سرچينه: ولسمشر له طالبانو سره د مذاکراتو کولو لپاره ١١ کسيز پلاوى ټاکلى

0 612
دانش کړوخيل
Nov 22, 2018 – 19:13

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): باوري سرچينې وايي چې ولسمشر غني له طالبانو سره د مذکراتو د پرمخ بېولو لپاره د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ ١١ کسيز پلاوى ټاکلى دى.

څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له افغان حکومته غوښتي و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باصلاحيته پلاوى وټاکي.

هغه نوملړ چې پژواک خبري اژانس له يوې باوري سرچينې څخه ترلاسه کړى، په ياد شوي پلاوي کې ١١ تنه شامل دي چې درې تنه يې ښځې دي.

د ولسمشر د دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي، د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر ميرويس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسينه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالاکرزى، د کډوالو چارو وزارت مرستياله دکتور عالمه، د ملي امنيت مرستيال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړى عطاءالله لودين، د پکتيا والي شميم کټوازى، د سترې محکمې غړى ډاکټر عبدالله عطايي او د بهرنيو چارو د فرهنګي اړيکو رئيس توريالى غياثي شامل دي.

د پکتيا والي شميم کټوازي، پژواک ته وويل چې په دې وروستيو درېيو مياشتو کې ده د سولې لپاره ډېر کار کړى، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره يې زمينه مساعده کړې وه او له امريکايانو يې غوښتي و چې دوى دې له طالبانو سره خپله مستقيمو مذاکراتو ته ورداخل شي، نو ولسمشر ښايي د ده د دغو هڅو له امله په دې نوملړ کې د ده نوم ور شامل کړى وي.

خو دى زياتوي، تراوسه پورې کومې رسمي سرچينې يا د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه له ده سره اړيکه نه ده نيولې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته د ياد شوي نوملړ په اړه وويل: “دغه لست تراوسه پورې تر کار لاندې دى او او دا سمه ده چې رحيمي صاحب يې مشر دى.”

ده زياته کړه: “موږ دا غوره ګڼو چې په دې اړه مطبوعاتي اعلاميه خپره نه شي او رسمي دريځ ښکاره نه شي، ترڅو پورې چې رئيس جمهور په دې اړه وينا ونه کړي او دا خبره اعلان نه کړي، موږ دا غوره بولو چې اوس څه ونه وايو.”

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري بيا پژواک ته وويل: “په دې اړه رسمي نظر نه لرو، ځکه تراوسه پورې [دغه لست] تر کار لاندې دى او ترڅو چې په خپله رئيس جمهور يې اعلان نه کړي، په دې اړه رسمي خبرې نه کوو.”

يوې بلې موثقې سرچينې بيا پژواک اژانس ته ومنله چې ياد شوى نوملړ دوى هم کتلى، خو په هغه کې د افغانستان د پنځو سياسي بهيرونو استازي نه ليدل کېږي او وېره دا ده چې دغه جريانونه به ښايي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره يو بل نوملړ وړاندې کړې.

ده زياته کړه چې بيا هم په ياد شوي ليست کې د هغو سياسي بهيرونو د ځينو هغو کسانو نومونه ليدل کېږي چې اوس د دولت غړيتوب لري.

خو دى وايي: “متاسفانه دغه هيئت چې افغان حکومت غواړي ويې ټاکي، د مذکراتو لپاره سياسي پوهه نه لري، بلکې دا يو تخنيکي ټيم دى چې په ګرانه به طالبانو سره دغه مذاکرات پرمخ بوځي.”

یاد شوى نوملړ په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې مخکې ولسمشر غني په بېلابېلو ناستو کې له خلکو غوښتي وو چې د سولې د مذاکراتو لپاره د جوړېدونکي بورډ په اړه له هر ولايت څخه درې درې تنه ور معرفي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply