیستلو تڼۍ کېمنډله، هلته لیکل شوي وو:

-سلام ګرانې او زړه ته رانږدې مورې! لاسونه دې ښکلومه، تل درته دعاګانې کومه چې راته روغه او خوشاله اوسې. همدا اوس به ته په خواږه خوب ویده یې خو زه د سیند په غاړه ناسته یمه. د ښار د اوچتو اوچتو ودانیو رڼا ګانو د سیند اوبو ته زیاته ښکلا وربخښلې ده، دا رڼاګانې ماته داسې ښکاري لکه ستا اوښکې چې وي. ما له اوس هم یادیږي چې تا به د پلار له لاسه ژړل. اوس چې کله هم باران کېږي یا تلنده وي نو وېرونکی غږ راته د پلار د غصې په شان ښکاري. هغه به چې ته وهلې، نو ما او نازکې به ژړل، هغه به  موږ له هم په قهر شو او راله به یې وویل: ځئ ورکې شئ، د خوب کوټې ته  لاړې شئ.

مونږ به ستا چیغې اورېدې، نازکه به له وېرې زما په غیږه کې پټه شوه. ما به دعاګانې کولې چې خدایه! د مور او پلار ترمنځ مو جګړه ختمه کړې. د پلار په زړه کې مو د مور لپاره مینه زیاته کړې.  ستا د چیغو د کرارېدو سره به زړه ته مې سکون راغی، له خدای څخه به خوشاله شوم. ما به سوچ کاوه، دعا مې قبوله شوه، پلار مهربانه شو، خو ستا د ژوبل ژوبل مخ، لاسونو او تار تار شویو ویښتانو په لیدو چې مې کومه وېره په زړه کې راغلې وه، هغه تر اوسه راسره ده.

مورې!  خوږې مورې!

ته ډېره حسینه یې، لویه سینه لرې، ستا حوصلې ته سلام کومه. زړه مې غواړي ټول وجود دې ښکل کړمه، ستا لاسونه، ستا سر، ستا پښې اوستا مخ، چې تل زما د پلار له لاسه شکنجه شوي. خو تا د یوې شرقي مېرمنې د عفت د ساتلو له پاره د هغه ټول ظلمونه په ځان منلي وو، زموږ په خاطر چې ګوندې راحت ژوند ولرو او د پلار له مینې څخه محروم نشو. خو مورې زه به تا غوندې غټ زړه ونه لرمه، زما وجود د بل د لاس د ضربې توان نشي زغملی. زه ځان ډارنه او ناتوانه احساسومه.

مورې! زړه مې زیات خفه دی. سترګې مې د اوښکو څخه ډکې دي. دا برېښنا لیک هم د زړه په زور لیکم، کنه نو حوصله نه ده را پاتې. مورې! څو شېبې مخکې د سیند په پورې غاړه کې، په مخامخ ښکلي رستورانت کې مې د خپل شپږم سرسخته مین د واده شپږم وړاندیز و نه مانه. د هغه سترګې راته د پلار د سترګو په شان نامهربانې وبرېښېدلې. زه نه غواړم چې ټول عمر مې لکه ستا په شان اوښکو ته وسپارمه.

خوږې مورې! تردې برېښنا لیک وروسته زه دا ښار د تل لپاره پرېږدمه، د خپلې خور خوا ته ځمه، د هغې سره یو ځای خپل ټول عمر د بې سرپرستو ماشومانو په خدمت کې تېرومه. غواړمه یوه مهربانه مور و اوسېږم. نه غواړم د یوې شرقۍ مجبورې مېرمنې په شان ژوند وکړمه.

اوس د نارنجې د سر درد ارامه شوی و او د سکون احساس یې کاوه. سترګې یې پټې کړې، سوچ یې کاوه چې د نازکې او بڼکې سره یو ځای د وریځو په منځ کې ارامه ارامه الوځي.

۲۰۱۴ د سمبر ۱۹

پراګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.