مینه والې لنډۍ/ دوهمه برخه
اول دې وېل په کار مې نه یې
اوس راته وایې چې مین درباندې یمه
اول دې وېل چې را مئین شه
اوس راته وایې چې خپل کار کوه مئینه
اول روژه وي بیا اختر وي
په بېلتانه پسې وصال راځي مئینه
اول مې فکر درته نه وو
اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دینه…