طالبان د مسکو ناستې ته زړه نازړه دي

0 856
په ماسکو کې د افغان سولې په تړاو ناستې ته د نومبر لومړۍ نېټه یانې د پنجشنبې ورځ ټاکل شوې وه، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه د ناستې دقیقه نېټه نه ده مالومه، خو ماسکو وايي چې د همدې را روان نومبر په میاشت کې به خامخ تر سره کېږي. د ناستې د نېټې نامالوموالی په خپله په ناسته کې د ګډونوالو د برخې اخیستو او نه اخیستو اشاره ورکوي.

تر ټولو مهم برخه‌وال یې له تمې سره سم د طالبانو اړخ دی چې تر اوسه یې د تلو او نه تلو په اړه پرېکړه نه ده کړې. طالبانو ویلي چې که د ناستې اجنډا هماغه پخوانی وي، دوی به پکې ګډون وکړي. د تېرې ناستې په اجنډا کې طالبانو ته د یوه اړخ په توګه د پروټوکول د ورکولو خبره شوې وه چې ان د ناستې په ودانۍ کې د دوی د بیرغ د درېدو پر سر موفقه شوې وه، خو رسنیو ته له ور رسېدلو خبرونو ښکاري چې طالبانو د ماسکو په غونډه کې د ګډون پر سر له روسانو سره په لانجه اخته شوي او د اګسټ په وروستیو کې ورسره منل شوی پروټوکول نه ورکول کېږي.

ټاکل شوې وه چې د تېر سپټمبر پر ۴ مه دغه ناسته تر سره شوې وای، خو د افغان حکومت په غوښتنه روسانو هماغه ناسته وځنډوله او دا ځل به یې مشري په ګډه  افغان حکومت او د روسیې دولت کوي. ویل کېده چې هغه مهال روسانو له طالبانو سره منلې وه چې د مذاکراتو د مېز پر سر به هم د طالبانو د پلاوي مخې ته د دوی سپین بیرغ ایښی وي، خو د افغان حکومت لپاره دا چاره د منلو نه وه او پر همدغه ډول مسالو یې د ماسکو ناسته وځنډوله او تمه کوي چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د افغان دولت درې رنګه بیرغ د نورو هېوادونو د پلاوو په خوا کې ولاړ وي.

د ناستې د ورځې د نامالومېدو له لانجو ښکاري چې دا ځل طالبانو ته د یوه اړخ په توګه د بیرغ د لرلو او نورو مسالو پروټوکول پر سر د طالبانو او ماسکو تر منځ هوکړه نه ده شوې او طالبانو ویلي چې د ناستې اجنډا ته له کتنې وروسته به د ماسکو په غونډه کې د ګډون پرېکړه کوي.

افغان حکومت د یوه باصلاحیته پلاوي د ټاکلو او ورتلو پر سر له تېرو ۲ میاشتو راهیسې بحثونه پیل کړي دي او تمه کېږي چې په نن سبا کې به د دغه پلاوي نومونه ښکاره شي چې ممکن د حکومت، سولې شورا او یو شمېر خپلواک کسان پکې برخه ولري. کابل تمه کوي چې د واشنګټن له ګډونه پرته دغه ناسته کې به په مخامخ ډول له طالب پلاوي سره وویني او د هغوی نظرونه به د نړیوالو په مخه کې واوري.

په داسې حال کې چې د افغان پلاوي او طالب استازيو تر منځ د لیدنې مساله هم تر اوسه نه ده تایید شوې، د ولسمشر غني حکومت هیله لري چې لږ تر لږه د طالبانو په رسمي دریځ به یې سر خلاص او د راتلونکو اړیکو د ټینګېدو لپاره به یو ادرس په ګوتو ورشي.

طالبان له ماسکو ناستې تمه لري چې لږ تر لږه نړیوال پرسټیژ به یې ورسره ښه شي، له نړیوالو سره به یې اړیکې پراخې شي او خپل پیغام به د روسیې، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخامخ ورسوي.

طالبان فکر کوي چې په دغه ډول ناستو کې به سیمه‌یز او نړیوال ملاتړ ورخپل او د امریکا ضد جګړه کې به یې نړیوال دوستان او ملاتړي زیات شي.

د روسیې، چین په څېر لوی هېوادونه غواړي، د سولې په خبرو کې خپل رول واشنګټن ته ښکاره او وښيي چې له طالبانو سره د سولې په راتلونکو خبرو کې دې د دوی ګټو ته هم پام وشي. پاکستان او ایران غواړي چې ماسکو  په ناستې سره امریکا په یوه ډول وننګوي او وښيي چې دوی د روانې جګړې او سولې لوری بدلولای شي او له دوی پرته په افغانستان کې معامله ورته ګرانېږي.

په دې سربېره دغه دوه هېوادونه غواړي چې په روانه لوبه کې نور هېوادونه هم ورښکېل او د افغانستان او امریکا لپاره جګړه او سوله پېچلې کړي.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو هیله د ماسکو له ناستې دا ده چې د طالب استازيو له خوا مخامخ ډاډ تر لاسه کړي چې د منځنۍ اسیا په تړاو یې اجنډا کې څه نه‌شته او د داعش له خوا ورپېښ احتمالي ګواښ دفع کولای شي.

په دې سربېره په راتلونکي افغانستان کې د خپلې کېدونکې پانګونې او له دې لارې له سویلي اسیا سره د راکړې ورکړې په تړاو د طالبانو د سر ښورولو ژمنه تر لاسه کول دي.

خو په رینګ کې ولاړ اصلي لوبغاړي، پخپله طالبان، امریکا او افغان حکومت دی چې لا هم پر دې نه دي راضي شوي چې درې واړه په یوه ټغر سره راټول او د افغانستان په شخړه ګډه پرېکړه وکړي.

واشنګټن وايي چې د دوی له شتون پرته د ماسکو په ګډون هر ډول ناسته له افغان سولې سره مرسته نه‌شي کولای او دوی هڅې کوي چې له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو اترو د پر مخ بېولو لپاره د زلمي خلیلزاد په مټ یوې پایلې ته ورسېږي چې لومړني تماسونه یې ډېر سیاستوال د افغانستان دننه او بهر مثبت ګڼي. دا رنګه په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو د ملا برادر، ملا رسول او ملا صمد ثاني راخوشې کېدل د دغې لوبې د پای ته رسېدو لور ته یوه کوچنۍ هڅه بلل کېږي چې وایي امریکا د باور جوړولو په موخه تر سره کړې.

 سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply