ولسمشر غني، له طالبانو سره د سولې پر ځای جګړه اعلان کړه!!

0 843

رحيم خان شيدا

د پښتو خبرونو د زېرنويس په ليکلو مصروف وم چې دفتر کې نارې شوي!
اوبچه!
صدا را بلند کو، رئيس جمهور چه ميګه؟
د اواز له لوړېدلو سره ټول همکاران د ټلويزون سکرين ته متوجي شول، د ولسمشر غني راسته لاس ته امرالله صالح او چپه لاس ته اسدالله خالد ناست وو.
ولسمشر عادي خو تر پخوا جدي ښکارېدی.
شاوخوا دنګ- چارشانه ځوانان له وسلو سره ټک پر ماشه ولاړ وو.
امرالله صالح په حوصلمندۍ يوې او بلې خوا ته کتل، اسدالله خالد چوپه خوله خاموش ناست وو.
خبريالان کوچنيو کتابچو کې پر ليکلو او عکاسان د کامرو پر سمولو مصروف وو.
ولسمشر غني مايک ته، د لاس ور وړلو پر مهال لومړی صالح او بيا خالد ته پټ څه وويل او له دې سره يې تر اعوذبالله و بسم الله ويلو وروسته پسي زياته کړه:
– ټول افغان ولس او په ځانګړي توګه د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شهيد شوو سرتيرو کورنيو ته ځانګړی سلام وايم او دوی ته دا ډاډ ورکوم چې ستاسي د بچيانو پر وينو به هيڅوک، هيڅ ځای، هيڅوخت هم معامله ونه کړي.
د راسته و چپه لاس د يو ځای کولو پر مهال يې وويل:
موږ د سولې غوښتونکي يوو، وو او غوښتونکي به يې يوو، خو د داسي سولې چې هغې کې د پاکستاني حکومت د ګټو پر ځای د افغان ملت او حکومت ګټي خوندي وي.
د راسته لاس څنډلو او پاکستان ته د ګوتي نېولو پر مهال يې په عادي خو جدي انداز وويل:
– تاسو ټولو ولېدل چې د ابوظبۍ په ناسته کې طالبانو هغه غوښتني مطرح کولې چې پاکستان يې غوښتونکی وو او هغه کړني يې تر سره کولې چې پاکستان يې خواهش ورڅخه کړی او فرمايش يې ورکړی وو.
يوې او بلې خوا ته تر کتلو وروسته يې دا هم وويل:
د ابوظبۍ په غونډه کې له افغان پلاوي سره د خبرو نه کول، د دې ښکارندويې کوي چې طالبان د سولې نه، بلکې د جګړې غوښتونکي دې.


په داسې حال کې چې سترګي يې د کورنيو او بهرنيو رسنيو خبريالانو کې ښخي کړي وې، لومړی يې کرار او بيا يې په لوړ ږغ وويل:


موږ سوله غواړو، سوله غواړو او سوله غواړو؛ خو که مو څوک پر وطن تېری کوي، نو بيا د وطن دفاع کوو او د همدې دفاع په موخه مې امرالله صالح د کورنيو چارو او اسدالله خالد د ملي دفاع د وزير په توګه ټاکلي دي.
امرالله صالح او اسدالله خالد ته يې د کتلو پر مهال وويل:


له صالح او خالد دواړو څخه هېله کوم چې کندهار کې جنرال تادين خان ته امکانات ورکړي او د دې زمېنه ورته برابره کړي چې په ټول جنوبي زون کې د خپلواکۍ د اتل شهيد جنرال رازق په شمول د وطن د عزت و شرف د ټولو ساتونکو شهيدانو، د وينو د يوه – يوه څـاڅکې بدل له طالبانو او پنجاپيانو څخه واخلي.


ټول ننګرهاري ځوانان دې رهبري کړي او د طالبانو د بيخ و بنياد په اېستلو سره دې د شهيد زړور زاهد ارمانونه ور پوره کړي.


لوګريان، پکتياوال، پکتيکاوال او خوستيان دې پر شهيد عزيزالله کاروان ننګ کولو ته راوبولي او له پنجاپيانو پاتې شوي لنګونه دې پر ډيورنډ کرښه غځول شوو تارونه باندي راوځړوي.
شمال کې دې ټول ازبک وړونه دې ته چمتو کړي چې د طالبانو پر ضد داسې ډليېز لارو و کوڅو ته راووځي لکه د قيصاري د ملاتړ په موخه چې د حکومت پر ضد راوتلي وو.
کابل، باميانو، غزني و ډايکنډي کې دې هزاره ګان وړونه، دعليپور ملاتړ ته ورته دا ځل د حکومت پر ځای د امارت پر ضد لارو و کوڅو ته له چړو و وسلو سره راووځي او د نورو وړونو قومونو په ژغورلو سره دې پاکستان و ايران ته خپل افغانيت ثابت کړي.
په داسې حال کې چې صالح، خالد ته کتل؛ ولسمشر غني صالح ته د بيا – بيا کتلو پر مهال پسې زياته:
د امير صاحب شهيد، ټول پلويان او قوميان دې، له خپلو ټولو موټرو و راکيټو سره راووځي او دا ځل دې د هوايې ډزو کولو پر ځای ټالبان وډزوي او تر هغو دې پسې وډزوي چې ختيځ و لويديځ او شمال و جنوب کې یې د قسم لپاره بېلګه پاتې نه شي.
په داسې حال کې چې د خبري کنفرانس خلاف يې، خبرو ته د امرالله صالح او اسدالله خالد په شمول د کنفرانس د ګډون کوونکو له لورې چکچکي کېدلي، سپين ږيري ولسمشر په معناداره خندا حکمتيار مخاطب کړ او د دواړو لاسونو د ښورولو پر مهال يې زياته کړه:
د حزب اسلامي امير حکمتيار صاحب دې، خپل لکونه او ميلينونه پلويان له شمشتو څخه راټول کړي او دا ځل دې په افغانستان کې د امنيتي تړون پر اساس د شته بهرنيانو پر ځای، د طالبانو په نوم هغه پنجاپيان او عربان له افغانستانه وباسي چې د حکمتيار په شمول موږ ټول مرتدان بولي.


پر ميز يې د جوړه لاسونو تر اېښودلو او بيا يوې و بلې خواته د يو او بل لاس غځولو پر مهال پسي يې زياته کړه:
تر څو چې طالبان د جګړې په ميدان کې ځپل شوي نه وي، تر هغو خپل کېدلی نه شي؛ د دې لپاره چې دوی خپل کړل شي او سوله وکړي، نو بايد وځپل شي.


ولسمشر غني لا خبري کولي چې د يک ټلويزون د نيوز مسول حيدري صاحب د چه ګفته؟ چه ګفته له ويلو سره پر اوږي وټکولم او له خوبه يې راکښېنولم.
نو چې د دې خوب مانا به څه وي!؟
رحیم خان شیدا
کابل۔افغانستان
١٣٩٧/١٠/٤å

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply