د کوچني اختر جشن په وردګو کې، لومړۍ برخه

ګل آغا احمدي وردګ

695

د بشر د ژوند نظام داسې تنظیم شوی چې مقیاس یې د غم او ښادۍ په ستنو ولاړ دی او انسانان د خپل ژوند په بهیر کې هرو مرو ښې او بدې ورځې تجربه کوي. له همدې کبله هره انساني ټولنه په ژوند کې د خوښیو او غمونو ورځې لري، د خوشحالۍ او خپګان شېبې پرې راځي او ژوند یې د غم او خوشحالۍ له خاطراتو څخه مالامال وي. همدارنګه هره انساني ټولنه د ژوند د خوښیو په برخه کې یو شمېر ځانګړي دیني، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه لري، مېلې او اخترونه یې مهمې برخې دي او د خدایي حق سره سم د خپلو اخترونو پر مهال د خوښۍ اظهار کوي. همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې انسانان هڅه کوي چې خپل دیني، ټولنیز، کلتوري او فرهنګي ارزښتونه، دودونه او عنعنات د نورو په وړاندې په ښه شکل د نندارې ډګر ته وړاندې کړي، ویې ساتي، د پراختیا هڅه یې وکړي او نورو انسانانو ته یې په موثره توګه ور و پېژني. د اسلامي امت لوی او کوچنی اختر هم د دې سترې لړۍ له جشنونو څخه دي چې اسلامي نړۍ یې هر کال د ځانګړو مراسمو په درشل کې نمانځي.

د کوچني او لوی اختر ورځې د مسلمانانو دوه لوی کلني دیني جشنونه دي چې د هر کال په اوږدو کې له یو بل څخه په کمه فاصله کې د اسلامي نړۍ د وګړو پر ژوند مېلمانه کېږي. دغه دواړه اخترونه (کوچنی اختر او لوی اختر) له خپل ځان سره د ځانګړي عبادت تر څنګ ډول ډول خوښۍ راوړي او د اسلامي امت پرګنې یې د مشترکو دیني مناسکو او بېلابېلو کلتوري ارزښتونو په توګه نمانځي. همدارنګه د دې ستر امت هره انساني ټولنه په دې برخه کې بېلابېل دودونه، عنعنات او رواجونه لري.

په افغانستان کې مېشت قومونه د کوچني او لوی اختر په باب یو شمېر مشترک ټکي او یو شمېر ځانګړې نمانځنې لري، په هېواد کې مېشت قومونه، قبیلې او پاړکي لوی او کوچنی اختر د ځانګړو مراسمو په ملتیا سره نمانځي او د اخترونو په خوښیو کې ګډون کوي چې په دې قومونو کې وردګ قوم هم شامل دی او د لرغونو دودونو سره یو ځای د لوی او کوچني اختر په ویاړ د خوشحالۍ جشنونه جوړوي.

مشهوره لنډۍ ده چې وایي:

ته د اختر په سبا راشه 

زه به درووزم تورې سترګې سره لاسونه

موږ غواړو چې د لیکنې د همدې سلسلې په لړ کې د وردګو د کوچني اختر د دودونو په هکله د لاسته راغلیو معلوماتو یوه لړۍ وړاندې کړو او په هغو مراسمو ځغلنده نظر له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو چې وردګ قوم یې د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د کوچني اختر په مناسبت اجرا کوي او کوچنی اختر (عید سعید فطر) نمانځي. باید وویل شي چې وردګ قوم په افغانستان کې د نورو مېشتو قومونو په څېر یو دروند، عزتمن، علمي او لرغونی قوم دی، د وردګو په سیمه کې مېشت وګړي د کوچني اختر مشترک او ځانګړي اساسات لري او خپلې اختریزې خوښۍ د رنګارنګ مراسمو په ترځ کې د نندارې ډګر ته ږدي. په دې ځای کې د همدې سلسلې لومړۍ برخه وړاندې کېږي.

 

چمتوالی

د وردګو د کوچني اختر د چمتوالي په مرحله کې یو شمېر اقدامات تر سره کېږي لکه:

۱. د مسافرو راتګ: د امکان په صورت کې خپلو کورونو ته د کوچني اختر په مناسبت له لرې او نږدې سیمو څخه مسافر وردګ خپلو کورونو ته راځي او د اختر خوښۍ د خپلو عزیزانو، خپلوانو او کورنیو له غړو سره تېروي. مشهور پښتو متل دی وایي چې: «سل روپۍ پور کړه، د اختر ورځ په کور کړه.» له ۱۳۵۷ هجري لمریز کال څخه د مخه به د وردګو سیمې ته د مسافرو راتګ رنګینه بڼه درلوده، هېڅ شخص په بل چا کار نه درلود، هېچا د بل چا په ژوند کې لاسوهنه نه کوله، ټوله سیمه د سولې په ورېښمینه فضا کې زنګېده او وردګ مسافر به په ډېره ډاډمنه توګه، آزادۍ او بشپړ اطمئنان له لرې او نږدې سیمو او حتی له بهرنیو هېوادونو څخه د کوچني اختر د رخصتیو تېرولو لپاره خپلو کلیو، بانډو او کورونو ته تلل او د اختر په خوښیو کې به یې ګډون کاوه. په دې هکله ګڼې فولکلوریکې لنډۍ شته چې پښتني قومونو له پېړیو، پېړیو راهیسې د اختر په مناسبت پنځولې او مسافر یې پکې یاد کړي چې د اختر لپاره به خپلو کورونو ته راتلل. یوه لنډۍ داسې ده:

اختر ته ځکه خوشحالېږم

چې مسافر جانان مې کلي ته راځینه

همدارنګه په دې برخه کې د پښتو مشهور متل هم د وردګو په سیمه کې شته لکه چې وایي:«سل روپۍ پور کړه، د اختر شپه په کور کړه.»

له بده مرغه له ۱۳۵۷ کال څخه تر ۱۴۰۲هجري لمریز کال پورې د ۴۵ کلنې غمیزې په ترځ کې په تاریخ له تبصرې څخه په دې ځای کې ډډه کوم ځکه چې ټولو ته جوته ده چې د افغانانو اخترونه، د خوښیو جشنونه، سیمې ته د مسافرو تګ او نور مراسم د ناورین په لسیزو کې په څه ډول وو؟ په لنډ ډول باید وویل شي چې دغه مراسم تر ډېره حده د غمجنو حالاتو او پېښو تر اغېزه لاندې وو او په طبیعي توګه نه دي پاتې شوي.

۲.کوزده شوو نجونو ته د پوښ وړل: د کوچني اختر څخه د مخه یو مهم کار چې وردګي کورنیو به سر ته رساوه، کوزده شوو نجونو ته پوښ وړل شامل وو چې په دې پوښ کې به د کوزده شوې پېغلې لپاره دوه درې جوړه اصیل کالي، یو یا دوه جوړه بوټونه، شال، ټکري، نکرېزې، اعلی درجه وچه مېوه، یو څه زېورات، د سینګار سامان، د خواښیې او د خېښانو د کورنۍ د ځینو نارینه او ښځینه غړو لپاره جامې  او داسې نور څیزونه شامل وو. خو اوس مهال که کوزده شوې نجلۍ موبایل تیلفون و نه لري نو هغې ته په اختریز پوښ کې د مویابل یو سېټ او د تیلفون کرېډېټ کارت هم لېږل کېږي څو له خپل خاوند او خپلوانو سره خبرې پرې وکړي. دغه پوښ به د هلک د کورنۍ د یو تن مشر، یو تن ځوان او یوې تنې مېرمن (خېښې) په ملتیا له کوچني اختر څخه څلور یا پنځه ورځې د مخه د کوزده شوې نجلۍ کور ته وړل کېده او له پوښ سره تللی پلاوی به هم د خېښانو له لوري په جامو او داسې نورو مناسبو ډالیو نازول کېدل.

۳.کوچني اختر ته بشپړ چمتوالی: په وردګو کې کوچني اختر ته د چمتوالي په مرحله کې مېوه اخیستل، د نکریزو تابیا کول، نوې جامې کول او د هغه ګنډل، که به د نوو جامو توان نه وو د پاکو جامو برابرول، د وچې مېوې اخیستل، د بوسراغو پخول، نینې کول، د اختر د ورځو لپاره د ضروري سودا لکه غوښې وریجو، دیګ مسالې او داسې نورو ضروري څیزونو را نیول او د اختر د ورځو د ټولو مراسمو د سر ته رسولو لپاره په ذهني توګه پلان جوړول شامل وو.

د کوچني اختر اعلان 

د رمضان د میاشتې وروستی ماښام به په وردګو کې د خواږه، شېرین او ورېښمین انتظار لرونکی وو او هره شېبه به یې له ځانګړې پلوشې سره یو ځای تېرېده. د همدې شپې په ماسختن به د کوچني اختر د ورځې اعلان پخوا تر دې چې د انټرنټ سهولت نه وو، په هېواد کې مطبوعاتو هم د اوس په شان وده نه وه کړې، په بېلابېلو طریقو سره تر لاسه کېده او د وګړو به زیاته تلوسه ورته درلوده څو دغه اعلان واوري، ځانګړې خوشحالي وکړي او ځان د اختر له راتګ څخه ډاډمن کړي. د کوچني اختر د اعلان په اړه باید وویل شي چې که به د رمضان د میاشتې روژه ۳۰ ورځې شوه نو په هغه صورت کې به د وګړو له خوا د اختر اعلان ته دومره تلوسه نه پیدا کېده ځکه دوی په اوتومات ډول پوهېدل چې کله د رمضان د میاشتې ۳۰ ورځې روژې پوره شي نو په سبا یې کوچنی اختر دی. د اختر اعلان ته به د وګړو زیاته تلوسه د رمضان د میاشتې  د ۲۹  روژې د تېرېدو له ماښام سره پیدا کېده او اوس مهال هم دا تلوسه له خپل ځانګړي حلاوت سره موجوده ده. له همدې کبله به یې پخوا د دېرشمې روژې په ماسختن د افغانستان او سعودي عربستان راډیوګانو ته په دې موخه ته  غوږ نیولی وو چې که چېرې د روژې میاشت ۲۹ ورځې شي نو باید دوی د اختر له اعلان څخه بې خبره پاتې نه شي او د سبا ورځې کوچني اختر ته لازم چمتوالی و نیسي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د نړۍ د مسلمانانو اکثریت او په ځانګړي ډول افغانان دغې خبرې ته زیات خوشحاله کېږي چې که د روژې میاشت ۲۹ ورځې شي او د رمضان د میاشتې روژه له ۳۰ څخه ۲۹ ورځو ته راکمه شي نو ستر غنیمت یې ګڼي. خو یو شمېر کسان چې ځانونه په ظاهره زیات دینداره او صوفي مزاجه ګڼي او د قمري میاشتو په هکله یې معلومات محدود وي، په دې عقیده دي چې د رمضان میاشت باید هرو مرو ۳۰ ورځې شي. که به فرضا د رمضان میاشت ۲۹ ورځې شوه نو د دې صفاتو لرونکو اشخاصو به خپل ځانونه د کوچني اختر د اعلان په لومړیو شېبو کې لږ شانته خپه نیولي وو او ویل به یې:«هی هی، باید داسې نه وای شوي، سږ کال بیا روژه یوه ورځ کمه شوه، باید د رمضان د میاشتې ۳۰ ورځې پوره شوې وای.» که به د رمضان میاشت ۳۰ ورځې پوره شوه، بیا به هم اختر ته خوښي کېده خو په هغه پيمانه به هېڅکله نه وه چې زیاتره وګړو به هغه مهال اظهار کوله چې د رمضان میاشت به ۲۹ ورځې شوه. پخوا به د روژې په وروستي ماسختن په کلیوالي سیمو کې د جومات ملا صاحب او هغه کسان چې په عربي ژبه به څه ناڅه پوهېدل، د کوچني اختر د اعلان تر شېبې پورې به ډېر مهم ګڼل کېدل او دغو دواړو طبقو به هم ځانونه د نورو په پرتله یو څه په خیال کې نیولي وو، یو ډول ناز به یې کاوه چې ګواکي نن لویه دنده (د کوچني اختر یا د ۳۰مې روژې اعلان) ور په غاړه دی او په عربي ژبه پوهېږي. زیاترو خلکو به د روژې په وروستي ماسختن دوی ته په جوماتونو کې څک څک غوږونه نیولی وو چې ګوندې وي له خولو څخه یې د اختر زېری واوري. همدارنګه د رمضان د میاشتې په ۳۰مه نېټه به خلکو د تراوېح لمونځ هم په زړه نازړه توګه کاوه او هیله به یې درلوده چې ګوندې د اختر اعلان و شي او نور په جوماتونو کې د تراوېح د داسې لومړۍ درجه ګړندي لمانځه څخه خلاص شي چې د وردګو د جوماتونو زیاتره امامان یې په عجیب او غریب انداز سر ته رسوي. له راډیو څخه علاوه به د اختر اعلان په لوړو غونډیو او غرونو د اورونو د بلولو، یو او بل کلي ته د پلاویو د لېږلو، د مجاهدینو په وخت کې د دهشکې زیګویک ماشیندارو په وسیله په هوایي ډزو، لوډسپېکرونو او داسې نورو وسیلو سره کېده. خو اوس مهال د کوچني اختر د اعلان چاره ډېره آسانه شوې ده، نه یوازې په ښاري سیمو بلکی د هېواد په زیاترو کلیوالي سیمو کې هم ډېری خلک د انټرنټ د شبکې پر مټ د خپلو تیلفونونو، ټولنیزو پاڼو، تلویزیوني شبکو، مسیجونو او داسې نورو وسیلو له لارې کولای شي چې د کوچني اختر د ورځې اعلان په آسانۍ سره واوري، د افغانستان د دولت او سعودي عربستان اعلان په یوه شېبه کې یو بل ته انتقال کړي او خپل ځانونه د کوچني اختر د راتګ څخه ډاډمن کړي. همدارنګه اوس مهال ځینې کسان حتی د رمضان د میاشتې په ۲۷مه یا ۲۸ مه نېټه هم د اختر د اعلان په باب اټکلونه وړاندې کوي. په هر صورت که د کوچني اختر د اعلان اورېدل به هر څومره ستوزمن وو او په بېلابېلارو لارو به تر سره کېده، آخر به ټول وګړي د اختر له اعلان څخه هرو مرو خبرېدل، پښتو متل دی وایي: «اختر پټ مېړه نه دی چې تېر شي.»

د همدې لیکنې په دویمه برخه کې به د وردګو د کوچني اختر د نورو  مراسمو په هکله معلومات وړاندې شي له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.