روژه والې لنډۍ، اوولسمه برخه

را ټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

579

ورکه لالیه هېر مې نه یې

هر روژه ماتی دې دعا کې یادومه

وطن مو ټول آفت وهلی

خدایه روژه به زموږ څنګه وي مینه؟

وطن مې خپل، روژه مې خپله

پخپل وطن کې کوچنی اختر کومه

وعده دې یوه هم پوره نه کړه

 روژه په سر شوه را دې نه وړل دیدنونه

هلکان ټوله میاشت روژه وي

جینکۍ نیمه روژه ژمي ته ساتینه

هلکان ټوله روژه نیسي

دا بختورې جینکۍ دمه کوینه

هلکه بیا دې سترګې سرې دي

د روژې ورځ ده ګرانه څه درشوي دینه

یار په روژه کې رانه تللی

هر روژه ماتی مې له اوښکو سره وینه

یار په سفر ځي خوله به ورکړم

روژه دې ماته شي شپېته به ونسیمه

یار د خولګۍ نه راته ووې

زما روژه ده خدایه څه وکړم مینه

یار مې روژه کې خولګۍ غواړي

عالمه واوری د دین ستنې ورانوینه

یاري د زور خبره نه ده

که دې روژه وي بیا دې نه مجبورومه

یو خوا روژه، بل خوا باران دی

د آبادۍ زېری له ځان سره لرینه

یو خوا غرمه بل خوا روژه ده

جانان احوال را ولېږه چې را دې شینه

یوه روژه، بله غرمه ده

جانان سړی را ولېږه چې را دې شینه

یوه عاشقي بله روژه ده

حیران یم خدایه زه به څرنګه کومه

یوې خوا ته جنګ بل خوا روژه ده

د افغانانو ژوند برباد شولو مینه

روژه لا هسکه ده ولاړه

زړګی مې غواړي ستا د سترګو اخترونه

د جنتونو ورونه خلاص شي

 په رمضان کې شیطانان تړلي وینه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې وروستۍ برخه ستاسو چوپړ ته د مینې په ورېښمینه ژبه وړاندې شوه، مبارک مو شه. د شکر ځای دی چې د رمضان په سږنۍ میاشت کې یې اسلامي ارزښتونو، ویاړلي هېواد، پښتني فولکلور او د پښتو ژبې د شفاهي ادبیاتو یوې څانګې ته د خدمت په موخه د لنډیو د یوې برخې د راټولولو توفیق را په برخه کړ. باید وویل شي چې د لنډیو بې پایانه بحر د پښتو ژبې په زړه پورې شعري فورم دی، د دې فورم د روژه والو لنډیو شاوخوا ۳۵۰ لنډۍ مو د افغان ولس د فولکلوریکې پانګې له رنګینو بوخڅو څخه راټولې، په ۱۷ برخو کې مو تدوین او بېرته مو د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې افغان ولس ته وړاندې کړې، هیله ده چې دغه سلسله مو خوښه شوې وي. د دې سلسلې لنډۍ زما په فېسبوک پاڼه سربېره د دعوت مېډیا ۲۴ www.dawatmedia24.com پر ویب پاڼه هم لوستلی شی. له پاملرنې څخه مو مننه، ستاسو د روژه والو دعاګانو په هیله.

ګل آغا احمدي وردګ

نېټه: ۲۹ وری ۱۴۰۲ هـ ل، ۲۷ رمضان ۱۴۴۴ هـ ق ۱۸ اپرېل ۲۰۲۳ ز

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.