غني په یوه غشي دوې نښې وویشتې

0 791


د افغانستان د وروستیو ۱۷کلونو په سیاستونو او راکړو ورکړو کې ښکېل یو باتجربه سیاستوال ته یې یو لوی مسوولیت ور له غاړې شو چې که خدای کول د افغانانو را ټوکېدلې هیلې ورسره نوی لوری خپل او پخپله هم دغه ښاغلی اتل شي. عمر داودزي په تېر حکومت کې تر بل هر چارواکي پخواني ولسمشر ته نږدې او مهمې دندې تر سره کړې دي. 
د سیمې په ۲ مهمو هېوادونو پاکستان او ایران کې یې سفارتي چارې تر سره کړې او د کورنیو چارو په وزارت سربېره کلونه کلونه د ښاغلي کرزي د دفتر مشر پاتې شوی دی. ان لا څو کلونه له مخه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په ځینو هېوادونو کې يې له طالب استازو سره لیدلي وو او د سولې پر اړونده مسالو یې سر خلاص دی. 
ښاغلي غني د هغه تجربو او اړیکو ته په کتو سره نوې دنده ور وسپارله چې پخپله یې هم بري ته خوشبین دی. د نوې دندې د تر لاسه کولو په لومړنیو ساعتونو کې یې ویلي چې سولې او خبرو اترو ته تر پخوا ډېره زمینه برابره ده او باور یې ښوولی چې و به توانېږي د افغان حکومت له اړخه د سولې هڅو ته نوی خوځښت ورکړي.
د سولې شورا د دارالانشا د مشر په توګه د دغه نرم‌مزاجه افغان سیاستوال ټاکنه به نه یوازې اوسنۍ شورا منسجمه کړي، بلکې د ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د یوه مهم جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف اود ثبات او حراست په شورا کې راغونډو مخورو یوه داسې اجماع به د سولې پر خبرو اترو راغونډه شي چې فکر کېږي د سولې په خبرو کې تر ټولو مهم اړخونه دي. 
دی د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مهمو څېرو سره هم توده ملګرتیا او همکاري لري چې له حکومته جلا له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي په را منځ ته کولو بوخت دي. هغوی د خپل ژبور سیاستوال یونس قانوني په مشري د ورته هڅو لپاره د یوه پلاوي را منځ ته کېدل اعلان کړي چې فکر کېږي ښاغلی داودزی به یې د خبرو اترو د پیاوړتیا په موخه حکومتي چینل ته را تاو کړي. 
په دې سربېره دوادوي د سیمې له هېوادونو سره ښې شخصي او رسمي اړیکي جوړ کړي چې په نوي ماموریت کې اغېزناکه ګټه ترې پورته کولای شي. په بله مانا د پاکستان او ایران په زړه او خوله تر ډېرو ښه پوهېږي او هغوی ته هم د ده نظر او ژمنتوب مالوم دی چې دغه ډول روابط ډېر کله د افغانستان د جګړې او سولې په څېر مهمو موضوعاتو کې مثبت رول لوبولای شي. 
سره له دې چې داودزي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ولسمشري د ټاکنو لپاره له مختلفو اړخونو سره ناستې پاستې کړې او هر اړخ ته یې پلانونه تیارول، خو د ډېرو په باور له خپل مافي الضمیر او عقل څخه په ګټې اخیستو یې د سولې د شورا د دارالانشا چارو ته اوږه ورکړه. 
د ښاغلي داودزي په ګډون ډېر خلک پر دې پوهېدل چې که دی ټاکنیزو سیالیو ته رامخې ته شوی وای، کېدای شي لس په سلو کې رایې هم نه وای تر لاسه کړې، خو د یوه لوی ټبر رایې یې وېشلې او تیت و پرک کولای شوای. په بل اړخ کې ښاغلي غني د عمر داودزي په خپلولو سره د هغو کاندیدانو شمېر هم را کم کړ چې را تلونکي کال ټاکنو ته یې د درېدو خوبونه په سر کې تاوول. 
ښاغلی داودزی به نه یوازې د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر لپاره هڅې کوي، بلکې په نړیوالو برخو کې به هم ښاغلي غني ته سلا مشورې ورکوي. داودزي ته د امنیت شورا په ناستو کې په غړیتوب ورکولو سره په کور دننه هم خپله ډله پیاوړې او د راتلونکو ټاکنو لپاره یې دریځ پیاوړی کړ. 
سره له دې چې اوس ټوله تمه د ولسمشر غني له خوا د سولې د خبرو اترو لپاره نوي ۱۲ کسیز ټاکل شوي بورډ ته ده چې له وسله‌والو سره خبرو اترو ته ور مخ ته شي، خو د سولې شورا لس کلن جوړښت ته هم د یوه مهم اړخ په سترګه کتل کېږي چې مهمې سیاسي او جهادي څېرې پکې راټولې دي.
په تېرو لسو کلونو کې دغه شورا و نه توانېده چې له طالبانو سره د خبرو اترو درک ولګوي، خو تمه کېږي چې له ښاغلي خلیلزاد سره به د عمر داودزي ګډې ناستې، مشورې او پلانونه د دې سبب شي چې د افغانستان پر راتلونکي د سولې د خبرو واک افغانانو ته په لاس ورشي او دواړه اړخونه په خپلو کې د خپل هېواد پر راتلونکي چنې ووهي. 
په تېرو لسو کلونو کې د سولې پر شورا یوه ستره نیوکه دا وه چې یو شمېر داسې څېرې پکې راغونډې شوې دي چې د سولې پر ځای پر جګړې فکر کوي او یوه مهمه برخه یې چې د شورا مشرتابه هم پکې دی، له طالبانو سره په ژبه نه پوهېږي.
خو داسې برېښي چې د شورا دارالانشا ته د ښاغلي داودزي په ورتلو سره به د شورا او ولسمشر تر منځ اړیکې لا ډېرې تودې، نږدې او پراخې شي چې له برکته یې ډېر هیله‌من دي د سولې بهیر ګړندی شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply