له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، اندېښنې او ځواب

0 504

شکرالله پاڅون  

یوشمېر بهرنیو  نړۍ والو رسنیو داسې  راپورونه خپاره کړل چې امریکا په پلان کې لري چې په افغانستان کې د خپلو  مېشتو شاوخوا څوارلس زرو سرتېرو نیمايي یې تر راتلونکې اوړي له افغانستانه وباسي،  امریکا دا ګام په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې لپاره  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد له کتنې وروسته اخستی. دیادې ناستې دواړو خواوو وویل چې په ناسته کې له افغانستانه  د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وشوې.

له افغانستانه  د امریکايي نیمايي  ځواکونو وتل د یوشمېر  رسنیو د سر خبر او د یوشمېر  سیاسونو لپاره د بحث ګرمه موضوع وګرځېده.

تر  دغه خبر وړاندې اکثرو  شنونکو، د نظر خاوندانو  او د تر ډېره د خواله رسنیو کاروونکیو په افغانستان  کې د جګړې اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون باله او ټینګار یې په دې و چې باید ژر ترژره بهرني ځواکونه ووځي، خو کله چې امریکا  یواځې د خپلو نیمايي ځواکونو د ویستلو خبره وکړه، نو د اکثرو شنونکو او خواله رسنیو کاروونکو پښې سستې شوي، نا هیلې شوي او د راتلونکي په اړه بېلابېلې کرنې او رېبنې کوي، څوک اویایمې لسیزې  ته ځي او څوک هم په سر کې د امارتي ترانو خیالونه ګوري، هرڅه په یوه خبر له مغزو او فکره والوتل. خصوصاً د خواله رسنیو فیسبوک او ټوېټر کاروونکي یې ډېر وارخطا کړي، د خیال پاچاهیانې یې نړېدلې  ويني.

اوسنی افغانستان، اویایمه لسیزه او طالبي نظام!

که له ډېرو سره دا اندېښنه وي، چې ګوندې افغانستان به  بیا اویایمې لسیزې ته وروګرځي، کورنۍ جګړې به پیل شي او هر  یو به په کې د خپلې پاچاهۍ مزي ځغلوي، خو د افغاستان او په خاصه توګه د نړۍ اوسنۍ سیاسي اوضاع ته په کتو  دا کار له امکانه لرې دی، دلیل یې دادی چې دلته نړۍ او په خاصه توګه امریکا په میلیاردونو ډالره پانګونه وکړه، نړۍ به هیڅکله هم افغانستان  کورنۍ جګړې ته پرېنږدي، خو طالبان به د افغاستان د سیاست یوه برخه ګرځوي، هغه هم نه په پخواني امارتي فکر، بلکې د افغانستان او نړۍ د اوسني وضعیت په منلو. ځکه چې اوس په لویه کچه خلک پر فکري ازادۍ، نړۍ وال توب،  پرمختګ او شعوري ارتقاء باور لري، د خلکو د شعور کچه تراویایمې لسیزې او طالبي نظام وختونو ډېره لوړه شوې، اوس نه خلک په ډار شپه کوي او نه په تیاره کې ژوند او که طالبان داځل د پرښتو په جامه کې هم ورته راشي، نو که په تېر  سیاست مخته ځي، له کلک ولسي غبرګونه سره به مخ شي، طبیعي ده چې طالبان که د سیاست برخه ګرځي، له اوسني سیاست او فضاء سره به ځان عیاروي، ولس به مني او ولس به یې مني. سمه ده چې نسبي تغیر به راځي، خو هغه تغیر به هم د ولس په خوښه راځي.

پخوانیو جګړه مارو که پیسې پیدا کړې، خو پر وړاندې یې  ولسي کرکې او دېوالونه هم رامنځته شول، دوی چې سر پورته کړی او یا یې هم د ولس له ادرسه ځانونه  معرفي کړي، له کلک ولسي غبرګونه سره مخ شوي او ولس ورته نه ویلي، ښکاره بېلګې یې په دا تېرو د ولسي جرګې ټاکنو کې په لویه  کې د هغو څېرو ناکامي ده چې یا هم پخواني جګړه ماران وو او یا هم په یوه او بل نوم ورسره یوځای شوي وو. د اوسني او پخواني وضعیت په پرتلنه کې سړی په زغرده  ویلی شي چې ولس نه نور هغه څېرې غواړي او نه هغه سیاستونه او واکمنۍ، که پرې تپل کېږي، نو د ولس او د جګړه مارو او د هیلو او ارادو خلاف ډلو ترمنځ به يې اخ و ډب رامنځته کېږي.

د امریکايي ځواکونو له وتو سره غبرګونونه!

که څه هم همهاله د امریکا دفاع وزیر استعفا وکړه او په افغانستان کې یې دا ګنګوسې را وپارولې چې ګوندې د امریکا دفاع وزیر جیمزمټیس له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو د اعلان  له امله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کلیدي وزارته استعفا وکړه، خو د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس له خولې رسنیو را اخیستي ، چې په خپل استعفا لیک کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ د روسیې او چین پر وړاندې د امریکا په پالیسیو کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلو نظریو د توپیر یادونه کړې.

مټېس لیکلي دي چې روسیه او چین غواړي د نورو هېوادونو د اقتصاد، ډیپلوماسۍ او امنیت په اړه پریکړو کې د ویټو د حق په کارولو سره د خپلو استبدادي موډلونو په څیر نړۍ رامنځ ته کړي، خو ده  ویلي چې امریکا باید د ځان د دفاع لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د افغانستان حکومت په  خپل غبرګون کې ویلي چې، د څو زره بهرنیو سرتېرو وتل به هېڅکله هم د هېواد په امنیتي وضعیت تاثیر ونه  کړي، ځکه چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې د لومړۍ کرښې جګړه او د ټول هېواد عام او تام امنیت د افغان ځواکونو له ‌خوا ترسره شوي او دا چې څو زره بهرني سرتېري چې هغه هم تر ډېره د روزنې، تخنیکي مرستو او حمايې چارې پرمخ وړي، که دا ووځي، دا به په هېڅ توګه په امنیتي برخو تاثیر ونه لري.

دا سمه ده چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې افغان ځواکونو پېچلې جګړه پرمخ وړې، خو یوه اندېښنه  چې له خلکو سره شته ، هغه د افغان ځواکونو هغسې نه تجهیز دی، په دې ځای کې نړۍ والو ته د پړې ګوته نیول کېږي، نړۍ وال  له افغانستان سره صادق نه دي، افغان ځواکونه پر افغاني روحیه سمبال دي، جګړه یې د خپل غرور په مټ مخته وړې، نه د مرمۍ په زور،  په دغه موده کې د افغان ځواکونو له لورې د پېچلې جګړې بریالۍ مخته وړلو یو لامل دا هم و چې حکومت دا فکر خپور کړ چې روانه جګړه اسلامي انګېزه نه لري، بلکې د افغانستان  د ګاونډیانو او په خاصه توګه د پاکستان نیابتي جګړه ده، د حکومت دې سیاست په لویه کې په افغان ولس کې د پاکستان پرضد روحیه پیاوړې کړه او له همدې سره یې جګړه مارې ډلې او  وسله وال مخالفین د پاکستاني استخباراتو نیابتي ملېشې وګڼلې او ولس یې په لویه کې پر ضد شو، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ راغونډ شول، چې په دې کار  سره د طالبانو نسبي محبوبیت هم له منځه لاړ. حکومت تر ډېره ورسره د ولسي فکري ملاتړ له امله په ډېرو جګړه ییزو ساحو کې بریالی شو او افغان پوځ تر مرمیو زیاته د ولس له ملاتړه ګټه واخیسته.

خو که له طالبانو سره سوله کېږي،  طالبان د سیاست برخه ګرځي، نو طبیعي ده چې جګړه به سړېږي،  هغه ډلې چې لا هم د سولې برخه نه ګرځي، دومره به ځواکمنې نه  وي ، چې ټول حکومت دې وګواښي او افغان پوځ دې له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي.

خو څه چې مهم دي، هغه د هر ډول وضعیت لپاره وړاندې  له وړاندې تیاری دی،چې نړۍ واله ټولنه باید له افغان  پوځ سره د تجهیز په برخه کې پوره او کافي مرسته وکړي، دلته نو د  حکومت ځیرکۍ او ولسي فشار ته اړتیا ده چې نړۍ اړه کړي چې مخکې له وتلو له  ټولو ممکنه لارو د افغان پوځ د تجهیز غم وخوري.

دلته  باید یوه یادونه  وشي، نړۍ په کلي  شکل له افغانستانه هیڅکله هم نه وځي، ویل  کېږي، امریکا له طالبانو سره هم په خبرو کې په افغانستان کې د خپلو اډو د  شتون خبره کړې ده، نو چې اډې موجودې وي، طبیعي ده چې په بدل کې به یې د افغانستان د حکومت لومړنۍ اړتیا چې پوځي مرسته ده، ورکوي.

که عام افغانان او  سیاسي شنونکي په خپلو تبصرو  کې له داسې خبرو او څرګندونو ډډه  وکړي چې د پوځ پر روحیې منفي تاثیرات کوي، پر خپل پوځ بې  باوره ونه اوسي، نو په دې سره به یې پوځ راتلونکې ته په روحي لحاظ ښه چمتو اوسي.تر ډېره منفي ګرايي د ولس او امنیتي  ځواکونو دواړو روحیه وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply