له مونږ نه ولې مرور يي خير دې راشه کنه
زمونږ ده کلي فضا ټوله په لوګو پټه ده
او ته په غرونو باندې سريي خير دې راشه کنه
سپرليه سوله هم ده ځان سره ضرور راوله
تر څو به داسې درپه در يي خير دې راشه کنه
سوله چې لاړه ته هم لاړې مونږه جنګ وخوړو
ياره ته څومره زورور يي خير دې راشه کنه
ستا په راتلو به په ټول ښار کې رنګينې خورې شي
ګوره ته څومره بختور يي خيردې راشه کنه
ګلونه وغوړوه مړاوې څانګې تاندې کړه بيا
ته مو پټۍ ده هر پرهر يي خير دې راشه کنه
خير که ثاقب کلي کې نشته نور خو ډير دي خلک
ګله په هر څه به خبر يي خير دې راشه کنه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320