روژه والې لنډۍ،شپاړلسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

689

ما د روژې له نومه جار کړې

جانان روژه کې د راتلو ویلي دینه

ما د روژې یاري منلې

دواړه جنت ته لاس نیولي سره ځونه

ما د هجران روژه نیولې

ستا د وصال اختر به کومه میاشت راځینه؟

ما له خدایي درباره جار کړې

چې هم روژه یم، هم دعا ورته کومه

ما مې جانان آموخته کړی

خدایه روژه کې به یې څوک منع کوینه

ماته روژې د جنت ووې

که په ریان دروازه ځي درسره ځمه

مازدیګر چېرې وې چې نه وې

روژه په خوله په انتظار ولاړه ومه

ماښامه ژر ژر را رسېږه

یار مې روژه دی چې رنځور نه شي مینه

مسافرۍ کې روژه راغله

مورجانه نشته ما به څوک راویښوینه

ملا آذان په بیړه وکړه

یار مې په سرو شونډو روژه نیولې دینه

ملا آذان په قراري کړه

زه پړشمي ته همدا اوس را ویښه شومه

ملا په برېتو کې موسکی شو

د سرسایې مبلغ په جیب کې ګرځوینه

ملا تراوېح په قراري کړه

زه د جانان د تصور ختم کومه

ملا تراوېح دې آهیسته کړه

په عبادت کې بیړه نشته ده مینه

ملا چابک شه آذان وکړه

د یار لوېدلې سترګې زړه سوری کوینه

ملا دې خپلې تراوېح کړي

زه به د یار د شونډو قرض ادا کومه

ملامتي روژه کې نشته

د نسواري کاکا نسوار بند شوي دینه

میاشت د روژې ده سوال قبلېږي

زه به الله ته د خپل یار سوال کومه

میاشت د روژې ده، شپه د قدر

د زور میاشتو عبادت پکې کومه

نجلۍ د مینې سیال دې نشته

ناروغه زه وم، روژې تا نیولې دینه

نور مې له سپینې خولې نه تېر شه

روژه ګۍ راغله ګنهګار به شې مینه

نه پیرکی او نه تروې شته

په پردېسۍ کې روژه ماتی کړم مینه

واه ناڅاپي په مخه راغلې

حقه روژه کې دې له لرې ښکلومه

وخی په یار مې روژه زور ده

شونډې یې وچې سترګې ورو ورو غړوینه

ورځ ده روژه دعا قبلېږي

د عاشقانو حق کې پورته کړئ لاسونه

ورشه ملا نه تپوس وکړه

که په خولګۍ روژه ماتېږي غرقه شومه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې اوولسمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ او ګل آغا احمدي د خپلو والو دعاګانو په ونډه کې شامل کړئ. روژه مو د خدای په دربار قبوله شه. مننه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.