د غړو هیوادونو لپاره د لاجورد لاري اهمیت

0 1,126

فضل الحق نبـيل

د پوهنتون استاد-

مقدمه:

“موږ بېلتون نه غواړو، اړیکي او همکاري غواړو. دا لار چې پرانیستله سوه، په دې مانا نه ده چې سوېلي اسیا سره لارې بندې سي، بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو” ښاغلی محمد اشرف غنی.

د لاجورد ترانزیټی لاري نقشه

د لاجورد لاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت طرحه او له ښکیلو ګاوندیو هېوادونو سره د لاجورد لاره چی تاریخی سابقه یی و لرغونی زمانو ته شاوخوا 4000 کلونو ته رسیږی چی د همدي لاري د افغانستان قیمتی ډبري (لارجود) و قفقاز، روسیی، بالکان، شمالي افریقا او اروپایي هیوادونو ته صادر کیدلي چی په اوسني دور کښي د لاجورد لاره د  2800 کیلومتره په شاوخوا کښي هغه ترانزیټي لاره ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي. دغه ترانزیټی لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډۍ له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په لور غځېدلي او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمیني تبلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو وروسته د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې  د اروپا سره وصلږي.

شریک کړی سوي ده، چې د یو افغاني طرحي په توګه د سیمي هېوادونو له تود هرکلي سره مخ سوه. د لاجورد د لاري د پنځه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د طرحي په اړه د کاري ډلو د لومړنی تخنیکي ناستي په تعقیب چي د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د 1393 کال د لړم د میاشتې په 24 مه نېټه د ترکمنستان د بهرنی چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوه، چي د څلورو کلونو خبرو اترو وروسته د لاجورد د لارې د جوړېدلو لپاره د یادو هېوادنو د لېوالتیا په پایله کښي د دې لارې تړون د 2017 کال نومبر پر 15 نیټه د افغانستان، ترکمنستان، ګورجستان،ازربایجان او ترکیي د بهرنیو چارو وزیرانو په عشق اباد کي لاسلیک کړه او په 13 ډیسمبر 2018 کښی د افغانستان د هرات په ولایت کښي د افغانستان د ولسمشر  جلالتماب محمد اشرف غني او سیالانو لخوا پرانستل سوه.

د ډیپلوماتیکو اصولو د جملي هغه اصل چي که یو هیواد د ډیرو هیوادونو سره تجارتي اړیکي ولری نو دا ددي هیواد په قوي ډیپلوماسي، قوي حکومتولي، او د فعاله بهرني پالیسي  په درلودلو دلالت کوي چی پدي اساس د لاجورد لاري هوکړه لیک په سمیه کښي د افغانستان د قوي او فعالي ډیپلوماسي د ښکارندویی ترڅنګ د یو په وچي پوري تړلي هیواد په ځاي و اوبو ته د رسیدونکي هیواد په توګه څرګند کړ چي د افغانستان د اقتصادي ودي، په ځان بسایني، او د سیمي او نړۍ په ټرانزیټي څلور لاري بدل او افغانستان او د سیمي هیوادونه به ددي لاري پواسطه د پام وړ عواید تر لاسه کړي. د لاجورد د لاري نه په استفادي به غړي هیوادونه یو د بل سره د کډي همکارۍ د لاري د یو بل د منافعو په تآمینولو سره مهم او اساسي رول ولری چي  افغانستان به وکولاي سي چي د یو طلایی فرصت په توګه د اسیایی هیوادونو توجه جلب او د اقتصادي رغوني تر څنګ د سیمي هوادونو سیاسي روابط ټینګ او په سیمه کښي د یو باثباته هیواد په توګه ښکاره سي.

د لاجورد لاری ګټی، اهمیت او د غړو هیوادونو ‎اړیکی:

افغانستان:

افغانستان یو په وچه کښی د ایسار سوي هیواد په توګه تل په صادراتو او واریداتو کښي په همسایه هیوادونو پاکستان او ایران تکیه کړي چی د یوي خوا د ذکر سوي هیوادونو په اقتصادي روغه کښي یی مهم رول لوبولي له بلی خوا تل ذکر سوي هیوادنو هڅه کړي چي د افغانستان د  ترانزیټ، ګمرکي تعرفي، او ګمرکي موضوعاتو کښي د سرغوږي جوړولو باوجود یی صادرات په ډیره کمه بیه او ډیر ګمرکی تعرفي په ټاکلو سره افغانستان دیته اړ کړي چی ودوی ته محتاج، نړیوال بازار او بحر ته لاسرسي ونلري.

خوشبختانه د لاجورد د لاری په پرانستنه سره د افغان تجارانو لپاره هوسایني رامنځته سوی چی ځیني مهمي یی په لاندی ډول دی:

  • د افغانستان د تجارتی اموالو موټرونه بیله ګمرکي موانعو سره د بارګیری او تخلیی لپاره د هر غړي هیواد و خاوري ته داخل کیدای سي.
  • د لارجورد د لاري د هوکړه کوونکو هیوادونو ترمنځ تجارت، ترانزیټ او ترانسپورت پراختیا پیدا کوی.
  • و دغه هوکړه لیک ته د نورو هیوادنو په شامل کیدو سره به افغانستان و بحر ته ډیر لاسرسی ولري.
  • غړی هیوادونه به هیڅ نوعه ګمرکي تعرفه او محدودیت د افغانستان په لاسي صنایعو نه لګوي او ددي ترڅنګ د افغانستان تجارتي اموالو لاري ګانو ته به ښه سهولت برابروي.
  • د لاجورد د لاري نه په ګټه اخستنه د افغانستان تجارتي توکي به د پخواني شوروي اتحاد غړو هیوادونو، عربی هیوادونو، د مدیتراني بحیري نه شمالي افریقا او ډیرۍ اروپایي هیوادونو ته په کم لګښت ورسول سي.
  • د ددی لاري نه په استفادي به د داخلي تولید کوونکو سره مرسته وسي چي نړیوال بازار ته د غړو هیوادو او نورو هیوادو لاسرسي اسانه سي.
  • لارجورد لاره د پاکستاني وارداتو یو بدیل لاره ده چي ددي لاري به وارد کوونکی وکولاي س د اروپایی بازارونو نه ارزان او با کیفیته توکي په لنډ وخت کښی هیواد ته وارد کړي.
  • د لاجورد د لاري به افغانستان په سیمه ایز او نړیوال ترانزیټی لاره بدل سي چي د اقتصادي ودي او عوایدو  په لاس راوړلو کښي به مهم رول ولوبوي.

ترکمنستان:

د لاجورد لاره د افغانستان د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډۍ له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په لور غځېدلي چي ترکمنستان په نړۍ کښي د طبعي ګاز د تولید کوونکو هیوادونو د جملي څخه څلورم هیواد دي چي و ایران، روسیی او چین ته ګاز صادر وي، چي د ګاز د قمیت په سر شخړي روسیي او ایران د ترکمنستان نه د ګاز د واردولو ډډه وکړه او چین د یوازینی واردکوونکي په ټوکه د ترکمنستان سره هوکړه لري چي یاد ګاز د ترکمنستان نه د پاپلین په واسطه چي د ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان د لاري و چین ته رسیږي.

ترکمنستان د خپل  اجتماعی، اقتصادی پرمختګ ملی پروګرام (2011-2030) د لاري غواړي چي یو سمه ایز پرا منطقوي دهلیز په توګه د توري او کسپين بحیري د موښلونکي په توګه په سمیه کښي رول ولوبوی چی ددي هدف لپاره یی د بیارغوني په برخه کښي غټه سرمایه ګذاري کړي او ددي ملي هدف د ترلاسه کولو لپاره یی د لاجورد لاري په هوګړه لیک کښي  داخل او ددی لاري نه په کټه اخستنه به ځان د جنوبي قفقاز د لاري و نړیوال بازار ته ورسوي.

 اذربایجان:

د لاجورد لار د ترکمنستان د ترکمن باشی د بندر نه د تریدو وروسته په کسپین بحیری کښی د آذربایجان هیواد پلازمینی باکو ته رسي. ادزبایجان د شوروی اتحاد د لغوه کیدو وروسته د یو شیه ملتي خپلواک هیواد په توګه په کسپین بحیره کښی د یو مهم لوبغاړی په حیث د ایران سره د نژادي او مذهبي اړیکو د لرلو باوجود د اسرائل سره نږدي پوځي، اقتصادي او سیاسي اړیکی پالي. په کال 2016 کښی اذربایجان د منطقوي ګډ اقتصادي موضوعاتو چي د شمال او جنوب ترانسپورتی دهلیز په شمول یو  دري ګوني ناسته د ایران او روسیی سره ترسره کړه چی د ځمکي او بحر د لاری به هند د اروپا سره د ایران، جنوبی قفقاز او روسیی د لاري نښلوي، چي یاده ناسته د اذربایجان لپاره د جیو-پولیټکس د اړخه خورا د اهمیت وړ وه، ترڅو د یو سیګنال په ښکاره کولو سره د امریکا توجه جلب کړی او هم دا ډول د لاجورد د لاری په هوګړه لیک سره اذربایجان د یوه اړخه د خپل جیو سراتیژیک اهمیت د ترلاسه کولو سربیره د اقتصادي ودي او په سیمه کښی د یو مهم لوبغاړي په توکه د پاته کیدو په هڅه کښي دي.

ګرجستان:

د لارجورد لاره د آذربایجان پلازمیني باکو نه وروسته د ګرجستان پلازمیني تبلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو پورې رسیږي. ګرجستان چي د روسیي، اذربایجان، ترکیي سره هم سرحده هیواد د او په توره بحیره کښی موقیعت لری او څه باندی د دوه پیړیو راپدیخوا د امریکا او متحدینو د ملاتړ لپاره کوښښ کوي تر څو همسایه هیوادونو د نفوذ مخنیوی وکړي. د دوهم نړیوالی جکړی نه وروسته د ډیر لنډ وخت لپاره د یو خپلواک هیواد پاته کیدو وروسته د شوروي اتحاد لخو مستعمره او په کال 1991 کښی د شوروي اتحاد د لغوه کیدو وروسته د یو خپلواک هیواد سره سره بیا هم روسیه تل پدي هڅه کښي ده چي د مستعمريی په توګه یی اشغال کړي.

ګرجستان د یو ترانزیټی دهلیز په توګه د تورکیي او آذربایجان ترمنځ موقیعت لري او ترکیه د همدي لاري د آذربایجان نه تیل او ګاز واردوي او ترکیه، ګرجستان او آذربایجان په سیمه کښي د وصل کیدو د اصل په اساس په خپلو کښی د صادراتو او وارداتو په اړه تړونونه لري او ګرجستان د روسیی د نفوذ د بیري په اساس په سمیه کښی د یو قوي اقتصاد په توګه د لاجورد د لاري په هوګړه لیک کښی شامل او ددي لايی د یو وصل کوونکی په توګه رول لوبوي.

ترکیه:

د لاجورد لاره د ګرجستان د پلازمیني تبلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو نه وروسته د قارص له بندر څخه د ترکیي هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې د اروپا سره وصلیږي. ترکیه کوښښ کوي چي د اروپایی اتحادیی لپاره د انرژی تولیدونکی په توګه د روسیی یو بدیل واوسي او د اوس لپاره روسیه تر ټولو زیات و اروپایی اتحادیی ته د تیلو او ګاز اماده کوونکی هیواد دي. په سمیه کښی د اقتصادی رقابتونو په دوام امریکا او اروپایي اتحادیه دا هڅه کویی ترڅو د روسیي د بدیل په توګه ترکیه په سیمه کښی د یو دهلیز په ډول وکاروي او ددی هدف لپاره غواړي د نباکو ګاز پاپلین پروژي د لاري د منځني ختیځ او کسپین بحیري هیوادونه د ترکیي د لارجورد د لاري نه په استفادي ګاز او تیل و مرکزي اروپا ته صادرکړي.

پایله:

په اوسني وخت کښي د لاجورد لاره به د هیوادونو په منطقوي او نړیواله سطحه د هیوادونو په سیاست او اړیکو کښی د مثبت رول ترڅنګ هیوادونه سره نژدي او سره وصل کړي، او پدی اړوند د لبرالیزم د سیاسی مکتب پیروان پدی باور دي چي که غواړی د هیوادونو ترمنځ د سولي او په اړیکو کښي د همکاري فضا ایجاد کړي نو لاندی دري موارد باید رعایت کړل سي:

  1. د هیوادونو ترمنځ د تړلي اقتصاد په شتون کښی په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزه برخه ددي لامل کیږی چي هیوادونه ډیره ګټه وکړي او پدي پوهیږي چي په شخړو کښی زیات زیان دی.
  2. په نړیواله کچه ټولي اقتصادي همکارۍ ددی سبب کیږي چی د یو لړ اصولو او قواعدو په اساس نړیوال بنسټونه رامنځته کړل سي ترڅو د همکارۍ لپاره استانتیاوي برابره کړي.
  3. د ډیموکراسي و خواته د نړی ورتګ او د ډیموکراتیک هیوادونو زیاتوالي به شخړي او اختلافات حل او د همکارۍ فضا به حاکمه سي.

د لاجورد د لاري نه په استفادي افغانستان د تجارتي او اقتصادي پرمختګ ترڅنګ د پانګي اچوني، د اموالو انتقال، د کاری پرصتونو برابرولو او د کورني تولیداتو د ودي لامل کرځي.

د پورته ذکر سوی جیو-پلټیکس حالتونو ته په کتو د لاجورد لاره د غړو هیوادنو د ملی منافعو د قوی کیدو ترڅنګ په سمیه کښی د امریکا د ستراتيژیک ښکیلتیا سره د لاجورد لاره د غړو او پرا منطقوی هیوادونو د سیاسی او اقتصادی ودی او پرمختګ د سمبول په توګه د سیمي په امینت او تیګاو کښی مثبت اثر لرلي سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply