ونه – د مڼو مور

وږمه سبا عامر

1,004

دمارچ د اتمې په پار

شمال په تېزه چلیده. اسمان سم مرور ښکارېده، غړمباړی یې واهه خو اوښکې یې نه تویولې. ښځه د مڼو ډکې ونې ته مخامخ ولاړه وه، تر ډېر مزله وروسته هغې د ښار په دې څنډه کې د سرک پرغاړې د مڼو دغه یوه ونه موندلې وه.
درې ورځې کېدې چې له کونډې ښځې څخه بچو یې تازه مېوه غوښته خو هغې یې د اخیستو توان نه درلوده. ماشومان د ونې په لیدو خوشاله شول. مشر زوی مورته وویل:
– د ونې ښاخونه ډېر لوړ دي، ونې ته د ختو چل هم نه راځي؟
مور ورته غلې ولاړه وه، په سوچ کې تللې وه، دویم زوی یې وویل:
– مونږ سره خو کوم اوږد لرګی هم نشته چې د ونې ښاخونه پرې وښوروو چې مڼې را وغورځېږي؟
باد مستي وکړه، دومره مستي چې نږدې وه د کونډې زامن په هوا کړي. هغې خپل دواړه لاسونه له زامنو ورتاو کړل، د ونې ډډې ته یې تکیه وکړه. له پاسه ډېرې مڼې را وغورځېدې. باد ودرېده، د کونډې زامنو په وړو وړو شکورونو کې سمې ډېرې مڼې ټولې کړې.
ښځې خپلو زامنو ته کتل، بیا هم په سوچ کې تللې وه. مشر زوی یې مڼه له ځمکې پورته کړه، پرته له دې چې ویې وینځي، خولې ته یې نږدې کړه. په دې وخت کې د کونډې زړه کې برېښ شو، زر یې د هغه له لاسه مڼه واخېسته او له خوړولو څخه یې منع کړ، ورته یې وویل:
– دا مڼې به نه خورو، دا به د کوټو په چتونو ځوړنډوو چې خوشبوهي یې تر ډېره وخته زمونږ په کورکې وي.
خو زوی یې په ژړا شو او مورته یې ورغبرګه کړه:
– مورې! مڼې خو د خوړو لپاره وي؟
– نه نور خلک به یې خوري خو مونږ یې نه خورو.
ښځې دا خبره وکړه، ونې ته یې غیږه ورکړه او تر شونډو لاندې یې غلې ونې ته څه وویل. روانه شوه، پر لاره زر زر روانه وه، زامن یې خپه خپه وو، هر یو یې تر سترګو لاندې خپلې مورته کتل او بیا به یې خپلو لاسونو کې ډکو ټوکریو ته. ښځې په تلو تلو کې څو وارې تر شا وکتل، په وروستي وار یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، نور تر شا پاتې ونه ورته نه ښکارېده. دویم زوی یې زېرک و، د مور اوښکو وځوراوه، زر یې وپوښتله:
– مورې! ولې ژاړې؟ موږ خو ستا هره خبره منو، دا دی دا مڼې هم نه خورو، کنه زړه خو مو غواړي.
مور یې ورته په ځواب کې وویل:
– وخورئ بچو ویې وخورئ.
د مور په دې خبره مشر زوی یې موسکی شو ویې ویل:
– مورې! تا ولې مخکې پرېنښودو؟
– زویکه! کله هم د یوې ونې په مخ کې د هغه د اولاد خوړل ښه کار نه دی؟ که څه هم خدای پاک دا زموږ لپاره روا کړي.
ماشومانو وخندل او د مور خبره یې سره په مسخره واخیسته خو مور ورته وویل چې هغه ونه د دې مڼو مور وه او دا مڼې اوس ژوندۍ نه دي. دوی چې له ونې جلا شوې نو مړې شوې. ځکه خو ویل شوي چې مڼې او نورې مېوې اول مینځئ او بیا یې خورئ، ځکه چې د مور په وړاندې د اولاد خوړل لویه ګنا ده. مور کله هم دا دردونکې صحنه نشي لیدلی.

د جنورۍ ۲۵ مه کال ۲۰۱۶
څلورم پراګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.