افغانان هم ميلونران کيدلی شي خو په يو شرط / خوشحال آصفي

0 591

په داسې حال کې چې د روڼتيا د څار بنسټ هرو دوو کالو کې په افغانستان کې د فساد په اړه سروې ترسره کوي؛ سږنۍ څېړنه يې ښيې چې په روان ميلادي کال کې له 4،5 ميليونه ډيرو افغانانوکابو دوه مليارده ډالره رشوت ورکړی دی. دغه ارقام په 2016 ميلادي کال کې له اوسنۍاندازې کابو يو ملیارد کموالی ښيې. یعنې په 2016 کال کې کابو درې مليارده ډالرهرشوت ورکړل شوی و. خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا رښتيا هم په تېرو دوو کالو کې پهاداراتو کې فساد کم شوی دی؟

د روڼتیا د څار بنسټ د يوې سروې له مخې د افغانستان په 34 ولايتونو کې له 8000 افغانانو پوښتلي چې د رشوت ورکولو دليل يې څه دی، ډیری پوښتل شويو کسانو ويلي چې له خدماتو څخه د برخمن توب لپاره يې بله لاره درلوده نو ځکه يې رشوت ورکړی دی. د دغې سروې له مخې د افغانستان محکمې، لويه څارنوالي او د معارف وزارت هغه بنسټونه ياد شوي چې د نورو اداراتو په پرتله په کې ډېر فساد ترسره شوی دی.

آیا رښتيا هم په تېرو دوو کالو کې په اداراتو کې فساد کم شوی دی؟

د روڼتیا د څار بنسټ د وروستۍ سروې له مخې په روان کال کې کابو دوه مليارد ډالره رشوت ورکړل شوی، په داسې حال کې چې دغه رقم په 2016 کال کې کابو درې مليارده ډالره ښودل شوی و. سمه ده چې افغان حکومت په تېرو دوو کلونو کې د فساد پر ضد مبارزه کې ګامونه اخيستلي دي اما د تېر کال په نسبت سږکال د ورکړل شوي رشوت په ارقامو کې کموالی اصلاً په دې معنا نه دی چې ګويا د افغانستان په ادراتو کې فساد کم شوی دی. ځکه د 2016 کال په نسبت اوس د خلکو په اقتصادي وده کې کموالی راغلی او خلکو د ډېر رشوت ورکولو توان له لاسه ورکړی دی.

د دې خبرې ښه ثبوت په خپله د روڼتیا د څار بنسټ لخوا د سږکال او د 2016 کال کې د رشوت ورکوونکو تعداد دی چې په 2016 کال کې کابو درې مليونه خلکو رشوت ورکړی و اما سږکال له 4.5 مليونو زياتو خلکو رشوت ورکړی دی. معنا دا چې سږکال ډيرو خلکو رشوت ورکړی دی او سږکال د تيرو کلونو په پرتله ډېر خلک رشوت ورکولو ته اړ شوي دي.

په نوې سروې کې خو يوازې محاکم، څارنوالي او معارف په فساد کې ډوب بنسټونه ياد شوي دي، خو که دقيق وکتل شي د کورنيو چارو وزارت په ګډون نور امنيتي بنسټونه هم له فساده خالي نه دي او حتی امکان لري چې له پورته يادو شويو بنسټونو څخه هم زیات فساد په کې موجود وي. ځکه په پوليسو تور پورې دی چې د مجرم په نيولو کې ناغيړي کوي او آن په ځينو پيښو کې خو له مجرمانو سره د پوليسو د لاس لرلو ادعاوې هم موجودې وي.

مجرم خو لومړی په اسانۍ نه نيول کيږي او که بيا ونيول هم شي نو په لومړي سر کې له مربوطه حوزې خوشې کیږي، يا که له حوزې تر قوماندانۍ راشي نو دلته د واسطې په زور خوشې کيږي او که بيا جرم يې ډیر رسنيز شوی وي او قضيه يې قضايې او عدلي ارګانونو ته راجع شوې وي نو بيا په دغه بنسټونو کې ورسره په آسانۍ معامله ترسره کيږي او مجرم سرې سترګې خوشې کيږي. يا که په يو چا تور پورې کيږي او بيا د څېړلو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کیږي، که بيا د محکمې لخوا سپين او بې ګناه هم وپيژندل شي نو بيا هم قضيه يې په آسانۍ نه خلاصیږي او په مياشتو مياشتو د نوموړي تورن پر وړاندې قضيه پرته وي.

افغانان هم ميلونران کيدلی شو خو څنګه؟

د روڼتيا د څار بنسټ وايې، افغانانو روان کال دوه مليارده ډالر رشوت ورکړی دی.

يو مليارد زر مليونه کيږي او يو مليون لس لکه کيږي، که دغه دوه مليارده پيسې د افغانستان پر 33 ميليونه نفوس ووېشو نو هر افغان ته سړي سر څه د پاسه 57 ميلونه ډالر رسيږي.

نو ای رشوت ورکوونکيو!

دغه پيسې چې مو حاکمانو او مفسدانو ته د رشوت په ډول ورکړي؛ که مو د افغانستان پر ولس ويشلې وای نو هر افغان به مو له بدبختۍ، فقر، او اقتصادي مشکلاتو ژغورلی و. افغانستان به مو له سوال کولو او ګدای ګرۍ ساتلی و. افغانستان به مو په خپل ځان بسيا کړی و، هم خپل او هم د افغانستان نوم به مو روښانه کړی و، کچيرې تاسې دغه په رشوت کې ورکړل شوې پيسې په عامو افغانانو ويشلی وای نو هيڅ افغان به بيا نورو ته د سوال لاس نه اوږدولو بلکې نورو سره به يې مرسته کوله. اوس به هر افغان ميلونر و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply