لرغونی افغانستان او شل پیړۍ وروسته د یوې تاریخې لاري بیا ژوندي کېدل

0 1,109

پوهنیار سیدالرحمن مجیدي

د لاجورد لار به د ګران هیواد په اقتصادي کالبد کې روح پو کړي

لارې او سړکونه د بشري ټولنو تر منځ د پیوستون او اتصال تر څنګ هغه وسیله ده، چې د هم یې په سوداګرۍ او تجارت کې موثریت ثابت او هم یې د لرغونو زمانو راهیسی د تمدنونو، تهذیبونو د پیژندلو وړلو او راوړلو په چارو کې مهم رول ثابت کړي، داچه افغانستان ته د اسیا زړه او تمدن څلور لارې ویل شوې ده ، برکت یې د افغانستان په ټټر د ډیرو ارزښتناکو لارو مرور او عبور ده، خو داچې د اسیا دا زړه له شلو پیړیو راپدې خوا مړ پروت ده، نن شل پیړۍ وروسته د یو اګاه او سیاسي لیډر پواسطه ددې زړه یو مهم شریان (رګ) چې د لاجوردو لاره ده، وا او خلاصیږي، چې په خلاصون سره به یې  خارجي اسعار وارد او مالونه به تر اروپا او افریقا ورسیږي،  او ددې هیواد پریوتی اقتصاد ته به نوی ژوند او نوی رنګ ورکړي.

دوهمه داچې، د اسیا ددې لارې په خلاصیدو سره افغانستان په ریښتیا او واقعې توګه په څلور لارې بدل شي او هم به د سویلي اسیا په لویه دروازه بدل شي.

داهم ټولو ته معلومه ده، چې په لرغونو زمانو کې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو جوړښت او د هغوۍ ټینګښت او پایښت تر ډیره بریده  د تجارتي او سوداګریزو لارو چارو د جوړولو او هغوی ته د ودې ورکولو تر اغیزې لاندې پاته شوی ده، ځکه په هغه وخت کې د سوداګریزو مالونو او اقلامو د ترانسپورت لپاره له بحر څخه کار نه اخیستل کېده،  او نه په هغه وخت کې بحري وسایلو دومره شتون درلود، نو ځکه به ځمکنۍ اوږدې او ډاډمنې لارې جوړیدې، چې هغه به مصؤنې او خوندي وې،چې پدې وخت کې څو لارو نړیوال شهرت وګاټه. چې یوه لاره د لاجوردویې ښه بیلګه ده، چې پر لاره او مسیر یې پراته هیوادونه او امپراطورۍ د شهرت او کمال لوړ پوړیو ته ورسولې، د لاجوردو لار د وریښمو د لارې یوه برخه ده. چې د وریښمو لار پخوا د هند،چېن او بالاخره روم هیواد ته رسیدله،چې په لاره یې درۍ ۳ لویې امپراتورۍ چې د ختیځ چېن د هونانو امپراتورۍ، په منځنۍ اسیا کې د افغان کوشانیانو امپراتورۍ او لودیځ کې د روم امپراتورۍ دې لویې زمیني لارې سره تړلې،  دې لارې هغه وخت خپل تاریخي او ترانزیټي ارزښت ترلاسه کړ، چه کله مقدوني تاجر (تیتونیاس) د ختیځ څخه د لویدیځ په لور د دې لارې په تګ  بریالی شو، او په پخواني شام او اوسنۍ سوریه کې یې د روم او چېن ترمینځ د سوداګرۍ په هیله په برایت، سیدون، تایر اود انتیچ کې تجارتي مراکز جوړ کړل، او پدې لاره تجارت شروع شو، خو مګر دا لاره بیا ورسته ویجاړه شوه، او شل پیړۍ پس بیا سیاسي او اقتصادي کارپوهانو د هغې سوداګریز اهمیت او موثریت ثابت او پرانستله.

د لاجوردو د لارې تاریخي مخینه یا پس منظر

څرنګه چې د لاجوردو لاره د وخت له مهمو او مواصلاتي لارو څخه شمیرل کېدله،  چه په واقیعت کې دا لاره د وریښمو د لارې یو مسیر او بیا رغونه ده، چې لرغونتیا یې ۲۰۰۰کاله ته رسیېږي، چې له دې لاري څخه به لاجورد او ځینې نورې قیمتي ډبرې اروپا، روسیې، باکان، قفقاز او د افریقا شمال ته رسیدلې،  خو ځینې پوهان وایې،چې دې لارې ته ځکه د لاجوردو لار وایي، چې د لاجوردو په شان یې د ډیر وخت په تیریدلو سره خپل ارزښت ساتلی او لا زیات شوی، کله چې دا تاریخي تجارتي لاره ویجاړه شوه،  نو افغانستان ته ډیر صادرات او سوداګریز توکو ترانزیت او سوداګري د کراچۍ د بندر له لاري صورت نیسي، چه نسبتا ډیره اوږده او غیر مصئونه لاره بلل کېږي، ددې تاریخي لارې د لرغونتوب په هکله د لرغونپوهانو حوالې خوندي دي،چې افغاني توکي ددې لارې لري  اروپایي هیوادنو ته رسیدلي دي، یو چاپاني لرغون پوهه ما وریز په خپله تحقیقي مقاله کې لیکي، چه په مصر کې لرغونپوهانو له بیلابیلو لرغوني فرعوني  اهرامونو او قبرونو څخه ترلاسه کړي، چه له افغانستان څخه ۳۰۰۰ کله پخوا د تجارتي متاع په توګه هلته وړل شویدي، چه  له ۱۰۹ قبرونو څخه تر ۵۰۰ زیات زیات لاجوردي کاڼي او غمي ترلاسه شوي، علاوه له دې څخه  نوموړي جاپاني محقق ماوریز لیکلي چه په جاپان کې د تاداجي په موزیم کېد اوښ یوه مجسیمه شته، چه د بودایې مذهب پیروان یې د سفر لپاره کاروي، دا په ۵ میلادي پیړۍ کې له افغانستان څخه جاپان ته تللې ده، یوه  بله د سازوهلو یا د موسیقي  اله  چې دوتاره یا دونبوره ورته وایې،  هلته خوندي ده ، له افغانستان څخه چېن او بیا جاپان ته رسیدلي ده ، نو ویلای شو چې نوموړېلاره مهم تاریخي او ترانزیټي لاره ده ،چه له قیمتي غمیو، لاجوردو سره سره نور تجارتي اقلام هم نړۍ او اروپا ته پرېصادریدل او واردیدل.

د لاجورد لارې ته ولي د لاجودرو لار وایي

د چارواکو په وینا چه ۲۰۰۰کالو پخوا په دې لاره د بدخشان لاجورد او نورې قیمتي ډبرې اروپا ته انتقالیدلې،  ځکه دا نوم ورکړل شو خو دومره مهمه لار ده چې ۲۰ پیړۍ ویجاړه وه، خو مګر نن ورځ د خپل مصئونیت، لنډوالي او کم مصرفه انتقالي لارې په ډول وروسته له ۲۰ پیړیو بیا فعالیږي، خو ځینې پوهان وایې،چې دې لارې ته ځکه د لاجوردو لار وایي، چې د لاجوردو په شان یې د ډیر وخت په تیریدلو سره خپل ارزښت ساتلی او لا زیات شوی، ددې لارې اصلي شریکان افغانستان، ترکمنستان، ازربایجان او جورجیا هیوادونه دي، خو مګر ترکېه هم غواړي، چې په دې پروژه کې شرکت وکړي، ترکېه غواړي چه د ترکمنستان، ازربایجان، ګرجستان او جورجیا برسیېره ځان نورو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د لاجوردو له لارې ځان ورسوې او هم د افغانستان له لاري له سویلي اسیا سره ځان ونښلوې، ځکه ترکېه لدې علاوه د تورې بحیرې له لارې ځان له نورو اروپایې هیوادونو سره هم وصل کړيده، نو ځکه یاده پروژه کې غواړي ځان شریک کړي، تر څو خپل تجارت ته لا وسعت او پراختیا ور کړي.

د لاجورد  د لاري مسېر

د لاجوردو لار چې د کراچۍ دبندر پرته افغانستان ته له اروپا،منځنی ختیځ، افریقا، بالکان اوترکېې سره نښلوې د افغانستان سوداګري لپاره ترټولو لنډه ،ډاډمنه ، ارزانه او مصؤنه لار ده.چې نوموړي تجارتي لاره د فاریاب ولایت له امنیتي بندر څخه او همدارنګه د هرات ولایت د تورغونډۍ له بندر څخه شروع کېږي چې د ترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر پورې غځېږي. له هغه وروسته د خزر له بحيرې تېرېږي، د ازر بايجان هېواد له باکو څخه تېره او ځان د ګرجستان د پلازمېني تفلیس څخه تېروې،  او دتوري بحيرې د پوتي او باتومي بندرونو ته ځان رسوې، او لدې نه علاوه د قارص د بندر له لاري د ترکېې هېواد ته او د استانبول ښار نورو بندرونو ته غځېږي چې په پایله کې له اروپا سره نښلېږي.

د لاجورد لارې ګټېاو ارزښتونه

د لاجوردو تاریخي لاره د ګران هېواد افغانستان لپاره پرېمانه ګټې او ارزښتونه لري چې په لاندې ډول ترې یادونه کولای شو.

۱. سیاسي ارزښت

 سیاسي کارپوهان پدې اند دي، چې هر څومره ژر دلاجورد فعالول ، افغانستان د ګاونډیانو له تړلتيا څخه  ژغورل دي. کله چې د ایران د بندر عباس بدیل افغانستان ته په لاس ورشي،  نو افغانان به د ګاونډیانو له هغه چلنده وژغورل شي، چې خپلي سیاسي غوښتني پرې  د اقتصادي مجبوریت له امله عملي کوې. کله چې د پاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د عباس بندر بدیل پيدا شي، نو د معرضو ګاونډیانو هغه سیاسي امتیازات به هم له منځه لاړشي، چې افغانستان یې د مجبوریت له امله مني،  د مثال په ډول افغانستان په وچه کې مطلق یو ګیر هېواد ده ، او هیڅ بحري لار نه لري، نو ځکه یې ټوله سوداګري اتکا په نوموړو دوه بندرونو ده، که څه هم دا ستونزه تر ډیره د چاه بهار د بندر له طریقه حل شوه، خو مګر بیا هم په ایران نړیوال بندیزونه او په چاه بهار بندر کې د سوداګرو لپاره پریمانه ستونزې هم د اندیښنې وړ دي، ځکه هلته هم د ځمکو لوړې بیې او د مالونو لیږد را لیږد لپاره د لویو کشتیو نه شتون هم د افغان سوداګرو لپاره لویې ستونزې دي، خو دا لار به له هر نوعه ستونزو او محدودیتونو څځه خوندي او مصونه وي، همدارنګه کله چې د افغانستان شمالي بندرونه حیرتان، تور غونډۍ، اقینه خلاص شي ، نو په نوموړو بندرونو اتکا کمېږي. د کراچۍ بندر د پاکستان هېواد له سیاسي نظره په افغانستان باندي د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروې، او کله چې له افغانستان څخه کوم امتیاز غواړي،  او هغه یې ورنه کړي،  نوتجارتي مالونه په کراچۍ بندر کېتوقیف کوې. که تاریخ ته ځير شو کله چې د ډیورنډ لوظ نامه امضاء کېدله،  او امیر عبدالرحمن خان ورسره نه منله ، نو انګرېزانو له امیر عبدالرحمن خان سره دې کارونو درې کارونه  د سترو فشارونو په موخه وکړل ترڅو امیر تر فشار لاندې او دا ۱۰۰ کلنه لوظنامه او  تړون ور باندې ومني.

  1. د کراچۍ په بندر کې د مال التجارة توقیف کول.
  2. د سرحدي سیمو په ډزو او توپونو ویشتل.
  3. او بل هغه کمکونه او نغدي پیسې چې سوبسایډي ورته ویل کېدې، په امیر باندي بندي کړې.

نو لنډه دا چې د کراچۍ بندر هیواد ته د اقتصادي ارزښت سره سره سیاسي ضررونه هم رسولي دي، بل دا چي د کراچۍ بندر د افغانستان هغه خوږ ګوته ده، چې په نیولو یې پاکستان له افغانستان څخه ډېر امتیازات اخیستلای شي، او افغان ملت او دولت پرې ګواښي، له بله طرفه سیاسي ننګونې، اقتصادي محدودیتونه هغه څه دي، چې د افغاني تجارت د وسعت مخه یې نیولې، او همدارنګه په ایران نړیوال بندیزونه او د نړیوالو غوښتنې چې د عباس له بندر نه استفاده ونه کړي، او په افغاني تجارانو د پاکستان محدودیتونه هغه څه دي، چې افغاني تجارت یې زیانمن کړی، پاکستان همیش وخت سیاسي اختلافات له اقتصادي مسائلو سره غوټه کوې، او همدارنګه هندوستان  ته اجازه نه ورکوي، چې د واګې د بندر له لارې له افغانستان سره تجارت وکړي.

د لاجوردو د لارېاقتصادي ګټې

د لاجوردو لاره چې پوره شل پیړۍ پس د نړیوالو د فکر او سوچ سبب ګرځي، نو لوی علتونه د لارې لنډوالی، په دې لاره د تجارتي کاروان د لګښت کموالی، او همدارنګه افغانستان له بهر او نړۍ سره د وصل او اتصال  دي، د لاجوردو لارې ډیرې ګټې لري، چې مونږ یې دلته په لنډ ډول د ځینو یادونه کوو.

  1. افغانستان د کراچۍ له بندر څخه پرته له بحر سره وصلوې.

دا لاره هم لنډه او هم رازانه ده افغانستان له مهمو بندرونو او بحر سره نښلوي،  ځکه پر دې لاره د نړۍ ډیر لوی بندرونه لکه د قارص بندر، ترکمن باشي بندر، پوتي او باتومي بندر او همدارنګه د استنبول له نورو بندرونو سره د افغانستان نښلول، چې له دې طریقه به افغانستان بحري غړیتوب تر لاسه کړي، او له اروپا سره به ونښلي، او ازادو اوبو ته به لاره پیداکړي.

  1. افغنستان ته د نړیوالو پاملرنه زیاتوې.

 د لاجوردو د لاري په جوړولو سره د افغانستان نړیوال متحدین زیاتیږي، او افغانستان ته د نړیوالو توجه لا زیاتیږي، ځکه چې افغانستان د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اروپا تر منځ د یوې څلور لارې په ډول باندي ثابتیږي ، او هم د سویبي اسیا د لویې تجارتي دروازې په ډول رول لوبولای شي، نو ځکه به د منځنۍ اسیا د کسپین غاز او همدارنګه د قفقاز نفت به د افغانستان له لارې د سویلي اسیا د انرژ ي تږو هیوادونو ته لاره پیداکړي، د ګاونډیانو منفعت به په افغانستان کې خوندي شي،چې له دې امله  به د افغانستان نړیوال متحدین زیات او د هغوۍ د پاملرنې وړ به وګرځي.

  1. افغاني تجارت به وسیع شي.

 کله چې د لاجورد لاره خلاصه شي، نود افغاني محصولاتو په اړه به هغه ګنګوسې له مینځه لاړې شي، افغاني محصولات بازار نه لري، افغانې محصولات بازار لري خو مګر بازار ته مناسبه لاره نه لري، نو د لاجوردو د لارې په خلاص والي سره به وخت په وخت د مارکېټ مطابق افغاني محصولات نړۍ ته عرضه شي، او په دې لاره لوړ ټکسونه، ګمرکې تعرفې، سیاسي او اقتصادي محدودیتونه نشته، څومره چې افغانستان له ترانزیټي دهلیزونو سره وصل کېږي،  په هماغه اندازه د تجارت په وړاندې شته ستونزې او ننګونې له مینځه ځي،  په دې لاره به افغاني تجارت څو اړخیز شکل غوره کړي، او افغاني تجارت به بې ساري ډول پراخ شي.

  1. کاري فرصتونه به ایجاد کړي.

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، چې د لاجوردو لاره به د یوې پروژې په ډول باندي د شریکو هیوادونو لکه افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان او ازربایجان تر منځ یواځي د مالونو د صدور او ورد او سوداګریزو مالونو د وړلو او راوړلو ترانزیټي لاره نه وې، بلکې په دې مسیر به د شرکاوو په وسیله لویې زیربنایې پروژې جوړیږي،  او په هغو  سترو پروژو به پانګونه کېږي ،چې د ترکمنستان په شمول نور د منځنۍ اسیا د انرژي بډایه هیوادونه به د انرژي د نل لیکو او ریل د پټلیو د جوړولو چاري پیل کړي، او دغه نل لیکې او پروژې به افغانۍ جغرافیه پلي کېږي،چې د افغان ولس لپاره به په پریمانه توګه کاري فرصتونه ایجاد  کړي او د وزګارتیا ګراف به کم کړي.

  1. د افغاني محصولاتو زیاتیدنه.

 کله چې د لاجوردو د تجارتي لارې اقتصادي ارزښت او موثریت ثابت شي، نو د افغاني محصولاتو په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي، او له دې طریقه به دافغاني صادراتوکچه لوړه شي، څرنګه چې ګران هیواد زراعتي هیواد او ملی اقتصاد یې په زراعتي اقتصاد پورې تړلی ده، خو مګر اافغاني محصولات لکه تازه میوی او تازه سابه مخکې  له دې چې مارکېت ته ورسیږی، له منځه ځی، او یا بالکل له مارکېټ او بازار څخه پاتي کېږي، نو بالاخره په هیواد کې د مالونو عرضه زیاتیږی، او کله چې د عرضې او تقاضا ترمنځ بیلانس له منځه لاړ شي، نو د نرخونو نوسانات منځ ته راځي، او نرخونو سقوط کوې، چېعواید  یې د بزګر په زحمت هم نه ارزي. ځکه محصولات په لیلام ډول خرڅيږي، نو ځکه په دې برخه کې د بزګرانو لیوالتیا کمیږی، چې د دې لاری په خلاصون به اافغاني محصولات په لږ وخت او کم مصرف تر نړیوالو بازارو ورسیږي.

  1. لنډه، ارزانه او ډاډمنه ده.

 د لاجوردو لاره د نورو ترانزیټي لارو په پرتله ډیره لنډه او همدارنګه ارزانه ده، ځینې سرچېنې په ډاګه کوي، چې  د لاجوردو لاره د کراچۍ د لارې په پرتله ډيره لنډه ده، چې هره بارداره موټر به د دې لارې په مسیر د کراچۍ تر لارې ۳ یا څلور ورځې وختې ورسیږي، ځکه د جلال اباد څخه تر کراچۍ بندر پوری ۱۶۰۰ کېلو متره فاصله ده، چې اروپا ته پرې د یو باردار موټر رسیدل،  له  ۵۰۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ امریکایې ډالر مصرف لري، او همدارنګه د قزاقستان په لار ۶۲۰۰ کېلو متره فاصله لري، چې په  هر موټر ۴۵۰۰ امریکایې ډالرمصرف لري، او همدارنګه د لاجوردو په لار ۲۲۰۰ کېلو متره فاصله ده، چې په هر باردار موټر ۳۵۰۰ امریکایې ډالر مصرف راځي، چې محصولات بغیر له ضایعاتو تر اروپا رسوي، له دې نه علاوه دا لاره مصونه او خوندي ده، اونه کوم محدودیت لري.

  1. د هیواد عایدات به زیات کړي.

 د لاجورد  د لارې یوه عمده ګټه داده، چې افغانستان ته به د منځنۍ ختیځ، سیویلی اسیا او اروپا تر منځ د یوې مهمی کړۍ حیثیت ور په برخه کړي، او دا به په افغانستان کې یو سوداګریز انقلاب رامنځّ ته کړي، او له همدې درکه به ګران هیواد افغانستان ته د ترانزیټ له کبله په میلیونونو ډالر عواید را شي، چې دا به د ملي اقتصاد په پياوړتیا او فقر په اختتام کې مهم رول ولوبوې، چې له یوې خوا به ترانزیتي عواید او له بلې خوا به صادراتي عواید هیواد ته را وارد شي.

  1. په عباس او کراچۍ بندرونو د اتکا کموالی.

 کله چې د لاجورد لار خلاصه شي، نو د هیواد اتیا سلنه صادرات به له دې لاری اروپایي هیوادونو ته ورسیږي، او له همدې امله به د ایران په عباس بندر او همدارنګه د پاکستان په کراچۍ بندر د افغانستان سوداګریزه اتکا کمه شي، چې افغانستان به له یوې خوا د ګاونډیو هیوادونو له سیاسي نامشروع فشارونو څخه وژغورل شي، او له بلی خوا به د هیواد شمالي بندرونه فعال شي،  د لاجوردو د لارې لپاره د هیواد شمالي پنځه بندرونه باید فعال شي،چې فی الحال به دوه بندرونه چې یو د فاریاب د اقینې او همدرانګه بل د هرات ولایت د تور غونډۍ بند ر او نور درې بندرونه به د وخت په تیریدو سره جوړ  شي، او د هیواد شمالی بندرونه به د ایران د عباس او د پاکستان د کراچۍ د بندر د بدیل په ډول وکارول شي. چې په د ی لاره به کومې ګمرکي تعرفې او نور ترانزیټي خنډونه لکه په مختلفو ځایونو کې د باردارو موټرونو تخلیه کول او نور مشکلات نه وي.

  1. د اافغاني مالونو هویت او شهرت به خوندي شي.

   د بیلا بیلو ترانزیټی ستونزو له امله ډیر وخت اافغاني مالونه په پردي هویت او بیګانه شهرت په قاچاقي ډول نړیوالو بازارونو ته رسیږي، چې د ګاونډیو هیوادونو تاجران یې په ډير ارزان ډول له افغاني تجارانو څخه تر لاسه کوي، نو د لاجوردو د لاري په خلاصولو سره به اافغاني تاجران له اروپایې تجارانو سره اړیکې پیداکړي، او اافغاني مالونه به خپل هویت پیداکړي او نړۍ ته به ورسیږي، نور به د هرات زعفران، د کندوز هندواڼې، د پنجشير یاقوت او زمرود، د چشت شریف مرمر، د کندهار  انار، د زابل بادام، د کابل او وردګ مڼې، د پکتیا، پکتیکا اوخوست جلغوزي په خپل نوم نړۍ ته ورسیږي.

  1. اافغاني صادراتو ته به نوي بازارونه پرانستل شي.

 د دې لارې په خلاصون سره به اافغاني صادرات په کم وخت او همدارنګه په کم مصرف اروپایي هیوادونو ته ورسیږي، د مثال په ډول دهرات ولایت د تور غونډۍ له  بندر څخه د تورې بحیرې د قارص تر بندر پوری په هر باردار موټر شاوخوا ۳۵۰۰ ډالر مصرف راځي ، چې دا د لګښت او وخت کموالی د صادارتي محصولاتو په کېفیت او بیه مستقیم اغیزه لري، څومره چې په دېلاره ګمرکې تعرفی او ترانزیټی مشکلات نشته نو په هماغه اندازه محصول ارزانه او په لږ وخت کې په ښه کېفیت تر نړیوالو بازارونو رسیږي، چې هلته به ارزانه او اافغاني صادراتو ته نوی بازارونه پرانستل شي.

  1. د اقتصادي پیاوړتیا او ارزانه وارداتو وسیله به شي.

 څومره چې افغانستان له نړۍ سره وصل کېږي، په هماغه اندازه یې په صادراتو کې هم د پام وړ بدلون راځی، که احصایې ته ځیر شو نو د چابهار د بندر په خلاصون سره د ګران هیواد په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی،  چې د ا به د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي، او علاوه له دې نه به د صادراتو په شان واردات هم په کم وخت او کم مصرف  سره وارد کړو، څومره چې د هغوی د رالیږد مصارف کمیږی په هماغه اندازه یې بیې هم ټیټيږي،  چې خارجي توکې به هیوادوال په ارزانه توګه تر لاسه کړي.

پــایله

د پایلې په ډول ویلای شو، چې ګران هیواد افغانستان د منځنۍ اسیا تر ټولو شتمن او ارزښتمن ټاټوبی ده، او د دې هیواد ارزښت هغه وخت لا زیات شوی، چې کله د میشتو پیاوړو ملتونو پر مټ د یو ځواکمن او قوي  دولت تر واکمنې لاندې راغلی، او دا مطلب د تاریخ پاڼې هم ثابتوي،چې د ګران هیواد افغانستان د میړنیو ولسونو او قوي دولت په واسطه تل د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ته د ډاډمنې سولی او همیشنۍ ودې پیغام لرلی،  د لاجوردو لارې په خلاصون سره به د وریښمو لاره  چې هغه هم د اسیا د زړه بل ستر مهم رګ ده، چې دا زړه به لا فعال او اقتصاد لا قوی کړي، هم فعاله شي، او هیواد به لا د سیمې په څلور لارې بدل شي، او د نړیوالو توجه به هیواد ته زیاته شي، د وریښمو د لارې په اړوند د چېن د هیواد هغه هڅې او ماسټر پلان د ستاینې وړ دي، چې د سیمې هیوادونو ته به ۴۰ میلیونونه ډالر قرض ورکوي، او د دې لارې په مسیر کې به ریل پټلۍ او پاخه سړکونه جوړوي، او د منځنۍ اسیا د کسپین غاز او همدارنګه د قفقاز نفت به د افغانستان په خاوره سویلي اسیا د انرژي تږو هیوادونو لکه هند، او پاکستان ته د نللیکو په وسیله ورسیږي،او د ګاونډیو منفعتونه به دلته تحفظ ومومي، او د یوې باثباته او سوله ایزې څلورلارې  په ډول به تل له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړوې او پالي، او ګران هیواد افغانستان به د یو د افغانانو د یو ټاټوبي په ډول نه،  بلکه د اسیا د یوې سوله ایزې  او باثباته څلورلارې په ډول د تمدنونو او کلتورونو د تنشير او د نړۍ د لویو تجارانو د دمې ځای او همدارنګه د تجارتي سترو مراکزو ټاټوبی وي.

په خورا مینه او مننه

نامزد پوهنیار انجینر سیدالرحمن مجیدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply