مینه والې لنډۍ – لومړۍ برخه

ګل آغا احمدي وردګ

256

اختره پټ یې درته وایم

له خپل مین جانان به غېږه تاوومه

اختره ژر قدم راواخله

زه مې د مینې د لیلا کوڅې ته ځمه

ارمان د سپینو پایڅو خیاله

راغلی مه وای، زه به نه مین کېدمه

ارمان مې هېڅ په دنیا نشته

چې پرې مین وم، ترې چاپېر مې کړل لاسونه

اصیل ګلاب چې پکې نه وي

په نورو ګلو مې تسل نه شي مینه

افسوس، افسوس، ارمان، ارمان دی

 په پاکه مینه مې غلط ګمان کوینه

امېل مې جوړ له بادوریو

د جانان غاړه پرې سمسور ده مینه

امېل مې خړو اوبو یوړو

په ما مین جانانه نیسه ګودرونه

انصاف به دا وي زما ګلې

چې خپل مین جانان دې هېر نه کړې مینه

انکار د مینې دې کړای نه شم

که مې منصور غوندې څوک دار ته خېژوینه

اوبه د کوز ګودر خوږې دي

 زه د مین لپاره بر ګودر ته ځمه

اور چې بلېږي آخر مړ شي

د مینې اور سړی تر مرګه سوزوینه

اور چې بلېږي، اخر مړ شي

زړه چې مین شي، همېشه لمبې وهینه

اوږۍ د غاړې بندیوانه

زه بندیوانه د جانان د مینې یمه

اوس خو د غم په دریاب ګډ یم

جانانه لاس را چې خوشحاله شم مینه

اوس مې د مینې تاوان راکړه

نرۍ، نرۍ خندا دې کړه مین دې کړمه

اوښکو زما غمازي وکړه

حال مې د زړه پر مخ لیکي رسوا یې کړمه

اوښکو مې راز د زړه ښکاره کړ

که مې آشنا له خلکو پټ ساته مینه

اوښکې په ډکو څاڅکو شمېره

له مین زړه نه په ژړا راغلې دینه

اول خو ته په ما مین شوې

اوس راته وایې زړه دې صبر کړه مینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.