د وردګو د کوچني اختر جشن، دویمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ

542

د وردګو د اختریز جشن د معلوماتو په دې برخه کې به د وردګو د کوچني اختر د شپې، د کوچني اختر د سهار، د مرورو کسانو د پخلاینې د دود، اختریز چای، سرسایې، د ملا صاحب د مېوې، د اختر لمونځ، د کلیوالو د اختر مبارکۍ، د ملا صاحب رخصتول، د ماشومانو عیدي او داسې نورو چارو په هکله معلومات وړاندې شي. باید یادونه و شي چې د وردګو د څلورګونو ولسوالیو (جغتو، دایمرداد ـ جلګه، چک او سیدآباد) په سیمه کې تر دې مهاله کوم منظم ښار نشته او د خلکو ژوند کلیوالي بڼه لري له همدې کبله زیاتره اختریز دودونه د کلیوالي ژوند په چوکاټ کې صورت مومي او په همدې چوکاټ کې انځور شوي دي. دغه مراسم تر ډېره حده د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور د ۷مې نېټې د کودتا څخه د مخه وخت په ګوته کوي ځکه چې د افغانستان د سترې غمیزې د پيل کېدو سره سم د هېواد د نورو سیمو په څېر د وردګو په اختریزو مراسمو کې هم ستر بدلونونه راغلي، وسله والو ډلو د وګړو د ژوند په چارو کې لاسوهنه کړې، زموږ د سیمې لرغونو دودونو ته یې زیان رسولی او په پخوانۍ بڼه نه دي پاتې شوي.

د کوچني اختر شپه

کله چې د کوچني اختر اعلان و شي نو د همدې اختر لومړۍ شپه پيل کېږي او دغه شپه نه یوازې د وردګو په ټولنه کې ماشومانو، پېغلو او ځوانانو ته په زړه پورې وي بلکي هغې ته مشران، لویان، مېرمنې، د پاخه عمر خاوندان او د ټولنې هر پاړکي افراد خوشحاله کېږي او د اختر لومړۍ شپه له ځانګړو خوښیو، رنګین احساس او درنو ظاهري او باطني خوشحالیو سره یو ځای نمانځي. په دې شپه تر ډېره حده یوازې خوښۍ او الهي شکرونه د خلکو په شونډو داسې موسکا کوي چې هرو مرو د خوښۍ اظهار ترې صادرېږي. کله چې د اختر اعلان و شي نور نو د کورنیو له ښځینه غړو سره د پړشمي د خوړو د تیارولو او پړشمي ته د کورنۍ د غړو د را پاڅولو غم نه وي بلکي لومړي ګامونه  یې دا وي چې د ماشومانو لاسونه په نکریزو سره کړي، د کورنۍ د غړو نوې یا پاکې جامې برابرې کړي، د ماشومانو لپاره د مېوې د راټولولو دسمالونه له بوخڅو څخه را واخلي او د سهار د چای لپاره د شیرچای، پتنوس، لوښو، مېوې او خوږو د برابرولو تابیا وکړي. د کوچني اختر د اعلان سره سم د نړۍ د مسلمانانو په څېر د افغانانو په روح او روان باندې یوه نایابه موسکا خوره شي، یوه ناڅاپي خوشحالي یې خیالونه په پستو منګولو کې ورسره واخلي او مخکې له مخکې د اختر د مبارکیو او رنګینو شېبو لپاره ټول لازم چمتوالی نیسي. اوس مهال د کوچني اختر په شپه په وردګو کې د کورنیو غړي یو بل ته د تیلفون، وټس اپ، مسینجر، ایمیل او داسې نورو لارو د مبارکۍ مسېجونه لېږي او یو بل د اختر له خواږه اعلان څخه خبروي. د ځینو کورنیو غړي خپلو هغو مسافرو ته تیلفون کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي. همدارنګه ځينې دوستان یو بل ته مخکې له مخکې د اختر مبارکي وایي او له دغه خواږه، ستر او زړه راښکونکي زېري څخه یې خبروي. په همدې حال کې خپلوان، ملګري او دوستان یو بل ته د رمضان د میاشتې د ښېګڼو تر څنګ دا خبره هم کوي چې ګواکي ښه شوه دغه خدایي میاشت د بشپړې روژې په نیولو سره پای ته ورسېده.

په ځینو کلیو کې په همدې شپه د نارینه ماشومانو، نیمچه ځوانانو او حتی ځوانانو له خوا صدره ټولېږي، د ښځینه وو له خوا ښه شپه رڼه کېږي، په ځینو کلیو کې د ارګوړي برګوړي مېله تر سره کېږي او د زیاتره کورنیو غړي تر نیمو شپو پورې په داسې حال کې ویښ ناست وي چې له خوښۍ څخه په جامو کې نه ځایېږي. په ځینو کلیو کې د ښې شپې او صدرې مراسم د رمضان د میاشتې په ۲۷مه نېټه تدویر مومي او په هغه کې ځوانان او پېلستي هلکان را غونډېږي. صدره ټولوي، پېری (خنداوره څېره) نڅوي، «الصلوات و سلام علیک یا رسول الله» عربي نعت وایي، له کورنو څخه نغدې پیسې، غنم، اوړه او داسې نور څېزونه ټولوي، د کورونو خاوندانو ته دعاګانې کوي، مېوه اخلي او تر نیمو شپو پورې سات تېری کوي. بلې خواته ښځې او نجونې هم دا شپه په کلیوالي سیمو کې د فالونو په اچولو، د تمثیلي ناوې په جوړولو، دریا وهلو او سندرو سره تېروي. په ځینو کلیو کې ښه شپه او د شپې رڼول د برات د میاشتې په ۱۵مه نېټه صورت مومي. همدارنګه په دې شپه په ځینو کلیو کې نارینه ځوانان د شېرینو خاطراتو بنډارونه جوړوي چې کله کله سندرې، موسیقي، ډهول او ملي اتڼ ورسره ملګری وي. دا شپه د هغو مسافرو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري چې له لرې لرې ځایونو څخه یې خپلو کورونو ته په اختریزو خوښیو کې د ګډون په موخه تشریف راوړی وي او د خپلې کورنۍ له غړو سره تر نیمې شپې پورې مجلسونه کوي.

د کوچني اختر سهار

کله به چې د کوچني اختر سهار خپلې زرینې وړانګې د افق له لوړ چت څخه د اختریزو خوښیو په رنګینه ځمکه هوارې کړې، سپېدو به خپله غېږه د سپين سهار د رڼايي پلوشو ته پرانیسته او د ګهیځ آذان ته به یې شېرین لبیک ووایه نو سپین ږیري او مشران به د سهار د لمانځه د جماعت د ادا کولو لپاره په داسې حال کې د جوماتونو په لوري لاړل چې نوې یا پاکې جامې به یې اغوستې وې. دوی به یوه اندازه عطر استعمال کړي وو، پاک چادرونه به یې په اوږو پراته وو او پاکې لونګۍ به یې له سرونو څخه تاو کړې وې. ماشومان به په بېړه او نازکه تلوسه له خوبه را پاڅېدل، له میندو، مشرانو خویندو او وروڼو څخه به یې مرسته غوښته چې لاسونه یې له نکریزو څخه ورته پرې مینځي. کله به یې چې لاسونه له نکریزو څخه پرېولل نو یو بل ته به یې ښکارول او هر ماشوم به هڅه کوله دا خبره ثابته کړه چې له نورو څخه یې لاسونه په ښه توګه سره شوي دي. د کورنۍ لویانو نارینه او ښځینه غړو به د سهار د لمانځه د ادا کولو څخه وروسته نوې جامې په تن کړې او د چای تیارولو تابیا به یې نیوله. همدارنګه میندو به خپلو ماشومانو ته د عیدي (اختریزې مېوې) د ټولولو لپاره رنګین دسمالونه برابر کړل او د دوی په غاړو کې به یې په داسې توګه ور ګنډه کړل چې وچه مېوه ترې تویې نه شي. کله به چې د کوچني اختر چای تیار شو نو نارینه مشرانو به د شیرچای، بوسراغو، غونډاریو، یګ دګ، رش، پراټو، تور چای، شین چای او داسې نورو څیزونو ډک پتنوسونه په لاسونو کې واخیستل، نارینه ماشومان به یې د څنګه روان وو او د جوماتونو په لوري به لاړل. د کورنیو ښځینه غړو او ښځینه ماشومانو به په خپلو کورونو کې د ننه د سهار چای تیار او نوش جان کاوه.

د مرورو پخلا کول

مخکې له دې چې جوماتونو ته به د ټول کلي له کورونو څخه د سهارني چای پتنوسونه راوړل شول، د جومات ملا امام به د یو څو مخورو سپين ږیرو په ملتیا د هغو افرادو کورونو ته ورتلل چې د کال په جریان کې به له یو بل څخه مرور او خپه شوي وو. د ملا صاحب او د مشرانو کلیوالو په منځګړیتوب به مررور اړخونه پخلا شول او خپل اختریز چایونه به یې جومات ته راوړل. په جومات کې به تر هغه د چای خوړل نه پيل کېدل څو به چې د کلیوالو ټولې ابګنۍ او په کلي کې د ټولو مېشتو وګړو کورنۍ خپل چایونه جومات ته نه وو راوړي او د اختریز چای په مجلس کې به یې برخه نه وه اخیستې. که به په کلي کې د کومې کورنۍ چای ناوخته شو نو هغه ته به یې له جومات څخه یو ځوان هلک ورلېږه چې ژر راشي او د چای د پيل کېدو څخه د مخه د ځانګړې دعا په مراسمو کې ګډون وکړي. کله به چې ټول نارینه کلیوال له نارینه ماشومانو سره یو ځای خپلو اړوندو جوماتونو ته لاړل او مشران به ډاډمن شول چې جومات ته د کلي ټولو هستوګنو وګړو او د کورنیو استازو تشریف راوړی نو د چای خوړلو مراسم به یې پيل کول.

د اختریز چای مراسم

په وردګو کې د کوچني اختر د چای خوړلو مراسم په دې ډول وو چې لومړی به د جومات ملا امام مختصر قرائت وکړ، د قرآن کریم څو آیتونه به یې تلاوت کړل او د ژوند د مختلفو چارو د سمون لپاره به یې اوږده دعا وکړه بیا به نو د چای خوړلو مراسم پيل شول. د چای خوړلو په مراسمو کې به هر چا هڅه کوله چې په کتارونو کې نږدې کسانو ته د خپل کور خواږه لکه کلچې، بوسراغې، غونډارۍ، شېرچای، کیک، پېروی، نینې، وچه مېوه یا نور څیزونه وړاندې کړي او په دې مراسمو کې به د کلیوالو راوړل شوي خواړه د ټولو حاضرو کسانو په خدمت کې وو. همدارنګه هڅه به کېده چې د ملا صاحب او مشرانو خواته هم د خوندورو خوړو بهیر ور مات شي او له ټولو څخه ښه خواړه ملا صاحب، د کلي مشرانو او متنفذینو ته وړاندې شي. په همدې ډول به د کورونو د ننه ښځینه غړو هم د چا خوړلو دسترخوانونه جوړول او له خپلو ماشومانو سره به یې په ګډه د اختر چای د یوې نړۍ خوښیو سره یو ځای نوش جان کاوه. خو د ښځینه وو اختریز چای به د نارینه وو د چای په پرتله رنګین نه وو او نه به یې د چای دسترخوان د جومات د دسترخوانونو په څېر له رنګارنګ خوړو څخه ډک وو.

د سرسایې ادا کول

په وردګو کې د کوچنی اختر د چای خوړلو څخه وروسته تقریبا ټول کلیوال خپله سرسایه (صدقه فطر) ادا کوي دغه سرسایه په ټولیزه توګه د جومات ملا ته ورکول کېږي. د وردګو په کلیوالي سیمو کې دا یو دود جوړی شوی او وګړي به په دې اند وو چې باید خپله د فطر صدقه یا سرسایه د کلي د جومات ملا امام ته ورکړي ځکه چې نوموړی یې د تراوېح د لمانځه امامت کوي. همدارنګه کلیوال به هیله من وو چې د جومات ملا امام یې د رمضان د میاشتې په پای کې د سرسایې له درکه یو دروند مبلغ پیسې لاسته راوړي. د وردګو په کلیوالي سیمو کې د سرسایې پيسې د ملا صاحب یو ښه اقتصادي درآمد یا دخل ګڼل کېده څو د خپل کور اقتصادي چارې پرې روانې کړي. کلیوال به په دې نظر وو چې د جومات ملا صاحب د سرسایې د ورکړې په برخه کې تر ټولو زیات مستحق دی ځکه چې یو خو به یې اقتصادي وضعیت چندان ښه نه وو او بل دا چې دوی ته به یې د تراوېح د لمانځه په ادا کولو کې زیات زیار ویست. د سرسایې د پیسو د جمع کولو لپاره به د کلي دوه یا درې تکړه کسان ټاکل کېدل او دغه پلاوي به پیسې له خلکو څخه را ټولولې، ځان به یې مطمئین کاوه چې د کلي ټولو خلکو د سرسایې پيسې ورکړې او تر شمېرلو وروسته به یې پیسې ملا صاحب ته سپارلې.

د ملا صاحب عیدي

کله چې د کوچني اختر په لومړۍ سهار د وردګو په جوماتونو، سپاچو، حجرو او د چای خوړلو په نورو محلاتو کې خلک سره را غونډېږي او له خپلو کورونو څخه هلته د چای پتنوسونه راوړي نو د نورو خوارکي توکو سربېره یو پشقاب اصیله مېوه چې ناخود، کشمیش، بادام، وڅکي، چارمغز، چاکلېټ، بادامي نقل، پتاسې او داسې نور شیان به یې په ترکیب کې وو، د ملا صاحب د (عیدي) په موخه راوړه. مخکې له دې چې د چای پتنوسونه د چای خوړلو محل ته را و رسېږي، د کلي یو مشر لوی چادر یا پټو د ملا صاحب د ناستي له ځای سره نږدې هواروي او کلیوال د هغې مېوې پشقابونه پرې ور تشوي چې په ځانګړې توګه یې د ملا صاحب لپاره راوړې وي. کله چې ټول کلیوال خپله مېوه په چادر ور تشه کړي نو یو لوی درمند ترې جوړېږي او بختور ملا صاحب د خپلې مېوې درمند (عیدي) ته په داسې حال کې د سترګو تر کونجونو ور ګوري چې زړه یې له خوښيو څخه باغ باغ وي، موسکاوې یې په شونډو هوارې وي، د خپلې خندا خوږې وږمې د کلیوالو په منځ کې یوه او بله خوا لېږي او له خوشحالۍ څخه په جام کې نه ځایېږي. د کلي د جومات ملا امام د اختر په ورځ زیات خوشحاله وي ځکه چې نوموړي ته د سرسایې پیسې، د عیدۍ د مېوې درمند، جامې، پګړۍ او داسې نورې ډالۍ د کلیوالو له خوا ورکول کېږي. همدارنګه ځینې مسافر هم ملا صاحب ته ځانګړې ډالۍ راوړي او د اختر په لومړي سهار یې ورته وړاندې کوي.

د اختر لمونځ

د وردګو په زیاتره کلیوالي جوماتونو کې د کوچني او لوی اختر لمونځ نه ادا کېږي ځکه چې د کلیوالو سیمو ملایان په دې نظر دي چې دلته د حنفي فقهې د اصولو په استناد د اختر د لمانځه د ادا کولو شرایط برابر نه دي او باید د اختر لمونځ په داسې سیمو کې ادا شي چې هلته لوی جامع جومات او بازار موقعیت ولري.

اختر مبارکي

کله چې چای و خوړل شي، سرسایه راټوله او ملا صاحب ته تسلیم شي نو په دې وخت کې د کوچني اختر د مبارکۍ وخت را رسېږي. خلک په جومات کې  پاڅي، په منظمه توګه کتار کتار د جومات د ملا امام خواته حرکت کوي او د حاضر مجلس هر ګډونوال هڅه کوي چې له ملا امام او ټولو کلیوالو سره په غېږه د اختر مبارکي وکړي. کله چې د اختر مبارکي پيل شي نو په جومات کې د مینې او دوستۍ یو زوږ پورته کېږي او کلیوال یو بل کلک په غېږ کې نیسي. په وردګو کې د اختر د مبارکۍ پرمهال دغه ډول کلمات یا الفاظ د خلکو تر منځ کارول کېږي: «عید دې مبارک شه، لمونځ روژه، تراوېح، عبادتونه او دعاګانې مو قبولې شه، داخل د حاجیانو او غازیانو» مقابل طرف ورته وایي: «ستا عید دې مبار شي، لمونځ، تراوېح، روژه، عبادتونه او دعاګانې مو قبولې شه، داخل د حاجیان او غازیانو.» پر دې سربېره د ستړي مه شي الفاظ هم کارول کېږي لکه: «څنګه یې، ښه یې، په خیر یې، ناجوړه شوی نه یې، په خیر مې و لیدې، شکر دی چې جوړ مې ولیدې، خیر یوسې، یا خیر وکړې» که شخص له مسافرۍ څخه راغلی وي نو د اختر مبارکۍ د الفاظو سربېره داسې الفاظ ورته کارول کېږي: «جوړ، تازه، سلامت، په خیر، ښه جوړ، په خیر راغلې، په خیر مې و لیدې، سفر دې بې خطره، مسافري دې په خیر تېره شوه، شکر دی چې خدای خپل کور ته روغ رمټ راستون کړې، شکر چې د خپلې کورنۍ غړي دې په خیر و لیدل.» په ښځینه ستړي مه شي کې دغه الفاظ کارول کېږي: «ښه یې، په خیر یې، زامن او لورانې دې ښې دي، ښه جوړه یې، په کور کې مو خیرت دی، څوک خو به مو مریضان نه وي، ایمانداره شې، خدای دې بي بي کړه.» د اختر مبارکۍ پر مهال ځینې خلک د ډېرې خوشحالۍ، ورورګلویز احساس او دیني جذبې له مخې ژاړي، د اختر مبارکۍ پر مهال یې له سترګو څخه اوښکې روانې شي او حتی د مینې څخه ډکه ژړا یې داسې حد ته رسېږي چې خبرې نه شي کولای او هڅه کوي خپل ځان کابو کړي. دغه ژړا د خوښۍ له کبله ورته راځي او هسې یې زړه نری شوی وي. کله یې چې ژړا او اوښکې زیاتې شي، په همدې حال کې خپلې اوښکې د لونګۍ پر شمله یا دسمال پاکوي او د نورو په مقابل کې ځان داسې څرګندوي چې د اوښکو دغه روان سېلاب د خوښۍ، مینې او ګرانښت دی. باید وویل شي چې د کوچني اختر د مبارکۍ پر مهال د کلي ټول خلک له یو بل سره مبارکي کوي او هڅه کوي چې هېڅوک له دغه بهیر څخه پاتې نه شي. د وردګو په کوچني اختر کې ښځینه په خپلو کورونو کې له یوې بلې سره د اختر مبارکۍ لړۍ مخته بیایي او د سهار چای خوړلو څخه وروسته له یوې او بلې سره د اختر مبارکي کوي او خپل ماشومان ښکلوي. همدارنګه په وردګو کې د کورونو ښځینه غړې د خپلو کورنیو له نارینه غړو سره هغه مهال د اختر مبارکي کوي چې کله له جوماتونو څخه خپلو کورونو ته تشریف یوسي.

د ملا صاحب رخصتول

په وردګو کې د اختر له مبارکۍ څخه وروسته څو تنه مشران کلیوال د مخکیني جوړ کړي پلان له مخې دنده لري چې د کلي ملا صاحب په یو لړ ځانګړو مراسمو سره رخصت کړي څو خپل کور ته ولاړ شي او اختر د خپلې کورنۍ له غړو سره تېر کړي. باید وویل شي چې د کلیو د جوماتونو د امامانو لپاره د ټول کال په اوږدو کې د پنجشنبې، جمعې او اخترونو ورځې ډېرې مهمې دي او حتی د پنجشنبې ورځې ته د ملایانو او مامورینو په منځکې (ګل شبنې) هم ویل کېده ځکه چې په دې ورځو کې ملا صاحب یا دولتي مامور خپل کور ته تشریف وړي او د رخصتۍ ورځې د خپلې کورنۍ له غړو، مېرمن، اولادونو، نږدې خپلوانو او دوستانو سره یو ځای تېروي. پخوا به چې موټر نه وو او ملا امام به د لرې کلي اوسېدونکی وو، نو د کلي دوو تنو ته به دنده سپارل کېده چې د اختر په ورځ ملا صاحب تر خپل کور پورې بدرګه کړي، مېوه ورسره انتقال کړي، سلامت خپل کور ته ورسېږي او خدای مه کړه د لارې په اوږدو کې کوم زیان ورته متوجه نه شي ځکه چې په دې ورځ به نو د ملا صاحب په جیبونو کې د سرسایې پيسې هم وې چې یوه اندازه خطر به ورته متوجه وو او باید احتیاط ورسره و شي. همدارنګه د ملا صاحب د مېوې درمند ته به یوه مرکبه، خره، آس یا د بار وړلو بله وسیله هم چمتو کېده څو د اختریزې مېوې بوجۍ خپل کور ته پرې انتقال کړي. خو اوس مهال موټر هر ځای زیات شوي او د مخکیني پلان سره سم ملا صاحب ته موټر چمتو کېږي او په عزت او درناوي په موټر کې تر خپل کور پورې رسول کېږي. هغه دوه کسان چې د ملا صاحب سره به تلل یوه دنده به یې دا وه چې د ملا صاحب د کورنۍ د نارینه غړو سره د کوچني اختر مبارکي هم وکړي ځکه ملا امام به داسې بڼه غوره کړه لکه د کلي یو اصلي هستوګن وګړی.

د ماشومانو عیدي

د کوچني اختر په ورځ به په جومات کې له چای خوړلو څخه وروسته سمدلاسه د کلي ښځینه او نارینه ماشومانو په داسې حال کې له کورونو څخه د مېوې راټولول پيل کړل چې ډول ډول رنګین دسمالونه به یې په غاړو کې اچولي وو او د زیاتې خوشحالۍ احساس به یې کاوه. ماشومان به چې هر کورته ورغلل نو داسې یوه ناره به یې وکړه: «ترورۍ عید دې مبارک شه.» په کورنۍ کې به غالبا ماشومانو ته د مېوې د وېشلو دنده د یوې پخې ښځې او تجربه داره ښځې پر غاړه وه او د لاسونو هغه اندازه به ورته معلومه وه چې ماشومانو ته پرې مېوه ورکړي. کله به چې ماشوم د مېوه والې ترورۍ مخې ته و درېد نو هغې داسې ورته وویل: «د تا دې عید مبارک شي دغه خوله یې جار شم.» له دې سره به مېوه والې ترورۍ د ځینو ځینو ماشومانو له مخونو څخه کلکه مچو هم پورته کوله او د مېوې څخه ډک موټی به یې د ماشوم په دسمال کې ور واچاوه. په دې مېوه کې به پخوا غالبا د غنمو نینې، د جوارو نینې توت، پتاسې او داسې نور څیزونه شامل وو خو په معاصر وخت کې د دې مېوې په ترکیب کې څه نا څه بدلون راغلی او په هغه کې د جوارو پولۍ، پوپنک، پاپړ، پتاسې، نقل، ناخود، چاکلېټ او داسې نور څیزونه هم اضافه شوي دي. میوه دارې ترورۍ به ځینو ځانګړو ماشومانو ته له یادې شوې مېوې سره سره یو دانه چارمغز یا جوش کړې هګۍ هم ډالۍ کوله. هر ماشوم به ځانته عیدي ټولوله خو داسې هم کېده چې دوو ماشومانو به شرکت کاوه او کله به یې چې له ټول کلي څخه مېوه غونډه کړه بیا یې له کور سره څېرمه په کوم درمځای تقسیم کړه او هر یو به خپله برخه کور ته یوړه. دغه مېوه به بیا تر ډېره وخته میندو ورته ساتله او په تدریج سره به یې لږ لږ ماشوم ته ځینې ورکوله. د وردګو په کوچني او لوی اختر کې پخوا ماشومانو ته د اختریزې یا عیدۍ په توګه د پيسو د ورکولو دود نه وو خو اوس مهال د مشرانو له خوا ځینو ځانګړو ماشومانو ته یوه اندازه نغدې پیسې هم د عیدۍ په توګه ورکول کېږي.

د پاملرنې وړ ټکی: د ټولو هڅو سره سره دا حقیقت باید څرګند شي چې دغې لیکنې د وردګو د څلورګونو (جغتو، سیدآباد، چک، دایمرداد ـ جلګه) ولسوالیو د کوچني اختر ټول مراسم په خپله منځپانګه کې نه دي را اخیستي او زموږ په ټولنه کې به په دې اړوند نور داسې مسائل هرو مرو وي چې باید تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي. د کوچني اختر د دودونو او نمانځلو موضوع یو لوی بحر ته ورته موضوع ده او د دې کرښو لیکوال په هېڅ توګه ادعی نه کوي چې د موضوع په اړوند یې پوره، هر اړخیز او د خپلې ټولنې د ټولو پاړکیو معلومات را اخیستی دی. ځکه چې له ځینو مشترکاتو سره سره د کوچني اختر د ستر دیني، کلتوري او ټولنیز فیسټیوال مراسم حتی له یو کلي څخه تر بل کلي او له یو کور څخه تر بل کور  پورې توپير کوي. له همدې کبله د همدې سلسلې لیکوال له درنو لوستونکو څخه هیله کوي چې په دې اړوند اضافي معلومات د نظریاتو په برخه کې شریک کړي.

د دې لړۍ بله برخه به ژر خپره شي. له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.