طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې کېدو کې دی!!

0 706

سردار محمد فائق


کله چې دامریکا او طالبانو ترمنځ ظاهرا د اسامه په سپارلو شخړه راغله، طالبانو د کلک دریځ په نیولو سره د نوموړي له سپارلو ډډه وکړه، چې بالاخره په ۲۰۰۱م کال د امريکا په مشرۍ نږدي ۴۹ هیوادونو پرافغانستان د بريد په ترڅ کې د طالبانو حکومت رانسکور کړ، او ډیر زیات ځاني او مالي زیان ئې ور واړاوی، داسې سخت حال راغی چې چا به د طالب نوم نه سو اخستلای که نه یا به تر ګونتانامو رسول کیدای او یا به سمدستې بي ۵۲ الوتکې ورته رارسیدلای. په طالبانو د داسې بد حال په راوستو کېتر ټولو ستر رول د پاکستان ؤ، چې هم ئې امریکا ته په افغانستان د یرغل زمینه برابره کړه، سترې سترې پوځي ای ډې ئې په لاس ورکړې، او هم ئې ډېر زیات هغه طالبان ونيول او په امریکا ئي خرڅ کړل چې د پخواني جهاد راهیسې ئې کورنۍ په دغه هیواد کې د هجرت د ټاټوبيپه توګه استوګن وو ، په لومړي وخت کې به چا فکر نه کاوه چې طالبان به بیا ځواکمن سي خو چې کله طالبان د خورا زیاتو نظامي او تبلیغاتيبریدونو له ځپلو باوجود هم سر راپورته او دمقاومت د پیاوړي ځواک په توګهراڅرګند سول، نو له یوې خوا امریکا او د کابل حکومت د سولې خبرو ته اړ سول، که څه هم پکې رشتینې نه ول، خو له بلې خوا پاکستان بیا هم دطالبانو د ځپلو لړۍ ونه دروله، خو په دريځ کې ئې دومره فرق ترسترګوسو، چې پخوا به ئې طالبان امریکایانو ته سپارل، خو دا ځل به ئې له ځان سره ساتل او د سختو شکنجو او فشارونو په راوړلو سره به ئې پرېهڅه کوله ترڅو طالبان هم تر خپل اغیز لاندې راولي، او د دې هدف لپاره يېله ټولو ستره هڅه طالبان په سو ډلو ویشل وه،  هغه دا چې هر طالب مشر به ئی چې ونيو نو د خوشې کولو شرط به يې پرې دا ؤ ، که طالبانو ته د سرخوږۍ په توګه نوې ډله جوړوې نو سمدستي خوشې کيږي او که نه وژل کيږي او نادرکه کيږي.

خو له دې ټولو سره بیا هم طالبان د بهرنیانو او د کابل حکومت په وړاندېد یو پیاوړي ځواک په توګه څرګندیدل چې ستر لامل ئې د طالبانو یوموټی والی او له خپل دريځ څخه د دومره فشارونو با وجود نه تېریدل ول.د طالبانو کلک دريځ په افغاني او نړیواله سطحه خورا شهرت ترلاسه کړ، چې هم ئې په هیواد او هم ئې په نړۍ کې ملاتړ ورځ تر بلې په زیاتېدو سو. 

په دې وخت کې که څه هم طالبان په پوځې او سياسي ډګرونو کې برلاسي ول، خو هغه تبلیغات يې د خپلواکۍ په ثبوت وړاندې کولو کې خنډ واقع سوي ول، چې ګواګې طالبان د پاکستان خلک دي، افغان حکومت په ولس کې دطالبانو د نفوذ دمخنیوي لپاره پاکستان سره په ګډه دې هدف ته د رسيدلو لپاره کار وکړ او تر ډیره يې طالبانو ته سياسي تاوانونه ور ورسول او خلک يې پرې بې باوره کړل.

له دې امله هغه وخت د طالبانو مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد  د پاکستان له فشارونو دخلاصون او دخپل سياسي استقلال د خوندي کولو او ولس ته په ثبوت رسولو له پاره عملي ګامونه پورته کړل، ترڅو له پاکستان پرته په یو داسې هیواد کې د طالبانو تحريک ته یو سياسي ادرس پيدا کړي چې نه ئې له یرغلګرو سره پر افغانستان دتيري پرمهال نظامي مرسته کړې وي او نه ئې استخباراتي او سياسي مرسته، بالاخره طالبان په نړۍکې د ډيرو کوششونو وروسته دقطر په هیواد کې سياسي دفتر په پرانستلو بريالي سول.

دسیاسي دفتر پرانستلو لپاره ملا محمد عمر مجاهد پنځه شرطونه ايشي وه، هغه داچې اسلامي هېواد به وي، ګاونډی هېواد به نه وي، داسې هېوادبه نه وي چې دیرغل پر وخت ئې د طالبانو په وړاندې دشمنانه پالیسيغوره کړې وي. او داسې هيواد به هم نه وي چې په افغانستان کې د امریکائي یرغل په ملاتړ پوځي شتون ولري. او بل دېته به تیار وي چې د طالبانو د استازو کوربه توب وکړي.

کله چې طالبانو په پورتنيو پنځو شروطو برابر، سياسي دفتر په قطر هيواد کې پرانیست، نو دا د طالبانو سیاسي ځیرکتيا، پرمختګ او ستره لاسته راوړنه وه، ځکه په دې سره طالبانو هیوادوالو او نړيوالو ته له پاکستان څخهخپل استقلال د لمر په سیر روشانه کړ، د طالبانو په اړه افغان ولس سره ډیر سوالونه پخپله جواب سول.

استخباراتي ادارو چې ولیدل چې طالبانو ولس ته خپل استقلالیت په ثبوت ورساوه، او نور ئې ولس د پرديو او په خاص ډول د پاکستان د تالي څټو په توګه نه پيژني، بلکې د یو ازاد خپل واک ولسي مقاومت په توګه به ئېپيژني. نو بيا ئې په خلکو کې بل ډول اوازې خپرې کړې چې ګواګېطالبانو خپل دریځ نرم کړي، حکومت سره مذاکرات کوي، د پردیو ګټوخوندي ساتلو لپاره یې دفتر خلاص کړي، ترڅو په طالبانو کې درز پیداکړي. ولس سره ئې بیا یو څه شکونه او شبهات پیدا کړل. خو کله چېطالبان د سیاسي دفتر د نوم او بیرغ په کړکيچنه موضوع کې له خپل دريځ تیر نه سول نو د طالبانو په اړه پاتې شکونه او شبهات هم له منځهلاړل، آن تر دې چې د سیاسي دفتر په هلو ځلو د امريکايي اسير عسکربروګډال په تبادله کې د طالبانو پنځه نامتو مشران له ګونتانامو ازاد سول، چې دې سترو لاسته راوړنو، يو ځل بيا طالبانو ته سياسي اتلولي ورپه برخه کړه. او دا ئې خلکو ته ثابته کړه، چې د طالبانو په اړه ټول شکونه بېاساسه ول، او پوره خپلواکه دي، خلک پوه سول چې دوی د څه لپاره دفتر پرانستي ؟ موخې يې سه دي ؟ او په خپل دريځ سومره کلک دي ؟ او هم يې یو موټی والی ثابت سو چې په ډلو ټپلو نه دي ويشل سوي بلکې یوهډله، یو مشر او د سیاسي فعالیتونو پرمخ بیولو لپاره یو ادرس لري.

بيا کله چې استخباراتي ادارې د طالبانو په وېشلو کې هم پاتې راغلل، او په ولس کې د طالبانو نفوذ کمولو کې هم پاتې راغلل، له پاکستان څخه ئېهم خپل استقلال ثابت کړ. او نظامي ډګر کې ئې هم له پخوا څخه ډیرپرمختګ وکړ، تر دې چې زیاتې سيمې ئې تر ولکې لاندې راوستې په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې پرمختګونه او فتوحات. نو افغان ولسمشر او استازو ئې پاکستان ته په تللو راتللو ځانونه ستړی کړل، ترسود پاکستان په مرسته په طالبانو فشار راولي او دوی ته یوه د خټو پوزه جوړهکړي.

که افغان حکومت په خپلو هلو ځلو کې رشتينې وای نو دوی مستقیما هم د قطر هیواد په مرسته له سیاسي دفتر سره په یو ډول نه، یو ډول حتمي اړیکه نیولی سوه، خو د پاکستان له لارې خبرې اترې رامنځته کولو کې د دوی یوه ستر هدف دا ؤ چې خلکو ته ثابته کړي چې طالبان د پاکستانخلک دي. نو پاکستان چې په مکر او چل کې په نړۍ واله کچه پېژندلسوی دي، د دې لپاره چې په افغان حکومت د ډيورنډ کرشې د رسميت پېژندلو په سېر ځينې غوشتنې ومني، نو هغوی ته ئې د تل په سېر د روان کړکيچ د حل کيلي په  خپل لاس کې شودلې، او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره يې د ۲۰۱۵ لمريز کال په جولای میاشت کې اسلام اباد ته سېرمه د مري په سيمه کې له خپلو چلونو او مکرونو څخه په استفادې یو څو پخواني طالب مشران خبرو اترو ته په هر ډول چې ‌ؤو حاضر کړل ترسو افغان حکومت سره خبرو ته اترو ته کشيني. 

خو سمدستي هغه مهال په قطر کې د سیاسي دفتر د ځيرک او هوشیارطالب مشر سيد طيب اغا په طالبانو کې د خپل پراخ نفوذ څخه په ګټه ددغو خبرو مخنيوی په دې خاطر وکړ، چې د پاکستان لخوا افغان حکومت سره د جوړ جاړي لپاره دطالبانو کشیناستل به دوی ته ډير په تاوان تمام شي، او د طالبانو پورته ذکر سوې ټولې سیاسي لاسته راوړنې به په اوبو لاهو کړي، او نه یوازې د دوی په اړه خلکو سره پخواني لرې کړل سوي شکونه به بیرته راتازه سی، د بې شمیره نورو شبهاتو دروازه به هم خلاصه سي لکه چې د دغې وروستۍ ناستې څخه وروسته مو چې له ډیرو افغانانو ډولډول شکونه واوريدل. خو چې کله هغه مهال (جولای ۲۰۱۵ ل) د طالبانو اعلامیه نشر سوه پکې سرګنده سوه چې د سياسي دفتر غړي د مري په غونډه کې ګډون نه لري، نه ئې دغه خبرې اترې ستایلې وې او نه ئې رد کړې وې. خو بیا ئې هم هغو خلکو ته یو سه امید پیدا کړ، سوک چېپه دې ناسم کار زورېدلی ول، او د پاکستان ټولې هڅې او دسيسې ورسره شنډې سوې.

نو دپاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) ته سرګنده سوه چې په طالبانو پوره حاکميت نه لري، ځکه  خپل هدف ته ونه رسیدل، نو ددې هدف ترلاسه کولو له پاره ئې دطالبانو په تحريک کې دخپل اغيز لاندې کسانو د لا پرمخ بيولو، او د نفوذ لرونکو مشرانو ترمنځ داختلافاتو پیدا کولو او له صحنې ایستلو هڅې پیل کړې. تر سو پرې پوره حاکمیت ترلاسه کړي،بالاخره په دې وتوانېدل چې دپاکستان ګټو ته ژمن طالب چارواکی ملا امیرخان متقي د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ترټولو د نژدې کس په توګه په دنده وګمارل سو.

له هغه وخته چې امیرخان متقي د طالبانو د مشرتابه دفتر رئيس ټاکلسوی، د طالبانو تحريک په بشپړ ډول دپاکستان تر نفوذ لاندې راغی، له سياسي دريځونو د تنزلاتو لړۍ پیل سوه، آن تردې چې نوموړی په یوهنظامي الوتکه کې له سو نورو سره پاکستان څخه تر ابوظبۍ ورسیدل او هلته يې  د پاکستان په منځګړتوب له امریکایانو سره مذاکرات وکړل، خو د متقي په مشرۍ د طالبانو دا کار دخپل تحريک د بنسټګر ملا محمدعمر د تګلارې او د طالبانو او افغان ولس د لکونو شهيدانو له پاکو وينو سره  سترخیانت او دافغان ملت په سرنوشت لوبې کولو څخه غیر بل څه نه دي. 

دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد چې له خپل دريځ څخه دنه تېرېدلو په نړیواله ازموینه کې دافغانانو او دنړۍ دمسلمانانو په زړونو کې لومړیمقام کټلی ؤ، خپله واکمني ئې د یو مسلمان د نه سپارلو په بدل کېقربان کړه، د پاکستان او نورو هر ډول فشارونو ته ئې له غاړه ايشودلو په کلکه ډډه کړې وه. خو اوس سنګه د بل د ګټو په نظر کې نیولو او په منځګړتوب ئې امریکایانو سره مذاکرات پیل کېږي؟

ایا دوی خپل هغه طالب مشران هير کړل چې د پاکستان په زندانونو کېشکنجه سوي، وژل شوي لکه ملاعبید الله، ملا اختر محمد منصور او ځينې لکه استاذ ياسر تر ننه نادرکه دي؟ او ملا اخترمحمد عثماني ئي مجبور کړ چی له پاکستانه افغانستان ته لاړ سي او هلته ئي امریکايانو ته خبر ورکړ او هغوی شهيد کړ.

ایا په دې اتلس کلن جهاد کې د دومره سترو سترو سرشندنو او فداکاريو ثمره دا سوه؟

د دې پوشتنو ځواب باید په راتلونکې کې طالبان په خپل پخواني دريځباندې په کلک ودريدلو او دپاکستان په منځګړتوب حکومت سره دمذاکراتو په ټپه اودرولو او بیا نه تکرارولو سره ووايي. او داسې تګلاره غوره کړي چېد پاکستاني ادارې لاسوهنه او ورسره د نامشروع تماسونو مخه د تل لپاره بنده سي. 

همدا رنګه دا سوالونه د طالبانو د تحريک او امارت مؤسس مرحوم  مشر ملا صاحب  د هغې پرېکړې څخه د سرغړونې په نه کولو سره هم جواب کړيچې سیاسي فعالیتونه په قطر کې د سياسي دفتر پورې اړه لري ځکهدهمدې هدف لپاره جوړ سوی دی او پنځه شروط هم په قطر کې پوره دي، نه په متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان او نورو هیوادو کې.

دا هم لرې نده چې د امریکایانو په موجودیت کې د اشرف غني له حکومت سره هم د پاکسستان په امر خبرو ته کشيني، او پایله کې به دطالبانو په یوموټي والي هم بد اغیز ولري.

بهتره خو دا ده چې 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply