له طبیعي زېرمو ډک او په ځنګلونو پټ نورستان

0 1,310

محمد انورولید

د نورستان پېژند نه :

نورستان د افغانستان له شمال ختيځو ولايتونو څخه یو دى، دغه تاريخي سيمه د تاریخ په مختلفو دورو کې په بېلابېلو نومونو ياده شوى ده.

د جغرافيايي موقعيت له مخې نورستان یوه غرنۍ سيمه ده چې پخوا دا سيمه د کافرستان ترڅنګ د بلور يا بلورستان په نومونوهم ياد ه شوې ده. بلوريان يواځې د نورستان سيمه نه، بلکې د کونړ، چترال او کاپيسا ځينې سيمې هم د بلورستان په سیمې پورې تړلې وي.

په ١١٧٤ لمريزکال کې د افغانستان پاچا اميرعبدالرحمن خان ترن ظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله او د مرکزي حکومت حاکمیت یې پرې ټینګ کړ، په هغه زمانه کې هم دا سيمه د بلورستان او کافرستان په نومونو يادېدله. وروسته  د دې سيمې ټول خلک مسلمانان شول او اوس دا سيمه دنورستان په نامه يادېږي.

د  نورستان ولايت ډېرې برخې له درو ، غرونو اوغونډیوڅخه تشکیل شوې دي. پراخه ځمکې، ميدانونه يا دښته نه لري.

ډېرې کمې کرنيزې ځمکې لري چې خلک یې د کرنیزو حاصلاتو له مخې نه شي خود کفاء کولی . په نورستان کې يو شمېرسيندونه هم بهيږي چې د لرګيو پلونه پرې جوړشوي دي. د دې ولايت مرکز پارون دى.

نورستان ٩٢٦٧  کيلو متره مربع مساحت لري او شاوخوا څلور سوه زره نفوس لري ، چې ډېرى اوسېدونکي یې د کار روزګار له امله په ننګرهار، کونړاو لغمان ولايتونو کې مېشت شوي دي.

ددې ولايت داوسېدونکواصلي ژبه نورستاني ده.  ١٥ سلنه وګړي يې په پشه يي ژبه خبرې کوي او يو سلنه يې پښتانه دي، دغه راز ځينې برخې يې تاجک هم دي. خو اداري ( رسمي ) ژبه په دې ولايت کې پښتوده.

د نورستان څلور خواوې:

ددې ولايت شمال ته بدخشان ولايت، ختيځ ته يې د پاکستان د چترال او کشمير سيمې، سوېل ته يې  د کونړ ولايت او لوېديځ ته يې پنجشېر، کاپيسا او د لغمان ولايتونه پراته دي.

د نورستان اقليم:

نورستان نرم موسم لري، هرکال له ٦٠٠ څخه تر٨٠٠ ملي متره اورښتونه لري، د نورستان شمالي برخې په ژمي کې ډېرې سړې وي او د تودوخې درجه ترمنفي لسو درجو پورې په کې رسيږي.


نورستان، چې يوغرنى ولايت دى، د ژمي پرمهال په کې ډېره زياته واوره وريږي اوټولې لارې يې وتړل شي، په ژمي کې يې هوا ډېره سړه وي، په نورو فصلونوکې يې هوا بيا معتدله وي، خو په اوړي کې يې په ځينو سیمو کې هوا ګرمه وي.

اداري واحدونه:

دغه ولايت د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري. پارون ددې ولايت مرکز دى،واما، کامدېش، برګمټال، دواب، نورګرام  ، وانټ وايګل او منډول يې ولسوالۍ دي.

پوهنه:

په نورستان ولايت کې تردې مهاله شاوخوا (۲۱۱) ښوونځي موجود دي ،چې په کې  دوه لېسې،١١۷ لومړني او ٩۲ منځني ښوونځي دي.

همداراز په دغه ولايت کې ٢٠ ديني مدرسې،دوه د زراعت مسلکي لېسې او درې دارالمعليمنونه هم شته ، په ياد ولايت کې د زده کوونکو شمېر ٧٢٨٤٣ تنو ته رسيږي، چې ٤٤٢٢٠ تنه يې هلکان او ٣٢٦٢٣ يې نجونې دي.

په دغه ولايت کې د ښوونکو شمېر ١٢٧٠تنو ته رسيږي، چې ١٢٠ يې ښځينه او نور يې نارينه دي، په دغو ښوونکو کې ٣٠ نارينه مسلکي ښوونکي او ٤ ښځينه مسلکي ښوونکي موجود ې دي.

د اسلامي تعليماتو په برخه کې ١٩٠ تنه استادان موجود  دي،  چې ١٢ يې ښځينه او نور يې نارينه دي.

د دغه ولايت شاوخوا ٣٥ ښوونځي تړل شوي ،همداراز په نورستان  کې يواځې ٥٦ ښوونځي تعميرونه لري او پاتې نور يې نه لري.

کرنه:

د نورستان ډېرى برخې په ځنګلونو پوښلې دي، کرنيزې ځمکې پکې کمې دي، په ځنګلونو کې يې د جلغوزو، چهارمغزو، ارچې، نښترو، بلوط، شيشم، ګل بيد، چنار، نيمه چنار او داسې نورې ونې شاملې دي.  په لوېديځ نورستان ولسوالۍ نورګرام کې د تازه مېوو باغونه هم شته او ددغه ولايت يو شمېر خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي.

صنعت :

ددې ولايت خلک او په ځانګړې توګه ښځې يې په لاسي  صنعت بوختې دي، دوى پشمي او نخي رختونه ګنډي او له هغو څخه بيا سيمه ييزې جامې جوړوي. ددې ترڅنګ د څارويو له څرمنو څخه هم  جامې او نور توکي جوړوي.
په نورستان کې کانونه ډير دي ، چې په غيرفني اوغيرقانوني او بېرحمانه ډول د داخلي او سیمه ئیزو قاچاقبرانو له خوا ا يستل کيږي.

تر اوسه پورې په دغه ولايت کې کومه فابريکه نه تر سترګو کيږي، چارواکي يې وايي ، چې په دغه ولايت کې د فابريکو او صنعت لپاره ډېر ښه چاپيريال موجود دى، خو تر اوسه پورې هېڅ کوم پانګوال په دغه ولايت کې پانګونه، نه ده کړې.
په نورستان کې يواځې پکولونه او چپنې په شخصي ډول جوړيږي، چې د ولایت په داخل کې ترې ډيره ګټه اخيستل کيږي.

مشاهير:

نائب سالار عبدالوکيل خان، ګل مير خان،فرمون خان،مولوي افضل،دولت انقلابي،عبدالله خان نورستانى،مولوي غلام رباني،عبدالقدير نورستانى،شيخ فضل احمد مسلم،سميع الله،سليمان،مجيد رشيدي، سلطانه نورستانۍ، جنرال قيس او داسې نور ددغه ولايت مشهورې او نوموتې څېرې دي.

کلتور:

د نورستان د اوسېدونکو کلتور، عادات او کړنې د نورو ولايتونو له خلکو څخه جلا او بېلې دي، ددې ولايت ډېرى خلک مالداري کوي، له لرګيوڅخه یې دوه پوړيزه کورونه جوړکړي دي ، يوه کړکۍ ختيځ اوبله لوېديځ لوري ته پرېږدي، پرکټونو بید ېږي او ډېرى يې د ميز دپاسه ډودۍ خوري ،  د څارويو له څرمنو څخه يې پخوا جامې جوړولې او اغوستلې ،چې  اوس هم په ځينو سيمو کې دغه چاره ترسره کوي . نارينه يې پکول په سروي ، په ودونو کې د نجلۍ پلار د هلک له پلار څخه ځينې څاروي د (تويانه) په توګه اخلي.

په نورستان کې د واده په مراسمو کې دوستان د واده کورنۍ ته پسونه،وزې او نور څاروي په تحفه کې  ور وړي او هلته يې حلالوي، يو پسه يا وزه چې کله دوى حلال کړي په ٢٤ برخو یې وېشي  او بيا يې  يوه ديګي ته اچوي او پخوي يې.
غوښه يې نيم خامه وي ، د هرې برخې  لپاره يو ځانګړى سړى وي او هغه برخه همغه معلوم شخص ته ورکوي.
د کلي د مشرانو او ملا لپاره د غوښې ځانګړې برخه وي ، چې هغوى ته يې ورکوي، په واده کې د نورې  ډوډۍ پرځاى غوښه ورکوي.

خلک يې د يوه بل کورونو ته په ازادنه ډول تګ راتګ کولى شي، ښځې يې له پرديو خلکو څخه ستر( پرده) نه کوي.
په دې ولايت کې نورفرهنګي فعاليتونه د نشت برابردي، يواځې په نورګرام ولسوالۍ کې يوه راډيو فعاله ده او په مرکز پارون کې دولتي راډيو ده.

په دغه ولايت کې ځانګړې محلي موسقي موجوده ده، چې ځانګړي  مينوال لري،د موسيقۍ الات يې د نورو په پرتله ساده  دي ، دوى د ډول پر ځاى تمبل چې دوى يې ډب بولي استعمالوي، همداراز يو بل کوچنۍ تمبل چې نرى غږ باسي د ډمکۍ په نوم يادوي، چې د ښاديو په وختونو کې ترې استفاده کوي.

شپيلۍ هم غږوي او ورسره په خوا کې يو ځانګړى سه تار چې په نورستان کې جوړيږي او دوى يې واج بولي  هم غږوي.

لوبې:

په نورستان کې بېلا بېل ډول ځايي لوبې ترسره کېږي، په دغه ولايت کې د خوسي، توپ ډنډه، واوروکى او داسې نورې محلي لوبې ترسره کيږي.

په دغه ولايت کې چې ډېره مشهوره لوبه ده هغه د ګوتې لوبه ده، چې اکثره نورستانيان يې د ژمي په موسم کې ترسره کوي او د پسرلني او اوړي موسم لوبې يې خوسى،توپ ډنډه، ډزغپى او داسې نورې فزيکي لوبې دي، په دغه ولايت کې د وا ليبال لوبې ترسره کوونکي مينوال له بلې هرې لوبې ډيردي.

خو په دې وروستيو کې د کرکټ لوبه هم د نورو ولايتونو ترڅنګ په دې ولايت کې وده کړې او پياوړې ولايتي منتخبه لوبډله لري، چې ډېرى مهال په ولايتي سياليوکې ښه ځليږي، د ولايت په مرکز پارون کې کله ناکله د کرکټ سيالۍ هم ترسره کيږي .، خو د لوبو کولو وړ ډګرونه نه لري .

د نورستان ولایت چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته ویلي، سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي چې ننګرهار، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل کېږي.

د ده په خبره که حکومت او په تېره د کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزو د پروسس لپاره تخنیکې څانګې فعالې او په دې برخه کې له خلکو سره ځانګړې مرستې وکړي، د نورستان د جلغوزو حاصلات به له دې هم زیات شي.

مهمي لاسته راوړنې:  

 ۱- د اقتصاد وزیر ، د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره د ولایتې پراختیا میاشتنۍ ناستې مشري وکړه ، پدې ناسته کې د سکټوري ادارو ، خصوصي سکټور او مدني ټولنو تر څنګ ، د اجرائیه ریاست سلاکار ښاغلی مولوي شفیع الله ، د ولایت مرستیال ښاغلی محمد هاشم فیضي ، د ولایتې شورای ریس سعیدالله او د پراختیایې کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو او ولایتي شورا په بنسټیزو برخو کې چې د دې ولایت اړینه اړتیا ده ، د پاملرنې غوښتنه وکړه . د هغه ولایت والي حافظ عبدالقیوم وویل: د پانګونې اندازه او د ملي وحدت حکومت پاملرنه په دریو تېرو کلونو کې ډېره کمه وه او هیڅ ډول پراختیا پدې ولایت کې نده شوې . د سړک نه شتون د اقتصادي وروسته پاته کېدو او د فقر د کچې لوړېدو لوی لامل ده.

د هیواد د اقتصاد وزیر د هغه ولایت د پراختیایې پروژو په پیل ، د ولایتي پراختیایې پلان په جوړيدا او اقتصادي ظرفیتونو په مفصل ډول خبرې وکړې.

په پای کې د اقتصاد وزیر، د نورستان ولایت د اقتصاد ریس ته دنده وسپارله چې یو ټولیز پراختیایې پلان د هغه ولایت د ظرفیتونو او مؤلد افغانستان د طرحې په نظر کې نیولو او د اړونده بنسټونو په همکارۍ سره جوړ کړي ترڅو د پراختیایې پروژو تطبیق ، د عامه ارامۍ د ودي او فقر کموالې په موخه ، پراختیایې توازن او ټولنیز عدالت تأمین شي.

۲- د هیواد د اقتصاد وزیر ، د نورستان له مشرانو سره خبري وکړې . او د هغوۍ ستونزو او وړاندیزونو ته یې غوږ کېښود .

د اقتصاد وزیر ښاغلي مستور ژمنه وکړه چې د خپل توان په اندازه به ددغه ولایت د ستونزو په له منځه وړلو کې زیار وباسي.

۳- د نورستان ولایت د اقتصاد ریاست د ودانۍ پرانیستل.

۴- د نورستان ولایت د احصایې آمریت  ودانۍ پرانیستل .

۵- د نورستان ولایتي روغتون د ودانۍ د پروژې څارنه .

۶- د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پروژې څارنه.

 ۷- د نورستان ولایت د مقام میلمستون د ودانۍ د پروژې څارنه .

۸-  د نورستان ولایت د څارنوالۍ د ودانۍ د پروژې څارنه .

۹-  د نورستان ولایت د ولایتي شورای د ودانۍ د پروژې څارنه.

۱۰- نورستان ولایت د کرهني ریاست له ودانۍ لیدنه ، او په خوندیتون (ګدام) کې د ولایت د اړتیا وړ لومړنیو توکو بررسي .

۱۱- نورستان ولایت د ښاري مېثاق له دفتر نه لیدنه .

۱۲- امنیتي مرکزونو ( پوستو) څخه لیدنه  ( لومړی نمبر پوستې او دوهم نمبر پوستې له ودانیو څخه لیدنه) .

نورستان ولایت عمده ستونزې:

      ۱- د ولایت عمومي سړک او د نورستان ولایت د ولسوالیو ترمنځ  د سړک نه شتون.

۲- د خام سړک په خاطر د لارې لرېوالی د کابل او نورستان څنګلورو ولایتونو تر منځ.

۳- فقر او د اقتصادي فرصتونو کمښت.

۴- د پوهني او روغتیا په برخه کې ستونزې .

۵- نا متوازنه پراختیا ( په مرکزي سیمو ډیر تمرکز او لیري ولسوالیو ته نه پاملرنه) .

۶- د سوداګرۍ او کار موندنې په موخه کومه فابریکه نده جوړه شوې.

۷- د ابیارۍ  د معیاري سیستم نه شتون .

۸- د دې ولایت لپاره د پراختیایې بودجې کمښت (د نوستان بودجه د لوګر ولایت د بودجې یو پر دریمه حصه ده) .

۹- نورستان ولایت صرف یو وکیل لري ، چې داخپله د توازن نه شتون ښیي.

۱۰- د تدارکاتو د پروسې اوږدوالی ، چې بودجه په خپل وخت نورستان ته نه رسېږي ، او پروژې ځنډول کېږي او په پای کې ایستل کېږي.

فرصتونه:

۱- ښکلی طبیعت چې کولای شي ګرځندویان دې ولایت ته را ښکېل کړي .

۲- ډېري او سرشاره د اوبو سرچينې ( ۹ سیندي حوزې د ۳ تر ۵ زره میګاواټه برېښنا د ظرفیت په تولید سره ، د کبانو روزل او د څښاک اوبو تولید )

۳- طبیعي سرچینې ( زمرد ، الماس ، طلا، لاجورد ، یاقوت، یورانیم ، د تیږو سکاره، مرمر او نوري ګران بیه تیږي)

۴- پدې ولایت کې ډېری طبي بوټي شتون لري.

۵- سرشاره ځنګلونه ( ارچه ، ناجو ، بلوط ، شیشم ، ګل بېد، چنار نیمه چنار او نور) .

۶- وچه مېوه ( ځنغوزي ، چارمغز) .

۷- لبنیات ( شیدې ، پنیر ، مستې ، کوچ، کورت ، پېروی ).

۸ – د لاسي صنایعو او فرنېچرو تولید .

 تعقیب:

۱- د نورستان ولایت د اقتصاد له ریاست سره د سړکونو او مواصلاتي لارو په اړه د معلوماتو د را ټولولو تعقیب.

۲- د ټولګټو وزارت سره د پلان شویو سړکونو د کار د پرمختګ تعقیب.

۳- د کابینې او وزیرانو شورا ته ، د یاد سفر د راپور وړاندې کول.

روان کال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي

 (طالب نیوز):

د طالب نیوز په نامه یوې رسنۍ ــ دوشنبه (۱۳۹۷/۵/۹): د نورستان د چارواکيو له خولې لیکلي چې: روان کال په یاد ولایت کې د جلغوزیو او نورو وچو میوو حاصلات د پخوا په پرتله ډیر شوي وو؛ خو د بازار نشتون یې ستونزې جوړې کړې وې.
د نورستان والي هم رسنیو ته تائید کړه، چې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي وو.
حافظ عبدالقیوم وویل: « سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي».
نوموړي وویل: په روان کال کې د نورستان له ځنګلونو شاوخوا ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي وو.
ده زیاته کړه، چې دغه جلغوزي ننګرهار، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل شوي دي.
هغه څرګنده کړه: که حکومت په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزو د پروسس لپاره په نورستان ولایت کې تخنیکې څانګې فعالې او په دې برخه کې له ولسي خلکو سره زیاتې مرستې وکړي؛ نو د نورستان د جلغوزو حاصلات به له دې هم زیات شي.
والي دا هم وویل، چې: دوی ډيرلوړکیفیته جلغوزي او وچې میوې لري؛ خو دومره وسایل نشته، چې بهرته یې ولېږدوي.
د کرنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ولسي خلک له حکومته د همکاري زیاتولوغوښتونکي دي.

جمهور رئیس غني نورستان د طبیعي منابعو له پلوه فقیر ولایت نه دی، خو اساسي توجه نه ده ورته شوې

جمهور رئیس غني د ۱۳۹۷ لمریزکال د غویي په ۴ مه ویلي وو چې : نورستان د طبیعي منابعو له پلوه فقیر ولایت نه دی، خو اساسي توجه نه ده ورته شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر په دلګشا ماڼۍ کې د نورستان یو شمېر مشرانو، استازو او ځوانانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې سناتور عبداللطیف نهضت‏یار او محمد اسماعیل اثري نورستان ولایت ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې او د هېواد په کچه د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ، امنیت، اقتصادي ودې، د اوبو مدیریت، زیربنا، د فساد ضد مبارزې، ترانزیټ او انکشاف په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهور رئیس د کوښښونو اولاسته راوړنو قدرداني وکړه.

یادو ویناوال د حکومت له برنامو څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ  د معارف، روغتیا، سرکونو، بندونو، امنیت او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل. هغوی د نورستان د دوو قومونو ترمنځ د دېرش کلنې شخړې حل ته په اشارې چې د جمهور رئیس په لارښوونه په سوله‏ییزه توګه حل شوه، وویل، دغو متضررو کورنیو سره دې له شویو ژمنو سره سم د کورونو او سرپناه جوړولو په برخه کې مرسته وشي.

جمهور رئیس د ویناوالو د وړاندیزونو اوغوښتنو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې د نورستان د خلکو خدمتونه او اتلولۍ وستایلې.

جمهور رئیس غني د نورستان مشرانو ته وویل، د نورستان د امنیت د لا ښه تامین په موخه نظامي عملیات پیل شوي او دغه عملیات به له دښمن څخه د سیمو تر تصفیې او د هغوی د تهدیدونو تر دفعه کولو پورې دوام ولري.

محمد اشرف غني د کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړولو پرمهال دې نورستان کې د ښوونځیو د ودانیو د ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي او په یاد ولایت کې د انکشافي پروژو د لاښه تعقیب په موخه دې د ولسونو لپاره د وزارت یو تن د رابط غړي په توګه معرفي کړي. هغه زیاته کړه، نورستان د منابعو او طبیعي زېرمو له پلوه فقیر ولایت نه دی، یوازې اساسي توجه غواړي چې پخوا نه وه ورته شوې.

جمهور رئیس د کرنې وزیر ته لارښوونه وکړه چې د نورستان د ځنګلونو احیا ته اساسي پام وکړي او همدارنګه یې له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د نورستان ولسونه د ځنګلونو ساتنې ته وهڅوي.

د هېواد جمهور رئیس له نورستانیانو څه له دې امله مننه وکړه چې تل یې د افغانستان د نورو سیمو په پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او دا ځل چې د دوی وار دی نو هېوادوال باید د نورستان د انکشاف او پرمختګونو هرکلی وکړي.

جمهور رئیس غني همدارنګه د ملي دفاع، کورنیو چارو او چارو ادارې عمومي ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نورستان له هغو متضررو کورنیو سره چې د څو لسیزو خپلمنځي شخړې یې په سوله‏ییزه توګه حل کړې د کورونو او سرپناه لپاره لازمې مرستې وکړي.

جمهور رئیس د ولایت له مرکز سره د نورستان د پنځو ولسوالیو نښلولو ته په اشارې د فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې سږ کال دې په یاد ولایت کې د ۲۰ کیلو متره پاخه او اساسي سرک جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

همدارنګه د غونډې په پای کې د نورستان مشرانو او استازو جمهور رئیس ته یو پکول او چپن د ډالۍ په توګه ورکړل.

د نورستان په ځنګلونو قاچاقبر واکمن دي:

د نورستان ولایت ولسي وګړي او په ولایتي شورا کې د دوى استازي وايي چې په دغه ولایت کې شته ځنګلونه په ناقانونه توګه پرې کېږي او په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادنو ته لیږدول کېږي.

د نورستان ولایت ولسي وګړي او په ولایتي شورا کې د دوى استازي وايي چې په دغه ولایت کې شته ځنګلونه په ناقانونه توګه پرې کېږي او په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادنو ته لیږدول کېږي.

دوی وايي چې  زورواکي  او قاچاقبران د شپې له تیارې  په ګټې اخستنې د اوښانو او قچرو پر مټ له غرونو  چارتراش را کوزوي او بیا يې په لویو موټرو کې کونړ ته تر راوړلو وروسته پاکستان ته اړوي.

دوی دا هم وايي چې یاده شوې ستونزه یې په وار  وار د  اړونده چارواکو تر غوږونو رسولې خو پر وینا یې چې تر دې مهاله یې کومه اغېزناکه پایله نه ده ورکړې.

د نورستان د ولایتي شورا پخواني رئیس او اوسني غړي عنایت الهږ مذهب یار  له کلید سره په مرکه کې وویل چې د دغه ولایت  لرې پرتو غرنیو سیمو ته یو شمېر پاکستاني سوداګر راځي او له عامو خلکو څخه په ډېره کمه بیه ځنګلونه اخلي او تر وهلو وروسته یې  خپل هېواد ته وړي.

نوموړى زیاتوي:(( د کامدېش، پارون او له دې څخه ښکته لکه: درین، څوکۍ او مریخ  سیمو کې  نه یوازې خپلمنځي شخړې،  ډېرې دي، بلکې حکومت  د حاکمیت نشتوالي له کبله يې دا مهال ځنګلونه وهل کېږي او پر پاکستانیو قاچاقبرو تر پلورلو وروسته، پاکستان ته وړل کېږي.))

مذهب يار وايی، د یادو ځنګلونو ګټه درې فیصده عامو خلکو ته رسېږي او باقي ټوله د بهرنیو قاچاقبرو جیبونو ته لویږي.

له دې سره هم مهاله د شرقي نورستان د قومي شورا مشر ډګروال جمیل  بیا وايي  چې په کامدېش او برګ مټال ولسوالیو کې ګڼ شمېر ځنګلونه د تبرګو او ارو پر مټ وهل کېږي او د قاچاقبرو له خوا په لیلامي توګه پر بهرنیو سوداګرو پلورل کېږي.

ډګروال جيمل زياتوي:((  ساوخوړ، شیرګړ خوړ، لندل، پيتي ګل، بازګل، کمو ګاوردیش، جنارخوړ، بډې ګل او ګوماري ګل سیمو کې خلک پراخه ځنګلونه وهي او پاکستاني تجاران یې په ناقانونه توګه خپل هېواد ته انتقالوي.))

نوموړي زياته كړه: (( زموږ ملي شتمني د لیلام په توګه پر خارجي خلکو پلورل کېږي او ګټه يې هم هغوی ته رسیږي، حکومت دغې برخې ته هېڅ توجه نه کوي. ))

په ورته وخت کې د نورستان یو شمېر ولسي وګړو هم له  کلید راډیو سره په مرکوکې پر یادې ستونزې اندېښنه څرګنده کړه.

د دوی په ټکواوسمهال هم قاچاقبر په رڼا ورځ ځنګلونه پرې کوي او پر غرنیو سرحدي لارو يې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقوي.

د دغه ولایت د پارون ولسوالۍ اوسېدونکی احسان الله وايي :(( حکومت له ولسي خلکو سره په ځنګل وهلو کې شریک دی، دوی په ګډه په پارون کې ځنګلونه قطعه کوي او د اوښانو او قچرو په واسطه يې له غرو را ښکته کوي او بیا يې پاکستان او یو شمېر نورو ملکونو ته وړي.))

د برګ مټال ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله بيا وايي چې په کامدېش او برګ مټال دوو  ولسوالیو کې عام خلک  نښتر او جلغوزي هم وهي.

يادې سرچينې د قاچاقبرو د لارې په اړه وويل: (( كله چې دا ونې قطعه شي بيا يې د ناړۍ ولسوالۍ ته  له هغه ځايه يې  غازي اباد او بیا له هغه ځايه اسمار ولسوالۍ  او له هغه ځايه يې د دانګام ولسوالی ته وړي او له هغه ځايه يې نو بيا  د پاکستان چترال سیمې ته انتقالوي.))

خو د نورستان ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير جعفرخان امیرزی بیا د عامو خلکو ادعاوې بې بنسټه ګڼي او وايي چې هيڅوک نه شي کولای په ناقانونه توګه ځنګلونه پرې کړي.

اميرزى د خپلې ادعا د اثبات لپاره وايي: (( په شرقي او غربي نورستان کې خلک د کورونو لپاره ځنګلونه پرې کوي، د دوی د مخنیوي لپاره په پام کې لرو چې محافظتي کمېټې ایجادې کړو، څو د ځنګل د بې رحمه قطعه کېدو مخنیوى وشي .))

د کرنې ریاست دا چارواکی وايي  چې  د نورستان په  اوو ولسوالیو او  مرکز پارون کې دا مهال ۳ سوه زره هکټاره ځمکه ځنګلونه لري چې په خبره يې د کورنیو جګړو له کبله ۵۰څخه تر ۶۰ فیصدو پورې وهل شوي او نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي:(( اوسمهال مو د یو شمېر امنیتي پوستو په جوړېدو سره د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوى کړی او په دې برخه کې به نوره هڅه هم کوو.))

کارپوهان په دې اند دي که په نورستان کې د ځنګلونو د  پرې کولو لړۍ  همداسې پسې وغځېږي، نو لرې نه ده چې دا ملي شتمني به چورلټ له منځه لاړه شي او پر چاپیریال د ناوړه اغېزو تر څنګ به ولسي وګړو ته هم ګڼې روغتیايي ستونزې راوټوکوي.

پاتې دې نه وي چې په ختیځ کې  پر نورستان سربېره په  ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د شته ځنګلونو د ناقانونه وهلو او قاچاقولو له امله هم خلک خورا اندېښمن دي.

د نورستان ولایت تاریخي ښکلا :

د نورستان ولایت تاريخي باغ اندر:

نورستان ولايت چې د هيواد په ختيځ کې به ځنګلونو پوښلی، په غرونو کې یې جګې او دنګې ونې ، پاکه هوا ، سړي چينې او ښکلي چمنونو ، څپاند ه سيندنو،  په سردرو کې د کږو وږو درو په منځ کې یو زړه راښکونکی او د ښکلا لرونکی ولايت دی.

چې د هيواد کشمير او د سيمې سويس ورته هم ويلای شو ، چې د سيل او سيلانيانو د پاره يو زړه وړنکی ځاې دی . دا چې نورستان ولايت ډير ښکلي او تاريځي ځايونه لري ، د هغې څخه يو د اندر په نوم ښکلی او تاريخي باغ دی ، چې د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې پروت دی ، د واما ولسوالي د کونړ د پيچ دولسوالۍ په خوا پرته ده ، او لويدځ خواته يې د نورستان ولایت د وايګل ولسوالي پرته ده .

د اندر باغ ۴کيلومتره اوږدوالې ، ۳کيلومتره پلنوالې او خورا زيات سيلانی ارزښت لري  ، دا طبیعي باغ ډول ډول میوه لرونکېونېاو خورا زيات حاصلات لري چې د ټول واما خلک ترې برخمن دي ، دغه باغ څو ځانګړنې هم لري چې په لاندې ډول یې یادونه کېږي :

  • د ساتنې او خړوبولو په برخه کې د کلیوالو او د قومي شورا لخوا څوتنه ټاکل شوې دي چې دا يراين ( څارندوۍ ) په نوم ياديږي چې د باغ ټول واک ددوی په لاس کې دی .

۲ـ  د دغې قومي شورا او خلکو لخوا ناغه (جريمه ) ټاکل شوې ده ، ترڅو پورې چې د باغ ميوه پخه شوې نه وي، که چا ترې ګټه پورته کړه ناغه ( جريمه ) به ورکوي ، خو ميلمانه حق لري چې د باغ څخه ليدنه وکړي او د ميوو څخه يې ګټه پورته کړي.

۳ـ د ۱۴کلنۍ څخه ښکته عمر لرونکي کوچنيان نه شي کولايې چې باغ ته ولاړ شي ، که چيرته مور او پلار وغواړي چې خپل کوچنيان د ځان سره بوځي نو دايراين ( څارندوۍ ) څخه په اجازه اخلې او بيدون د ايرا ين ( څارندوۍ ) د اجازې نه شي کولای چې باغ ته ننوځي

۴- کله چې د باغ ميوې پخې شي د ایرا ين ( څارندوۍ ) لخوا قومي شورا او کليوالو ته خبر ورکول کيږې ، او ايرا ين ( څارندوۍ ) د يوه کال ټولې کړنې او همدا رنګه هغه خلک چې ناغه شوي وي ، ددوۍ سره شريکوي.

۵- د باغ د میوو د راټولولو نيټه د تلې (ميزان ) د ۱۴مې نه تر ۱۶مې  پورې ده ، خلک د تلې ( میزان ) په ۱۴مه د باغ په انګړ کې راغونډيږي، او هغه ناغې (جريمې ) چې د خلکو څخه اخستل شوې وي، خلکو ته پري ډوډۍ او میله برابروي ، ځوانان او پیغلې په ډول ډول جامو کې باغ ته راځي، په میله کې برخه اخلې او د ميلمنو قدردانی کوي

او ځوانان خپلی دوديزي لوبې د خلکو په وړاندي کوي ، او هيڅوک دا خق نه لري چې د ميلې ځاې ته وسلې راوړې ، د ميوو د راټولولو دا ميله درې ورځې دوام کوي.

دا چې د نورستان د طبیعي ښکلاګانو څخه يو برخمن ولايت دی ، د ليدلو ډيرې تاريخي سيمې لري ، د جرمني د کولن ميشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه د افغانستان په مرکزي حکومت غږ کوي چې ددغه ولايت او همدارنګه په هيواد کې د طبعي ښکلاګانو ساتلو اوپه هغې باندې پانګونې ته پاملرنه وکړي چې د هيواد په ځان بساينې او اقتصادي ودې د پاره ډير اړين دي ، چې ددې په ذريه کولايې شي سلګونه زره کورني او بهرني سيلانيان هيواد ته راجذب کړي.

د سوکاله ، په ځان بسيا او پرمختللي افغانستان په هيله

د جرمني د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه

سربېره پردې نورستان د میو جام په څېرلرغوني آثارهم لري چې په لاندې شکل کې ښکاري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply