ذبيح الله مجاهد ته د جلال امرخيل صيب څو کرښې

0 953

ذبیح الله مجاهد دې دا له یاده نه باسي چې امریکا زما پر خاوره لومړی برید د پاکستان له خاورې کړی
څوارلس کاله یې پرلپسې د جنګ آبزار او وسایل د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقالول او د پاکستان فوج د امریکا فوځیانو ته لاس په نامه ولاړ فوځ و آن تر دې چې په قبایلي سیمو یې د امریکې د بې پیلوټه بریدونو په اړه خاموشي غوره کړه بلکې خپله یې هم قبایل تر بریدونو لاندې ونیول
ذبیح الله مجاهد دې دا هم نه هیروي چې همهغه اسامه بن لادن چې تاسې یې په عشق کې دا اتلس کاله افغانستان لوګی لوګی کړ د چا د عشق لپاره مو چې دا بې وسه او بې کسه ولس اتلس کاله پرلپسې د شپږ پنځوس هیوادونو د دښمنۍ میدان ته ودروه همهغه اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ په انګړ کې د امریکایي چورلکو په واسطه یا ووژل شو یا ویوړل شو خو د پاکستان فوځ یې نه جنګي الوتکې ولیدې نه یې د هغه د ژغورنې لپاره کوم مزاحمت وکړ

ذبیح الله مجاهد دې دا هم نه هیروي چې د طالبانو دویم امیر په پاکستان کې د همدې فوځ په جاسوسۍ په امریکایي بې پیلوټه الوتکه وویشتل شو او ملا برادر غوندې یو نفوذي مشر یې د همدې فوځ په زندان کې نهه کاله زنداني کړی و ملا ضعیف یې په هغومره بې عزتۍ کفري ملک ته لاس تړلی وروسپاره

او سمیع الحق مولانا هماغه نفوذي عالم و چې تل یې د پاکستان د فوځ پرخلاف پاریدونکي خلک ارامول نه یې په دې هکله کله قرانکریم او احادیثو ته رجوع وکړه بلکې د پاکستان ائین ته یې رجوع کوله
د سیاف رباني او سمیع الحق ترمنځ د حکیم الله مسعود په اصطلاح توپیر واضح کړه دا دیني عالمان دلته د هماغې اردو ترڅنګ ولاړ دي چې امریکایان یې خړوبوي او سمیع الحق هلته د هماغه فوځ تر شا تکیه ولاړ دی چې امریکایان یې خړوبوي هغه فوځ یوه ګوته لا زیات ګنانګار ځکه دی چې له خپلې خاورې د هماغو وسلو ترانزیت کوي او پیسې ورباندې اخلي چې ستا د وژلو لپاره افغانستان ته انتقالیږي
ته په کومو سترګو او کوم وجدان هغه ته د مسلمه امت د شهید خطاب کوې چې افغانستان کې د امریکا خلاف جهاد جهاد بولي خو د پاکستان د هماغه فوځ خلاف جهاد فساد بولي چې د افغانستان په جنګ کې د امریکا ښی لاس همکار بلل کیږي
مګر که تاسې د وجدان په نوم څه درلودی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply