ملا برادر خوشې کول د ای‌ايس‌ای بل نيرنګ دی

0 705

که څه هم د ملا برادر له نيول کېدو وروسته په تېرو ۸ کلونو کې افغان حکومتونو هڅه وکړه چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره ملا برادر د پاکستان له منګولو ازاد کړي او په دې تړاو د کابل او اسلام‌اباد تر منځ خبرې هم وشوې، خو بيا يې هم کومه پايله نه لرله.

بالاخره ملا برادر د کندهار د پخواني امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق له ترور سره سم له بنده ازادېږي، هغه هم په داسې حال کې چې د افغان حکومت هيڅ اداره پرې خبره نه ده او نه هم په دې تړاو د افغان او پاکستاني چارواکيو تر منځ خبرې شوې.

پاکستاني چارواکي وار له واره له نړيوالو رسنيو سره مرکې کوي او هغوی ته څرګندوي چې ملا برادر يې خوشې کړی او دا ډول ښه په درز ډنګوي.

دې ته په کتو څو ټکي خورا مهم دي چې بايد ورته پام وشي؛

پاکستان په دې لوبې سره هڅه کوي، د افغانانو عمومي ذهنيت مغشوش کړي او داسې وښيي چې ګواکې افغان حکومت يا امريکا له پاکستان سره د ملا برادر په سر معامله کړې.

داسې چې ستر پاسوال عبدالرازق به وژني او په بدل کې به يې ملا برادر له بنده ازادېږي.

پاکستان د افغانانو په منځ کې د همداسې يوه ذهنيت د جوړولو هڅه کوي او غواړي افغانان په خپل حکومت او نړيواله ټولنه بې باوره کړي.

که رښتيا هم پاکستان د ملا برادر خوشي کېدل غوښتل او د افغانستان د سولې له پروسې سره يې د مرستې لپاره دا کار کاوه، نو ولې ونيول شو او ولې تر دې مهاله ساتل شوی و.

که څه هم ويل کېدل چې ملا برادر هڅه کوله، له افغان حکومت سره د خبرو چينلونه پرانېزي، خو تر هغې چې طالبان د پاکستان له غېږې را و نه وځي، داسې يو فکر خيال است، مهال است و جنون.

هماغه په ۲۰۱۰ کال کې چې پاکستان ملا برادر ونيوه، پاکستان په زغرده څرګنده کړه چې هغه د پاکستان د ګټو پر خلاف روان و، غوښتل يې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او دا هغه څه و چې پاکستان نه غوښتل.

دويم بحث دا دی چې ايا ملا برادر به اوس وکړای شي، د افغانستان د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي؟

له دې سره سره چې ملا برادر د طالبانو له بنسټ اېښودونکيو څخه يو دی، له ملا عمر سره يې پخه يارانه لرله او د نيول کېدو پر وخت د دې ډلې دويم مهم سړی و، خو اوس چې له هغه وخته شاوخوا ۸ کاله تېر شوي دي، هر څه بدل دي، اوس يوازې د ملا برادر نوم خوشې شوی او د هغه شخصيت له شک پرته د پاکستان له لوري ترور شوی دی.

داسې يو څوک چې ۸ کاله د پاکستان تر شکنجو لاندې وي، فکر کوئ چې هغه به په هماغه ډول پاتې وي چې مخکې و.

يو څه بايد موږ ته نور د لمر په څېر روښانه وي هغه دا چې پاکستان د افغانستان دښمن دی او بې له دښمنۍ ورسره هر ډول اړيکه پالل پر ځان ظلم او مردود کار دی.

داسې څه يوازې پاکستان ته فرصت ورکول دي چې د دې چېنل له لارې د افغانستان پر ضد استفاده وکړي.

په تېرو ۱۸ کلونو کې هر ځل پاکستان ته د خبرو، اړيکو او نرمي له لارې ور مخکې کېدل، مار ته په لستوڼي کې ځای ورکول و، ښه ډېر وچيچل شوو، خو بيا هم پوه نه شوو.

پاکستان په ځانګړي ډول د افغانستان پر وړاندې تل دوه مخې لوبه کړې، هغه څه چې د مېز پر سره مطرح کوي او ژمنه يې کوي د پردې تر شا د هغه پر خلاف عمل کوي او دا بايد اوس موږ ته يو څرګند فورمول وي داسې چې هغه څه چې پاکستان د مېز پر سر وويل، د هغه پر خلاف عمل کوي.

نو پر دې بنسټ افغان حکومت او خلکو ته ښايي چې نور د پاکستان په دې ډول سياستونو و نه غولېږي، له هغه مهاله چې په دې سيمه کې د پاکستان په نوم جغرافيه رامنځ‌ته شوې افغانانو او افغانستان ښه ورځ نه ده ليدلې او دا هېواد په هيڅ صورت هم د افغانانو او افغان خير نه غواړي او نه يې غوښتی.

نو که پر دې سربېره هم پر داسې يوه هېواد باور کوو، يوازې ځان غولوو، لا غرقېږو او لا کندې ته لوېږو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply