د ټېمز غاړه

وږمه سبا عامر

862

د کوټې غولي ته د لمر وړانګه راولوېده، زرغونه پوه شوه چې د باندې اوړی شوی، ولې چې د لمر وړانګه یوڅه توده وه. د لمر وړانګې د هغې د پښو زخمي شوې ګوتې هوسا کړې.
د کوټې دروازه ورو خلاصه شوه، سپین کوتري رامنډه کړه، د هغې مخې ته په دوو پښو کېناست او لکۍ یې وښوروله، دوه وارې وغپېدو، زرغونه پوه شوه چې وږی شوی او خوراک غواړي، له ځایه ولاړه شوه، پخلنځي ته لاړه، د یخچال خوا ته د المارۍ څخه یې د هغه مخصوص خوراک راواخېست او په البۍ کاسه کې یې ورته واچوو. کوتری په خوراک شو، هغه ورته مخامخ کېناسته، د هغه په سر یې لاس تېر کړ، ورته یې وویل: – شکر چې ته خو یې، له تاسره خبرې کوم، د زړه درد ارامومه.
په سترګو کې یې اوښکې ډنډې شوې، په زړه یې بېرته دغم څپه راغله، بیرته د خوب کوټې ته ستنه شوه، د خوب په تخت کېناسته، مخامخ په دیوال ځوړند تصویر ته یې وکتل، تصویر یې راواخېست. په تصویر کې د ټیمز پر غاړه د جمال سره ولاړه وه، تصویر د واده د لومړیو میاشتو خوږې شېبې انځورولې.
هغې د تصویر د له منځه وړلو هڅه وکړه، خو زر یې د خپلو پښو ژوبلو شویو ګوتو ته وکتل، او د خپل هوډ څخه واوښته، وډاره شوه، که تصویر له منځه یوسي، نو جمال به ماښام ته راځي او د دې په خوله کې به دستمال وردننه کوي، لاسونه او پښې به ورتړي او په مرګ به یې ډبوي.
په سترګو کې یې اوښکې راغلې، کوتری دننه د خوب کوټې ته راغی او د دې خوا کې په تخت باندې کېناست، د دې اوښکوته ځیر شو، بیا یې وغپل، هغې په غیږ کې ونیوه، د یو ماشوم په څېر یې ورته وویل:
– خپه شوې؟ دا ده نه ژاړمه ملګریه!
جمال د اپارتمان ټولې کړکۍ له باندې خوا څخه په زرغون رنګه پلاستیک بندې کړې وې، چې زرغونه د باندې دنیا ونه ویني، او کړکۍ یې له د ننې خوا په میخونو باندې داسې بندې کړې وې، چې د زرغونې پلار هم نشوای خلاصولی.
د هغې لویه کمزوري دا وه چې انګلیسي یې نه وه زده. په کورکې نه موبایل و او نه د ټیلیفون مزی چې هغې له پولیسوڅخه مرسته غوښتې وای.
د جمال او زرغونې کیسه هغه وخت خرابه شوه، چې د جمال یو ملګري او مېرمنې یې زرغونه په غوږ ووهله چې خپل سړی قابو کړي، له بدو لارو یې راوګرځوي، خو زرغونه خبره نه وه چې له دې کار سره به هغه ټول عمر کوټه قلفي شي، د مینزې غوندې به د جمال جامې وینځي، کور به پاکوي او د کوتري خدمت به کوي.
جمال ترحده وتلی زیرک و، زرغونه یې د ښځو د ډاکټرې په ځای د اعصابو ډاکټر ته بولې وه، او کیس یې ورته اچولې و، چې د هیواد دننه د جګړو له امله په رواني ناروغۍ اخته ده، او ډاکټر ورته د اعصابو د کرارولو او د خوب دواګانې ورکړې وې، نو د کور د کړکیو د بندولو لپاره ښه وسله په لاسه ورغلې وه.
زرغونې د لوږې احساس وکړ، له یخچاله یې یوه دانه هګۍ راواخېسته، ځانته یې په غوړو کې سره کړه. هګۍ او ډوډۍ یې راوړل، هغې کوټې له راغله چې د کړکۍ له برې خوا لمر ورننووت. جمال د هرې کړکۍ پر سر کې د څلورو ګوتو په اندازه ځای همداسې پرېښی و، چې کوټو ته لمر دننه شي. زرغونې به د ورځې له خوا هم ګروپونه روښانول. کله کله چې به یې زړه ډېر تنګ شو نو په میز باندې به یې چوکۍ کېښوده او باندې د ښار اپارتمانونو او لاندې اوږد سرک ته به یې کتل.
هغې هګۍ وخوړه، کوتري سره یې لوبې راواخیستې، بس زړه یې تنګ شو، لاړه د خوب کوټې ته د سینګار میز له سره یې د مریو او تارونو ټوکرۍ راواخېسته، له مریو څخه د جوړې شوي لارۍ نیمګړي کار باندې یې پیل وکړ.

کال ۲۰۱۶، د فبرورۍ ۱۵
څلورم پراګ – چیک جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.