خلک د قانون واکمني غواړي / محمد بشیر یوسفزوی

0 562

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جنیوا کنفرانس کې یو ځل بیا د نړیوالو پام افغانستان ته ډېر کړ، نو موړي په خپله اوږده خو په زړه پورې وینا کې د تېرو کلونو او تحول لسیزې بېلابېلو پرمختګونو او لاسته راوړنو ته اشارې وکړې.

جمهور رئیس غني د خپلې وینا په پیل کې په ډاګه وویل، افغانان د قانون د حاکمیت پلویان دي، ځکه قانون د دوی حقونه او برابري تضمینوي. نوموړي وویل: ”افغان ښځې او سړي د اساسي قانون ارزښتونه، په ځانګړې توګه هغه برخې یې چې ټولو اتباعو ته د حقوقو او ازادیو مساوات ورکوي،داسې ارزښتونه ګڼي چې باید قدر یې وشي او دفاع ترې وشي. 

زموږ خلکو چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په جنګ، ناامنۍ او بې قانونۍ کې ژوند کړی او په دې منځ کې یې هر ډول ظلمونه، وحشتونه، ستونزې او ناخوالې ګاللي، نو له همدې امله د قانون د حاکمیت غوښتونکي دي، ځکه دوی خپله هوساینه او خوندیتوب په قانوني چاپيریال، ټولنه، د قانون او عدالت په تامین کې ویني.

ولسمشر په خپله وینا کې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون ته په اشارې وویل، ”د تلې ۲۸ نېټې د ولسي جرګې ټاکنو کې د تهدیداتو او راکټي بریدونو سره سره بیا هم خلک د رای ورکولو لپاره په اوږدو لاینونو کې ولاړ و.

موږ او تاسو ولیدل چې افغانانو د ټاکنو کمېسیون د مسوولین د کمزوري مدیریت، ټولو تخنیکي او امنیتي ستونزو باوجود په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رایې ورکړې، ځکه دوی غوښتل چې د ناوړه کسانو پرځای وړ کسان په خپلو رایو سره ولسي جرګې ته بریالي کړي او د هیواد په کچه داسې جرګه جوړه کړي چې د دوی ښه استازولي وکړي او د هیواد د ابادۍ او د قانون د حاکمیت لپاره داسې قوانین تصویب کړي چې د ټولو په ګټه وي، مګر دا هیله د دوی له رایې پرته نه پوره کېدله، ځکه یې نو هره سخته او خطر پرځان ومانه او د رای ورکولو په اوږدو کتارونو کې یې ساعتونه انتظار وکړ.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د قوانینو د یو کتاب په حیث پر اساسي قانون چې موږ په یو ولسواک دولت کې سره وصلوي بیا له سره اجماع رامنځته شوې. موږ پر دې اجماع لرو چې ټولشموله، رڼې او پر وخت ټاکنې د خلکو او منتخب حکومت تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره اساسي اړتیا ده. زموږ خلک هر هغه وړاندیز په کلکه ردوي چې د اساسي قانون خلاف وي.

په دې وروستیو کې د سولې د هڅو له پیلولو سره جوخت د ځینو مغرضو کړیو له لوري د موقتې ادارې د جوړولو ډنډوره ګرمه شوه او داسې یې تبلیغوله چې ګواکې د امریکا متحده ایالات او طالبان د سولې لپاره د موقتې ادارې د جوړولو غوښتونکي دي، حال دا چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو دغه اوازه په کلکه رد کړه.

موقته اداره نه د هیواد په خیر ده او نه هم د هیواد د شته ستونزو د اساسي حل لپاره ګټوره نسخه ده، ځکه نو باید اساسي قانون ته په درناوي د موقتې ادارې د جوړېدو پرځای ولسمشریزې ټاکنې د هیواد د اساسي قانون د صراحت او حکم مطابق پر وخت ترسره شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply