نوی کال له نویو هیلو سره پیل کړئ / زلمی حلیمي

0 592

ځکه ژوند په دې نه ارزي، چي هسي تیر شي، کرکه پکښي وشي او نورو ته مو خیر ونه رسیږي.مینه او ژوند له یو بله جوړ دي هغوی، چي مینه کوي په دې معنا، چي ژوند کوي، ولي هغوی چي بې میني دي ژوندي نه دي.ژوند له لاسه مه ورکوئ دساعت ستنه که موږ وغواړ یانه حرکت کوي او وخت چاته، نه انتظاریږي.هڅه وکړئ هیڅکله ماته مه منئ؛له هرچا سره سیالي مه کوئ، هغوی، چي په علمي برخه کي مو سیال ګڼي کوښښ وکړئ لومړیتوب ورڅخه وګټئ، ولي هغوی، چي دتنګ نظرۍ په قفس کي بند وي او د راغورځوني هڅه مو کوي پروا یی مه لرئ، ځکه نه پوهیږي، چي ذلیل کوونکی او عزت ورکونکی، یو بل ستر ذات دئ.

دخدای دنیا له بلا انسانان ډکه ده هرڅوک که ستاسو په اړه هر رنګه فکر لري مه خفه کیږئ، ځکه دا ددوی حق دئ.دملګرو په انتخاب کي خورا دقیق اوسئ، له هرچاسره و اوسېږئ، خو هرچاته د ملګرتیا لاس مه ورکوئ، ځکه په ډېرو سپینو لستوڼو کي د مار دشتون او چیچلو بیره شته.

هغه ملګري، چي کتابونه نومیږي، ځان ته یی نږدې کړئ مینه ورکړئ او له شتونه یی خوند واخلئ. له کتاب دوستۍ هیڅکله مه ډاریږئ، ځکه هغوی خپل ځان ستاسو په واک کي درکوي او دا بیا په تاسو اړه لري، چي څومره مینه ورکوئ.له کورنۍ سره مو ځانګړې مینه وکړئ، که دمور او پلار سترګي، لاس او پښې مو نه وي مچ کړې همدا اوس یی مچ کړئ، له خوندو، ورونو او نورو دوستانو سره مو وخاندئ او که د ژوند ملګرې لرئ، هر راز مو ورسره شریک کړئ او دژوند په ښه کیدو کي مشوره ورسره وکړئ.

دا کال هم تیر سو او نور ډېر کلونه به راسي او تیر به سي، ډېری د ادم زامن  به نوی ساه واخلي او ډېر به ساه ورکړي او بلاخره موږ ټول به په یوه قطار کي ودریږو څوک به ښه وي او څو بد، نو کوښښ وکړئ له ژونده خوند واخلۍ او تل ښه و اوسئ.

نوی کال مو بختور شه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply