په کندهار کې پر پنځه زره جریبه ځمکه د پستې نوي باغونه جوړ شوي

0 1,059
بشیر احمد نادم

کندهار (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۷): د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، د روان کال له پیله په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې د ۸۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي.

دغه څرګندونې د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي په خبري غونډه کې خبریالانو ته وکړې.

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شوې دي چې تر ټولو مهمه یې پر ۵ زره جریبه ځمکه د پستې د باغونو جوړول دي.

دی وايي، دا چې کندهار وچکالۍ ځپلی او تر پخوا اوبه کمې شوې دي، پسته ډېر ښه نبات دی چې هم د کندهار له اقلیم سره توافق لري او هم کمې اوبه غواړي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې د ورته نورو نباتاتو، لکه زعفران او زیتون د ترویج لپاره هم کار کوي چې د نورو په نسبت کمو اوبو ته اړتیا لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په روان کال کې یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۵۰۰ مېرمنو ته د سبزیو د کرلو روزنه ورکړې او له هغوی سره یې د ۱۲ قلمه وسایلو مرسته کړې، څو هغوی په خپلو کورونو کې سبزي وکري، بازار ته یې وړاندې کړي او له دې لارې خپلو کورنیو ته عاید ومومي.

دی وايي، د دې تر څنګ ۵۰۰ نورو مېرمنو ته د چرګانو د ساتلو روزنه ورکړل شوې او هرې مېرمنې ته ۳۰ چرګان ورکړل شوي، څو ویې روزي او له دې لارې د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.

سیدي زیاته کړه، ګڼو نورو مېرمنو ته بیا په کورونو کې ګرین هاوسونه جوړ شوي چې د لوړ ارزښت لرونکي سبه په کې وکري او محصولات یې په بازار کې وپلوري.

د کرنې په برخه کې د ناروغیو او افاتو په اړه نوموړي وویل چې د انارو او نورو مېوو د ناروغیو په اړه یې باغ لرونکو ته روزنه ورکړې او له هغوی سره یې مرسته کړې ده.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له شاوخوا ۵۰۰ بزګرو سره د ۶ ډوله تخمونو او بېلابېلو توکو مرسته شوې، څو هغوی د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړي.

دی وايي، په ټولیزه توګه په کندهار کې باغدارۍ ته د خلکو پاملرنه ډېره ده، خو دوی غواړي سبزیو کرلو ته هم پاملرنه ډېره شي.

هغه په کندهار کې د مالدارۍ یادونه هم وکړه چې تر پخوا په کې ډېر پرمختګ شوی دی.

ده خبر ورکړ چې په کندهار کې ۷۰۰ د کبانو فارمونه جوړ شوي چې ان ځینې فارمونه یې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ زره کبانو د روزلو وړتیا لري.

دی وايي، دغو فارمونو د کبانو د غوښې په برخه کې د کندهار اړتیا پوره کړې ده.

خو ده یادونه کړه چې وچکالۍ کوچیان او د هغوی مالداري زیانمنه کړې ده، ډېر یې اړ شوي چې نورو سیمو ته وکوچېږي او ځینو بیا خپلې مالدارۍ د خوراکې له نشتوالي پلورلي دي.

ده خبر ورکړ چې له کوچیانو سره یې د مرستې لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر کوچیانو ۲ زره مټریک ټنه د څارویو خوراکه وېشلې ده.

سیدي په کندهار کې د نړیوال بانک په مرسته د یوه مجهز او عصري لابراتوار د جوړولو خبر هم ورکړ چې ۸۰ سلنه یې کارونه مخ ته تللي دي.

دی وايي، په دغه لابرتوار کې به د کرنې سکتور اړوند ناروغیو تشخیص کېږي چې کروندګرو او باغ لرونکو ته به مشورې هم ورکوي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه دا چې غنم ستراتېژیک نبات دی او د کارولو کچه یې لوړه ده، نو په همدې بنسټ یې پر ۵ زره کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې چې روانه ده.

د کرنې رییس د راتلونکي کال پر پلانونو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د اړوند وزارت او مرستندویه ادارو په مرسته به په کندهار کې پر ۵ زره جریبه ځمکې نوي باغونه جوړوي چې ډېره برخه به یې د پستې وي.

دغه راز ده خبر وکړ چې د کندهار سیلو به په پرمختللې بڼه جوړېږي او د دې تر څنګ به پر دولتي ځمکو تجارتي یا کمرشل باغونه جوړوي چې په قطره يي بڼه به اوبېږي، څو هم د اوبو د ضیاع مخنیوی شوی وي او هم ښه حاصلات تر لاسه شي.

ده یادونه کړه چې په نوي کال کې به یو شمېر چیک ډیمونه هم جوړ شي چې اوس یې د سروې چارې روانې دي، څو د باران اوبه زېرمه شي او د کرنې لپاره ترې کار واخیستل شي.

د دې تر څنګ ده په نوي کال کې د زعفرانو د ۶۰ نوو نمایشي قطعو د جوړولو خبر هم ورکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply