تاریخ مه هیروئ /| زلمی حلیمي

0 463
ارګ ته د لومړي ځل له پاره ورتلو زه او ډاکټر صاحب سحر ملګری وو په لاری کي مو د یوه سپین ږیري ولسمشر دعلمیت او وطن ورانونکو، غلو او خاینینو پر وړاندي د هغه د سیاسي جرآت په اړه خبري کولې، ترڅو بندو دروازو، چي ورتیر سو د وطن مینه او خپلواکي مي درک کړه. پر ارګ د لوی ملي بیرغ څرپ څرپ د خپلواکۍ د شمال او روښانه سبا د زیري ږغ راکاوه.
څو ګامه، چي نور هم مخته ولاړو څو کتار وطن ته متهدي، رښتینې او وطن ژغورنکې څېرې مي په ذهن کي تیري سوې.
غازي بابا امان الله خان مي رایاد سو، ما ویل له همدې ځایه یی د دې بېوزله ولس د خیر او علمي پیاوړتیا هڅه راپیل کړه، د ازادۍ بیرغ یی دلته جک کړ او د وطن په ابادۍ یې شروع وکړه.
د ستر سیاسي رهبر سردار داود خان روح ته مي دوعا وکړه.
ډاکټر صاحب نجیب مي سترګوته ودریدی، له هغه سره پر ناځوانۍ مي افسوس وکړ د وطن شهید ډاکټر صاحب نجیب رښتیا د دې ملت الالونی او واقعي رهبر وو، دښمن ته یی سترګي نه وې ټیټي د خاوري ساتنه یې د ناموس غوندي د سر په بدله خوندي ساتله اوبلاخره دا یی ثابته هم کړه.
د هغه څېره مي د ارګ په شاوخوا کي ژوندۍ لیده او دا به یی ویل، چي له ما وروسته یو بل د وطن رښتینی بچی ژوندی دئ او د دې وطن د ساتني او جوړوني نهایې هڅه کوي.
تر مازیګره مو ارګ ښه مطالعه کړ او دافغانستان ښه و بد تصویرونه مو پکښي ولیدل.
مازیګر یو سپین ږیری ولسمشر د مسجد له لوري له لمانځه را روان وو موږ ټول د احترام له پاره ورته ودریدو له هر یوه سره یی په غیږ ستړې مشې وکړه. په تندي کي یې د وطن د ابادۍ نښي لیدل کیدې، په کمزوري وجود او زورور فکري قوت یې د ملت ژغورني هڅه کوله. د خپلي اوږدې حوصلې او علمیت په زور یې په چټکۍ د ځوان نسل او بېوزله افغانستان جوړښت غوښت شیبه وروسته تر ما را ورسیدی ستړې ساه یی وهله، خو ستړیا یی نه محسوسوله زه یی په غیږ کي ټینګ کړم مایې په شتون کي د نن، سبا او دریم سبا تمه حس کړه ورته ویل مي ته د وطن او نوي نسل غمخوار یې، د جاهلیت او نااهلیت پر وړاندي ستا مخته تګ زموږ د نن ماښام او سبا سهار پخیر دئ.
باچا په خندا او جرات راته وویل
(تاریخ مه هیروئ زه مو له دې بد حالته راباسم زورورو ته به هیڅکله تسلیم نه سم یوازي ولس او ځوان نسل ته تسلیم یم د دې وطن اصلي مالکان تاسو یاست، نه څو زورواکي او خاینین. ولس ته ور وښیاست، چي وطن زموږ دئ او د بل هیڅ چا نه سي کیدای د افغانستان جوړوني اخیري فرصت له لاسه مه ورکوئ وطن د سخت ستر سیاسي تاریخي حالته څخه تیریږي، یوازي ولس کولای سي د بیا تور تاریخ د تکرار مخه ونیسي؛

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply