پښتو د مینې ژبه

ګل آغا احمدي وردګ

420

د زېږدیز کال د فبروي ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او دا ورځ په ملګرو ملتونو کې ثبت ده. هر افغان، هر دنیاوال او هر انسان ته دا نړیواله ورځ مبارک وي. مورنۍ ژبه د انسان خدایي، بشري، ملي او نړیوال حق دی. انسان حق لري چې په مورنۍ خبرې وکړي، لوست پرې وکړي، لیکل پرې وکړي، تعلیم پرې وکړي، څېړنه پرې وکړي، وده ورکړي او د پراختیا لپاره یې لاس په کار شي. د دې کرښو لیکوال ګل آغا احمدي وردګ ویاړي چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده، په پښتو خبرې کوي، په پښتو لیکل کوي، په پښتو ویناوې کوي، په پښتو څېړنې کوي، پښتو ژبه لولي او د پښتو ژبې د ودې لپاره هلې ځلې کوي. احمدي همدارنګه دري، عربي، انګلېسي او اردو ژبې هم زده کړې دي. نوموړي په همدې مناسبت (پښتو د مینې ژبه) تر عنوان لاندې یوه لیکنه ترتیب کړې چې د ګرانو لوستونکو خدمت ته وړاندې کېږي.

له ټولو څخه لومړی باید دا حقیقت په ډاګه شي، هغه نشاط، حلاوت، خوځښت او خوښي چې د مورنۍ ژبې د یو مینه وال په توګه ما (ګل آغا احمدي) په خپله مورنۍ پښتو ژبه کې کشف کړې، د هېواد او نړۍ په بل هېڅ یوه ژبه کې مې تر دې مهاله احساس کړې نه ده. له همدې کبله وایم چې پښتو د مینې ژبه ده، پښتو د علم ژبه ده، پښتو د څېړنې ژبه ده، پښتو د پرمختګ ژبه ده او پښتو د معاصرې ټکنالوژۍ ژبه ده خو په دې شرط چې پښتانه پخپله مورنۍ ژبه کار وکړي. که چېرې څوک غواړي چې د پښتو ژبې خوږوالی او دروندوالی ورته ثابت شي، نو د پښتو ژبې یوازې هغه لنډۍ دې ولولي چې د مینې، محبت، یووالي، دوستۍ، همکارۍ، وفا، مهربانۍ، علمي وړتیاوو او داسې نورو څخه بحث کوي. باید وویل شي چې لنډۍ د پښتني ټولنې هغه واقعي انځور دی چې زیاتره یې د بېسواده پښتنو ښځینه وو له خوا ویل شوې او په داسې هنري الفاظو انساني ټولنې ته وړاندې شوې دي چې ډېرو څېړونکو ورته (سیند په کوزه کې) نوم ورکړی دی. همدارنګه د پښتو ژبې هر شفاهي او تحریري ټکی له بې شمېره خوږو څخه ډک دی چې انسانانو ته خوښي او ژوند ته ښکلا په برخه کوي.

اصلي خبره دا ده چې څرنګه کولای شو پښتو ژبې ته کار وکړو، پښتو ژبې ته وده ورکړو او د مورنۍ ژبې په توګه د پښتو ژبې حق ادا کړو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې د معاصرې ټکنالوژۍ په برکت د پښتو ژبې هر متکلم کولی شي چې مورنۍ ژبې ته د کار له بهیر سره یو ځای شي او خپل ارمانونه په عمل کې وګوري. زما په نظر که د نن ورځې باسواده پښتانه د خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) په وده کې له لاندې طریقو څخه کار واخلي، د خپلې ژبې حق به یې تر یوې اندازې ادا کړی وي:

لومړی: لیکوالان کولای شي چې خپلې ترتیب کړې لیکنې او مقالې په ورځپاڼو، مجلو، جرایدو او مهالنیو سربېره پښتو وېب سایټونو ته ولیږي او په سملاسي خپرېدو سره یې یو دروند مسئولیت ادا کړي.

دوهم: هغه شمېر پښتانه لیکوالان چې لیکلي آثار او کتابونه لري او تر دې مهاله چاپ شوي نه دي، کېدای شي چې لومړی یې د چاپ هڅه وشي خو که چېرې له لیکوالانو سره د خپلو لیکل شوو آثارو د چاپ امکان نه وي نو کېدای تر ډیزاین کولو وروسته یې د برېښنایي کتابتونونو له لارې خپاره کړي څو وګړي ګټه ترې واخلي.

دریم: هغه شمېر ژباړونکي چې بهرنۍ ژبې یې زده دي او پښتو یې مورنۍ ژبه ده، کېدای شي د خپلې خوښې آثار پښتو ژبې ته را وژباړي، خپاره یې کړي او د صدقه جاریه عالي مقام لاسته راوړي.

څلورم: هغه شمېر پښتانه دوستان چې فېسبوک پاڼې لري، که د ورځې یو وړوکی مطلب ولیکي، له خپرېدو څخه مخکې یې د پښتو ژبې په معیارونو برابر کړي او خپور یې کړي، نو د پښتو ژبې د انکشاف له بهیر سره به یې مرسته کړې وي.

پنځم: هغه کسان چې فېسبوک پاڼې یا په نورو ټولنیزو شبکو کې ورته صفحې لري، کېدای شي که نور هېڅ نه وي، خپله بیوګرافي په پښتو ژبه ترتیب او خپره کړي. دا کار هم د پښتو ژبې له انکشاف سره مرسته کولی شي.

شپږم: هغه کسان چې غږیز او انځوریز آثار په پښتو ژبه برابرولی شي، کېدای شي چې خپل ترتیب کړي مواد د رسنیو، ټولنیزو شبکو، ویب سایټونو، یوټیوب یا داسې نورو لارو خپاره کړي. دا کار هم د پښتو ژبې د انکشاف یوه برخه پياوړې کولی شي.

اووم: هغه کسان چې له خپلې ژبې سره د مینې په پار د دې وړتیا لري چې د پښتو ژبې د زده کړې آنلاین کورسونه جوړ کړي او د پښتو ژبې مینه والو ته تدریس ورکړي، دا چاره هم د پښتو ژبې د پراختیا له تقویت سره مرسته کولای شي.

اتم: هغه کسان چې په پښتو ژبه کې یې وړتیا لوړه ده، کولای شي چې د آنلاین قاموسو د جوړولو له لارې خپلې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي او د پښتو ژبې د انکشاف بهیر ګړندی کړي.

زه به  هڅه وکړم چې د خپلو لیکل شوو آثارو یو شمېر په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې خپاره کړم، انشاالله.

خپلې لیکنې ته په دې جملو سره د پای ټکی ږدم: پښتو د مینې ژبه ده، هر افغان د پښتو ژبې د مینې پوروړی دی او دغه مینه د پښتو ژبې د انکشاف، تقویې او پراختیا د بهیر په ګړندي کولو سره لا زیاته وده موندلی شي.    

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.