لوګر کې ۱۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکی توکی نیول شوی

0 685

سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی، افغان ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې ۱۰ زره کیلوګرامه چاوېدونکی توکی او وسلې نیولې دی.

 ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړی.

د لوګر د امینه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایی، په دغه عملیاتو کې د ازرې ولسوالۍ په غوګیز سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې له دغه زېرمې ۱۰ زره کیلوګرامه چاوېدونکی توکی، ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، ۵۳۰۰ کیلوګرامه چرس ډول نشه یی توکی او یوه عراد موټر د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوی، د یادو چاودېدونکو او نشه یی توکو او وسلو په تړاو درې تنه هم نیول شوی، چې دامهال تر پلټنو لاندې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply