لاجورد لار افغاني اقتصاد کې روح پو کوي/ مبارز محمد ځدراڼ

0 566

لاجورد هغه تاریخي لار ده چې نږدې ۲۰۰۰ دوه زره کاله وړاندې د افغانستان د بدخشان ولایت لاجورد د همدې لارې اروپا ته لېږدول کېدل، له دې امله د لاجورد په نامه یاده شوه.

دغه ترانزیټي لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغونډۍ له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په لور غځېدلې او د تورې بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینې باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینې تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو پورې رسېږي او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلیږي.

د دې سترې اقتصادي هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي ډېپلوماسي په ډاګه کړه، ځکه  د لارې د بیارغولو لپاره یې بشپړه افغاني طرحه درلوده چې د پرلپسې هڅو په ترڅ کې یې د سيمې پر هېوادونو ومنله.

د دې لارې د جوړېدو تړون د ۲۰۱۷ مېلادي کال د نوامبر پر ۱۵ مه نېټه د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، ازربایجان او دترکیې د حکومتونو  د استازو ترمنځ لاسلیک شو چې بالاخره د ۲۰۱۸ مېلادي کال د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه په هرات ولایت کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان حکومت د مشرتابه او د یادو هېوادونو د استازو ترمنځ رسماً پرانېستل شوه.

له شک پرته د دې لارې پرانېستل او بیارغول افغانستان او جنوبي اسیا په لنډه او ارزانه لار له اروپا، منځني ختیځ او د افریقا له شمال سره نښلوي، چې  رغول یې د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور لارې د افغانستان په بدلولو کې مهم ګام دی.

افغانستان چې له بده مرغه په وچه کې ایسار هېواد دی، له دې مخکې یې تر ډېره د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له نورې نړۍ سره ټرانزیټ سوداګري درلوده ،چې افغان سوداګر به د ګڼو ستونزو او چالشونو سره مخامخ ول،د دوی مالونه به په میاشتو میاشتو بند پاتې کېدل او  ډېری وخت به افغان حکومت او ملت په دې ګواښل کېده که دا لار درباندې وتړو، نو تاسې به له لوږې مړه شئ. خو د چابهار بندر وروسته د لاجورد له لارې خوشبختانه افغانستان اوس مهال د نورو هېوادونو او د نړۍ له مهمو بازارونو سره په ډېرو برخو کې ونښلول شو. افغانستان نور له انزوا څخه راوتی او په اسانه کولای شي خپل صادراتي توکي لکه غالۍ، مرمر ډبرې، زعفران، انګور، انار مڼې او نورې وچې او تازه مېوې اروپا او د نړۍ بازارونو ته ورسوي.

د لاجورد لارې په پرانېستلو  او د سوداګرۍ په پیل سره به سوداګري او صادرات زیات شي،د بهرنیو سوداګرو پام به افغانستان ته راواوړي.،افغانستان به د دې لارې له ترانزیټ زیات عواید هم ترلاسه کوي، د افغاني تولیداتو او محصولاتو  پر وړاندې به هغه مشکل کم شي، چې ویل کیږي افغاني محصولات او تولیدات بازار نه لري.

په حقیقت کې افغاني تولیدات او محصولات ښه بازار لري خو اساسي ستونزه دا وه چې بازار ته یې لار نه وه، په دې سره به اوس د افغاني توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي.

بله دا چې افغانستان د تیر سازمان یا نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب لري، خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره لارې نه وې، په دې سازمان کې د افغان سوداګرو ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه.

نو په دې لار سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري، ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا مومي او په دې لار کې د لا ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان بالاخره بحر ته  هم لار پيدا کړي.

د لاجورد لارې یو بل لوی اهمیت په دې کې دی چې دغه لاره نړیوالو بازارونو ته تر ټولو لنډه ترانزیټي لاره ده.

په دې مانا چې د کراچۍ د بندر په پرتله به زموږ مالونه په کم وخت او کم لګښت سره صادریږي، د کره معلوماتو له مخې زموږ مالونه به د کراچۍ بندر په پرتله د لاجورد له لارې درې یا څلور ورځې مخکې رسیږي، له دې معلومیږي چې لاجورد تر ټولو نږدې لاره ده.همداشان په هره لارۍ به د کراچۍ بندر په پرتله دوه نیم یا درې نیم زره ډالره کم لګښت راځي نو وېلای شو چې لاجورد د افغانستان په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې د افغانانو لپاره ستر ویاړ او لویه لاسته راوړنه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي دغه لار چې له منځنۍ اسيا تېرېږي، په راتلونکو درېو کلونو کې به د افغانستان کابو ۸۰ سلنه صادرات او واردات له همدې لارې وي، چې دا د افغاني اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختتیا لپاره په زړه پورې زېری بلل کیږي.

د لاجورد لارې پر سر د هېوادونو سره د خبرو لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د تخنیکي معاونیت په مشرۍ پلاوی ترکیې هېواد ته رسېدلی ترڅو چارې یې تعقیب او د اړونده لوریو او سوداګرو لپاره د تجارت او ټرانسپورت په برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.

خو هیله مو دا ده چې افغان حکومت مشرتابه د پورته ارمانونو او موخو د تحقق لپاره  اړونده وزارتونو او سفارتونو ته په جدي توګه دنده وسپاري چې د نورو هېوادونو له چارواکو سره د مهمو اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وکړي او هغه سهولتونه برابر کړي، چې د لارې په لا موثریت او د تجارت په وده کې مؤثر تمامیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply