مینه والې لنډۍ/ دوهمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ

181

اول دې وېل په کار مې نه یې

اوس راته وایې چې مین درباندې یمه

اول دې وېل چې را مئین شه

اوس راته وایې چې خپل کار کوه مئینه

اول روژه وي بیا اختر وي

په بېلتانه پسې وصال راځي مئینه

اول مې فکر درته نه وو

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دینه

اوله مینه دې اوس نشته

لکه د بڼ بلبلان شور به دې کاونه

ایرې به ټولې په سر باد کړم

د مینې اور به دې په زړه کې وساتمه

آ پخوانۍ مینه دې نشته

چې شېرین ځان دې غورځاوه تر کړنګونه

آخر به و ژاړې مئینه

تل خو به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

آخر پخپله خدای مئین کړم

ما په مئینو پورې ډېر خندلي وونه

آخریني دیدن ته راشه

چې په ارمان قبر ته لاړ نه شم مئینه

آسمان ته لار د ختو نشته

مئین ورخېږي د الله په قدرتونه

آسمانه ژر ژر را تاوېږه

چې مې د عمر پاڼه زېړه شي مئینه

آسمانه کړنګ وهه را لوېږه

په غمازانو باندې تندر شه مئینه

آشنا چې پټ سفر ته لاړو

خدایه زما زړګی ترې صبر کړې مئینه

آشنا له خولې نه توبه ګار شه

سبا روژه ده ګنهګار نه شې مئینه

آشنایه فکر پکې وکړه

د مینتوب خبرې ګرانې دي مئینه

آواز مې شته، جوړه مې نشته

لکه کوتره بې جوړې ګرځم مئینه

آه و فریاد مې په نصیب شو

زه چې په داسې بې وفا مئینه شومه

آیینه مې څه له مخ ته نیسې

نېستۍ زما څېره بدرنګه کړه مئینه

بابا مې نه درکوي یاره

ورشه په لوی ملا تاویز وکړه مئینه

باده د خدای روی مې در وړی

ژر راته وایه جانان څنګه وو مئینه

باران ورېږي درتلی نه شم

زما یاري په ړنګه مه شمېره مئینه

باڼه دې پورته شول له سترګو

په ټول وجود مې زلزله راغله مئینه

برالا حال ویلی نه شم

مینې دې پټ په زړه راکړي دي داغونه

بړستن دې واغوسته ویده شوې

په زړه دې نشته دي د مینې تور داغونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.