ابهیشیک د مور پر ځای له مېرمنې ایشوریا ډېر ډارېږي

0 845

د بالیووډ شهنشاه امیتابچن لور شوتیا بچن نندا د خپل ورور یو پټ راز بیان کړ. هغه وايي، ورور یې بهیشیک بچن د مور پرځای له خپلې مېرمنې ایشوریا رای ډېر وېرېږي.
د وتلي اداکار ابهیشیک بچن خور شوینا نندا د خپل ورور له دې رازه د بالیووډ فلمونو لارښود او پروډیوسر کرن جوهر “کافي ود کرن” په خپرونه کې پرده پورته کړه.
د دې خپرونې د شپږم فصل یوه پرومو چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، کرن جوهر له ابهیشیک بچن نه پوښتنه کوي چې له خپلې مور ډېر ډارېږي که له مېرمنې؟ ابهیشیک ورته په ځواب کې وايي چې له خپلې مور جیا بچن ډېر وېرېږي.
خو خور یې شویتا نندا سمدستي له دې پټ رازه پرده پورته کوي او وايي چې ابهیشیک له ایشوریا رای ډېر وېرېږي. د شوتیا له دې حقیقت بیانولو سره سم ابهیشیک حیرانېږي، له خپلې خور ناخوښي څرګندوي او وايي چې سوال يې له ده کړی دی؛ نو تا ته مناسبه نه وه چې ځواب ورکړې.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply