د واحد ملت واحده موخه/ مجید ژړاند

0 826
سامراجي دښمن له لویې وراخطایي سره مخ دی، ځکه شتون یې له زوال سره مخ  او د خپلو نیرنګونو په دامونو کې نښتی دی.
لومړی وزیر یې د خیراتونو په راټولولو ستړی شو، ای، ایس، ای، د محکوم افغان د تباهۍ په فکر کې بې سېکه شوه، نور افغان ولس نه مري، افغان ولس به د ترهګرۍ بټۍ تړي او ددغه فابریکې د منځه تلو لپاره له امو تر اباسینه ولسي لښکر چمتو شوی، د اروپایي پارلمان پورې د افغان ژغورنې چیغه ورسېده، د استرالیآ پارلمان په وړاندې باشعورو افغانانو د پنجاب پر ضد کلک احتجاجونه وکړل او د منظور پښتون د ملاتړ، لروبر د یووالي بې درېغه هڅې کوي، له نیویارک نه هم د افغان ژغورنې غورځنګ د ملاتړ غږونه راکېږي.
 ترهګر چې د پنجاب غیر مستقیم پوځ دی،  د ازاد افغانستان بنسټیزې پروژې یې ویجاړې او د افراطیت د خورولو هڅې یې ګړندۍ کړې.
پنجاب چې ازاد افغانستان خپله پنځمه صوبه ګڼله او د مجاهدینو په جوړولو یې د ازاد افغانستان په چارو کې مداخلې پیل کړې.
پنجابي سامراج په دې فکر کې و، چې د ترهګرو پر مټ به افغانستان کې د دوی واک وي او امر به یې چلېږي.
پاکستان هغه مهال د بریتانیې له بطن څخه وزېږید، چې د انګرېز لویه امپراتوري له زوال سره مخ شوه، د ایپي فقیر او نورو سپېڅلو مجاهدینو سره یې د جګړې کولو قوت له لاسه ورکړی و.
ډیورنډ لاین په رامنځ ته کولو سره انګریز پدې فکر کې شو، چې افغان ملت له ماتېدو سره مخ دی او د زوال پر لوري درومي، دوی له موږ څخه ورور واخیست او زموږ یو وجود یې نیم کړ، کله چې دا میراث پاکستان ته رسېږي، نو د دغه فرضي کرښې د رسمي کولو بار، بار کوششونه یې وکړل، خو هیڅ افغان دولت د ډیورنډ فرضي کرښه ونه منله او هر افغان تر نن ورځې پورې د کرښې دواړو غاړو ته خپل یووالی حفظ کړ،  د دښمن په وړاندې یو غږ او یو ځواک و، خیر که موږ په محکوم او ازاد افغانستان تقسیم و، تېر کال چې د پاکستان د ظلمونو خلاف پې، ټې، ایم رامنځ ته شول، نو هغه حقیقت هم رابرسېره شو، چې د یوې ژبې او یوه فرهنګ لرونکی ملت هیڅ کله  بېلېدای نه شي، د جبر هر څومره کرښې که ترې تاو راتاو وي، سامراجي دښمن له افغان ولس سره دښمني پاللې، تر څوله  اشغالي سیمو څخه  د دوی لاسونه لنډ نه شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجاب ګرېوان ته لاس واچول، د بې ګنا محکومو افغانانو د وژنې پوښتنه یې ترې وکړه، د تری تم افغانانو لټون پسې ووت او تر ننه پورې د پنجابي یرغلګرو خلاف هره ناره یې هډونه زیږوي.
واحد ملت واحدې موخې ته رسېږي، مشترک دښمن یې پېژندلی او په وړاندې یې خپل غبرګون ښودلی دی، واحد ملت واحدې موخې ته نژدې شوی او پنجابي اشغال اخري سلګۍ دي.
واحد ولس به په خپلو مټو لوی کور جوړوي او د خپل حثیت څښتن به وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply