سینګار/ عصمت الله صالح

0 1,011
ښۍ ګونډه یې پر پاسته ورانه ورکېښوده، رڼو خړو سترګو ته یې ځیر شو، له چاودو ډکه څپېړه یې تر زنه لاندې کړه، په موسکا یې وویل:
ـــــ مبارک دې شه، خدای مو د تر مرګه نه بېلوي!
بنګړی وشرنګېدل، د نجلۍ پر تندي غوټه خولې روانې شوې، سر یې ټیټ کړ، سپینې ډډې ګوتې یې د ځوان تر ښنګري تاو کړې، کرار یې ورغبرګه کړه:
ـــــ ستا دې هم مبارک شي ګرانه، ته زما ټول ژوند یې…
شپه پخه شوه، د شاوخوا کورونو کوټې تیاره شوې، د چمبې آواز کرار کرار غلی کېده، مستې پېغلې هم څو ځلې- د ناوې د کوټې- د وره له ډبولو او د دستګیر له تاوولو وروسته خپلو خونو ته ولاړې. ځوان پاڅېد، له کړکۍ یې وکتل، په
انګړ کې د خلکو پر ځای څو پیشوګانو د شوروا د خالي دېګونو تر څنګ په بې‌غوښو هډوکو کې خولې وهلې.
ډاکټر د فشار د آلې غبرګې ګوشۍ له غوږونو ورمېږه ته ښکته کړې، د ناروغ چپرکټ ته نږدې ناستې بوډۍ ته یې زیاته کړه:
ــــــ ډېر فرق یې کړی، زړه ورته مه خوره، انشاءالله چې زر به روغ شي.
بوډۍ د ډاکټر له وتلو وروسته په لړزانده لاسونو د ټکري ګونځې څنډې ونیوې، پورته یې وکتل: “خدایه! ته خو مې دغه ستړی زوی راته وژغوره، بوډا خاوند خو مې هسې ام د سپېرې نګیندې (اېنګور) د پورونو له لاسه مړ شو.” بیا د
زوی پر تندي ورټیټه شوه، خو څو چې یې ښکلاوه، له ډکو سترګو یې دوه څاڅکي پرې ورپرېوتل…
ځوان چیغه کړه:
ــــــ  مورې! مورې!…
نجلۍ سترګې وغړولې، پاڅېده، د کوټې ګروپ یې ولګاوه، خاوند ته یې مخ کړ:
ــــــ ګرانه، لکچې خوب دې ولید!؟
ځوان ژر ژر ساه ایستله، سر یې کوږ کړ، پر دېوال یې- له چرمو جوړ- ځړېدلي واسکټ ته وکتل. شېبه پس په نرمه بستره کې راکېناست، د مېرمنې رډو خړو سترګو ته ځیر شو، ورپسې یې د دغه خوب ټوله صحنه ټکي په ټکي واوروله.
نجلۍ سپین نرم لاسونه د ځوان له مړونده تاو کړل، په ډاډ یې وویل:
ــــــ خیر ګرانه، سبا زما ټولې ګاڼې (سره او سپین) درسره واخله او ټول قرضونه پرې خلاص کړه.
ځوان د نجلۍ سپین نرم لاسونه تخته کړل په خندا یې زیاته کړه:
ــــــ اې لېونۍ، نو دغه خو خوب و، څه رښتیا خو نه وو، ستا ګاڼې یوازې ستا نه، بلکې زما سینګار هم دی، بل ځل دا خبره ونه کړې! نجلۍ نرۍ وروځې ورټولې کړې، د اوږدې پوزې تنګ سوري یې وپړسېدل، په غوسه
یې ور مخ کړ:
ــــــ هو. خو زه دېته سینګار نه وایم! ته به دغه ټولې ګاڼې په پورونو کې ورکوې، ګېني بیا درنه خپل لاسونه هېڅکله- د نن شپې غوندې- نه تاووم. غپا شوه، ځوان کړکۍ ته ودرېد، واورې تازه شروع کړې وه، په انګړ کې غټ سپي
په یوه ډله پیشوګانو پسې منډې وهلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply